نظــر

اربکي او که سبانۍ ګډوډي ــ لال پاچا ازمون

داربکیو نوم په رښتیا هم په ولس پورې تړلی یو داسې نوم دی چې د لوستونکي یا اورېدونکي ذهن ته تېر مها ل درېږي.هغه مهال چې قوم به په خپلو سيمو کې د ولسي پرېکړو د تطبیق لپاره یوې وسله والې یا ساتندویه ډلې ته هم اړتیا لرله او د دوی ترڅنګ به ولاړه وه. دغه ډله به د ولس له منځه د ولس په خوښه ټاکل شوې وه.

د چا معاش خوره نه وه، کله به چې ولس د یوې ملي مسالې لپاره سړیو ته اړتیا پیدا کړه، نو سمدستي به یې پر کور و کلي سړي مات کړل، له هر کور او کلي نه به یې د ننګې لپاره سړي وغوښتل. له دغو کسانو نه به بیا همدا قومي عسکر یا اربکي جوړشول. د دوی څارنه او کنټرول به هم د ولس له خوا کېده. دوی پرته له ولسي مشرانو او د ولس له ارادې په خپل سر کار نه شو کولای او نه یې د ولس په منځ کې پر خپل کورني ټوپک په خپل سر څه کولای شول. د دوی ټوپکې هم خپلې وې.دوی به ټوپک په سیمه کې د دې لپاره نه کاراوه چې د ولس خلک پرې وګواښي. دوی هڅه کوله چې خپل ټوپک د ولسي پرېکړو د تطبیق او د ولس د مشرانو او ارادو پربنسټ وکاروي. قومي عسکر یا اربکي له سیمې نه د ساتنې، ننګې او څارنې رامنځ ته کېدل. دې کې د بل چا کوم فرمایش او سپارښتنه نه کارېده. خو دغه نوم خپل اصلي ماهیت او ارزښت  هغه مهال بایلود چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو لپاره وکارېد. پر دې نوم په ولس کې داسې وسله والې ډلې ټپلې رامنځ ته شوې چې هغه له هېواد ، سیمې او ملي ارزښتونو نه د ننګې په خاطر نه، بلکې د خپلو شخصي غرضونو، ګوندي او تنظیمي ګټو په خاطر وې. د قومي عسکرو یا اربکیو په نوم دغو رامنځ ته شوو ډلو د هېواد ملي ارزښتونو او پر دې وطن د سرښندنې هدف لاره. د دوى هدف  دا و چې په هېواد کې هغه بنسټونه چې ولس پرې خپلې ستونزې هوارولې، د ولس له غوښتنو او ارمانونو سره سم یې کار کاوه، له هېوادنیو، ملي ګټو او ځمکني تمامیت نه یې په خپل احساس په طبیعي بڼه ننګه کوله، هغه له منځه یوسي. له بده مرغه همداسې وشول. د قومي تړو او په قومي بڼه د ولس له منځه په طبیعي بڼه دغه رامنځ ته شوی بنسټ هم د پردیو پر لاس ونړېد، پردیو هڅه کوله چې تر هرڅه وړاندې د دې ولس هغه بنسټونه چې دغه هېواد پرې اباد، جوړ او سوکاله دی، له منځه یوسي. د دغو بنسټونو په له منځه وړلو سره دوی ته په سیمه کې د ګډوډۍ او اېل کولو ښه فرصت په لاس ورځي. د روسي یرغل پرمهال روس په دې هېواد کې د ګډوډۍ لپاره یوه هڅه همدا وکړه چې د هغه مهال واکمن رژیم ته په اصطلاح له وطنه د ننګې په خاطر د ملېشو په نوم د پولیسو او پوځ ترڅنګ یوه وسله واله ډله رامنځ ته کړي. دغه ملېشه ملکي کسان وو، کټ مټ د قومي اربکیو په څېر وو، یوازې نوم یې توپیر لاره.هغوى ورته اربکي نه ویل، د قومي عکسرو یا ملېشه په نامه یې دغه ډله یادوله. په دې قومي عکسرو یا ملېشه وو کې چې مشري یې هم ملکي کسانو کوله، هغه کسان به غوره کېدل چې هغوى په دولت کې بله دنده نه لرله. د دوی لپاره امتیازات هم تر پولیسو او پوځیانو لوړ وو. لومړی خو ترهرڅه وړاندې له دې خلکو سره د معاش مساله مطرح شوه. دوی له هېواد او ملي ارزښتونو نه د ننګې په فکر او بنسټ نه، بلکې د معاش پربنسټ رامنځ ته شول. له دوى سره یوازې او یوازې د معاش او په سیمه کې پر خلکو د زور زیاتي او خپلې سیالې جنګیالۍ ډلې سره د جنګ فکر و او بس. دا فکر ورسره نه و چې ده د څه او کومې هیلې لپاره ټوپک په اوږه کړی دی؟ دا فکر له  دوی سره ځکه هم نه پیدا کېده چې دوی د خپلې غله ګۍ او معاش په فکر کې وو. د کوم هدف لپاره چې دوی ته ټوپک ورکړل شوی و، هغه ترسره کېده. د دولت خو هدف دا و چې پر دغو ملېشو یا ملکي وسله والو خپله سیاله جنګیالۍ ډله وپرځوي او د دغو وسله والو بیا هدف دا وه چې له دې ټوپکه د ځان په ګټه كار واخلي. د دغو ملکي وسله والو ډلو په رامنځته کېدو او دوی ته په زیاتو امتیازاتو قایلېدو سره د هېواد هغه ژمنه چې د خپل هېواد او خلکو سره د ځمکني تمامیت او ملي ګټو نه د ننګې په خاطر کړې وه، هغه لومړى پرځان بې باورې کړه او بیا دولت د دوی ارزښت دغې ډلې ته دومره راټيټ كړ چې دغه ملېشه د هېواد خپله شوه که نه؟ خوهغه هېواد ته ژمنه برخه ټوټه ټوټه او بې ارزښته شوه. په ملي پوځ او پولیسو کې د یو لوړ رتبه کس، چې هغه شپه او ورځ د هېواد او واکمن رژیم له ګټو نه د ننګې لپاره په سنګر کې ناست و، معاش او امتیازات د یو ملېشه یي عسکر چې زده کړه یې هم نه وه، برابر وګنل شول. ورو ورو پوځ او پولیس کمزوري او بې باوره شول. نن سبا هم د سیمه ییزو پولیسو او یا اربکیو په نوم داسې وسله والې ډلې رامنځته شوې دي چې امتیازات یې تر ژمن عسکره لوړ دي. دغه وسله والې ډلې که څه هم ظاهرا د پولیسو په لیکو او جوړښت کې دخیلې ګڼل کېږي، خو په ځینو سیمو کې یې چارې داسې دي چې د پولیسو خبره پرې هېڅ اغېز نه کوي. دغه وسله والې ډلې د ټوپک سالارانو او هغو ملکانو په خوښه او جوړجاړي رامنځ ته کېږي چې هغوى په ولس کې نفوس نه لري، خو غواړي چې د دغو اربکیو په نوم په رامنځ ته شوو ډلو باندې پر ولس خپل اغېز ومني او ولس د ټوپک په زور بیا یرغمل کړي. دلته یو جوړجاړی دا شوی دی چې که یوې سیمې ته د بېلګې په ډول ۲۰۰اربکي د دولت له خوا منظور شوي وي، ملک یا ټوپکوال د سیمې له چارواکي سره غوږ داسې جنګولی چې د دوه سوو کسانو امتیاز د یو څو تنو په حاضرۍ اخلي، د پاتې کسانو امتیاز چې هغه هېڅ حضور نه لري، بیا سره په خپلو کې ویشي. بل یې داسې کړي چې پر ولس د اغېز منلو او ټوپکمارۍ لپاره یې هغه کسان ګومارلي چې د دوی په ولکه کې دي او ورته نږدې دي. کله چې په ولس کې د ګټې خبره راځي یا کومه پروژه ترسره کېږي نو دوی د همدې ټوپک په زور هغه د ځان په ګټه راڅرخوي. په ولس کې د شخصي بدۍ لپاره هم دغه وسله کاروي.
د افغانستان زیاترو هغو وګړو چې په هېواد کې يې د ثبات او نظام غوښتونکي دي، له دولته د هغوى ترټولو لومړۍ غوښتنه او هیله دا وه چې د ولس له منځه نور خپلسری ټوپک ټول او خپلسرې ټوپکوالې ډلې بې وسلې شي. د لنډمهالې ادارې پرمهال که څه هم د دې فکر د ځواکمنتیا لپاره کار وشو. د اساسي قانون د تطبیق لپاره  یو وړاندیز هم دا وشو چې خپلسری ټوپک باید ټول شي. د ډي، ډي، ار او ډایاګ په نوم پروسې که هر ډول وې خو دا چې د ټوپک د ټولېدو لپاره رامنځ ته شوې، نو ولس یې هرکلی وکړ. دغه پروسې له هغه چا سره ښکېلې شوې چې هغه نه غوښتل خپل ټوپک له لاسه ورکړي، نو پر وړاندې یې ذهرجن تبلیغات کول. خو بيا کله چې د اربکیو یا سیمه ییزو پولیسو په نوم ډلې جوړې شوې، نو په هېواد کې هغه د ټوپکواکۍ او خپلسرۍ فرهنګ بیا دود شو. یوشمېر هغه ډلې ټپلې چې هم په حکومت کې دي او هم له حکومته بهر په اپوزیسون کې دي، هغوى له دغو اربکیو نه داسې ګټه پورته کړه چې خپل خلک یې وسله وال کړل. که سبا هر اړی ګړی رامنځ ته کېږي، نو دوی به همدغه په اصطلاح سیمه ییزعسکر د ځان په ګټه په ښکاره کاروي. دوی تیار خپل وسله وال ساتلي دي. د دغو سیمه ییزو پولیسو په رامنځ ته کېدو سره پر پولیسو هم باور او اتکا کمزورې شوې ده. نظر دا دی چې که دولت غواړي د هېواد له ملي ګټو، ځمکني تمامیت او خلکو نه ننګه وکړي، دغه هېواد بیا له کوم ناورین سره مخ نه کړي، نو په کار دا دي چې د خپلو ژمنو ځواکونو لیکې پیاوړې کړي. دغو ځواکونو ته دې د هېواد د ځواکونو په سترګه وکتل شي. دغه ځواکونه دې د هېواد د ملي ګټو او ځمکني تمامیت نه د ننګې لپاره وکارېږي. د سیمه ییزو پولیسو او یا اربکیو پرځای دې اوس مهال د ملي پولیسو لیکې ټینګې او شمېر دې یې زیات کړي. زړې تجربې دې بیا نه تکراروي. دا ځل دې د ملېشو پرځای د سیمه ییزو پولیسو په نوم د خلکو په منځ کې ټوپکې نه ویشي. خلک دې سره چاړه او غوښه کوي نه او نه دې په ولس کې یو پر بل د ناباورۍ فضا رامنځ ته کوي. نه دې دا ولس له جنګیالو ډلوسره لاس او ګرېوان کوي او نه دې په ولس کې د ټوپک فرهنګ دودوي، ګنې خدای مه کړه دا وطن به په لوی لاس د وینو تویولو ډګر وګرځوي. پر اربکیو د لګښت پرځای دې خلکو ته د بیارغاونې د پروژو په ترسره کولو لاس پورې کړي چې له دې لارې یې کور ته هم  یو مړۍ ډوډۍ ورشي او هم یې هېواد ورغېږي. روزګار پیدا کول پخپله په سیمه کې امینت او سوکالي راولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x