نظــر

د رحمت الله نبیل د تحرکاتو تر شا د حامد کرزي سایه لیدل کیږي!

لیکوال: محمد سلطان شریفي
لیکوال: محمد سلطان شریفي

محمد سلطان (شریفي)

که څه هم د ولسمشر اشرف غني او رحمت الله نبیل تر منځ شته ستونزو او ګړکېچونو یو داسي مرموز حالت غوره کړی، چي له کبله يې د واقعتونو تر مندلو دمخه پر فېسبوک او ټولنیزو رسنیو باندي د حامد کرزي او اشرف غني د طرفدارانو تر منځ یو ډول تنظیمي جګړه پیل سوې او د دې دوو سیاسي چهرو ملاتړ کوونکو یو د بل په وړاندي داسي کمین نیولي، چي د اصلي قضيې تر روښانه کوولو دمخه به ټولنیزه رسنۍ ددواړو ډلو لخوا په مرداریو رنګینه رنګینه سي.

که څه هم د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل د اشرف غني په وړاندي خپلي شته ادعاوي په استعفاه لیک کي په ډاګه کړي وې. لاکن واقعت خو دا دی، چي دلته موږ او تاسو ټول خبر یو، چي ولسمشر اشرف غني د پاکستان سره دا خبری اتري پخپله خوښه نه، بلکي د امریکا متحده ایالاتو او چیني چارواکو په غوښتنه تر سره کړې دي او زما په اند دا به په سیاسي ډګر کي یوه ډېره لویه بې ادبي وای، که چیري اشرف غني د نړیوالي ډیپلوماسۍ او اړیکو له مخي د امریکا او چیني چارواکو دا غوښتنه رد کړې وای. بنآ موږ او تاسو ته لازمه ده، چي باید د هر څه د مخه د اشرف غني دا مجبوریتونه د یو صحیح او سالم قضاوت له مخي درک کړو، نه د احساساتو او عقدې له مخي.

دوهم دا چي که څه هم ښاغلي نبیل پخپل استعفا لیک کي د اشرف غني په وړاندي ولس په یاد ریاست کي په ټولو شته ستونزو او مشکلاتو خبر کړ، خو بیا هم نوموړي ته لازمه نوه، چي پدغسي یو حساس وخت کي يې د لسمشر اشرف غني څخه د شخصي عقدې او غچ په هوډ د کنفرانس غونډه ستونزمنه کړې وای او په یاد ه غونده کي يې ټول کورني او بهرني مېلمانه د سولي په وړاندي چي د ټول افغان ولس غوښتنه ده، شکمن کړی وای.

زه د ښاغلي نبیل صاحب ادعاوي د زړه له کومي منم، چي کیدایسو د نوموړي په وړاندي به شرایط یو څه سخت او ذیق وه، خو دا ښاغلی باید هیڅکله هېر نکړي، چي نوموړی اشخاصو ته نه، بلکي د یو هیواد نظام ته کار کوي، چي په جزوي ترینه اشتباه يې زیان تر سیاسي حریفانو دمخه ولس ته رسیږي.

دا چي د اسیا د زړه کانفرانس په پاکستان کي دوام درلود او رحمت الله نبیل يې پر خپله فېسبوک پانه باندي پر ضد خپل دریځ ښکاره کړ او هم يې خپله استعفا پداسي یو حساس وخت کي وړاندي کړل، چي ضرر يې تر اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو دمخه ولس ته رسیږي، بلکل یو د وخت څخه دمخه، عقديې او د غچ په هوډ یو تر ټولو ناوړه ګام او عمل بللایسو، او موږ هم د شخٌصي عقدو له مخي ملي ګټو ته زیان رسول صرف د یو جرم په سترګه کتلایسو او بس.

دلته موږ باید یوه ټکي او باریکئ ته متوجه اوسو، چی کچیري اشرف غني مخکي هم د ښاغلي نبیل څخه د استعفا غوښتنه کړې وه، نو بیا يې ولي تر دغه غونډي یو څو ورځي دمخه او یا هم یو څو ورځي بعده استعفا نه وړاندی کول، چي هسي يې د حامد کرزي د خوشحالولو لپاره اوبه خړی کړلې او په پاکستان کي يې د اسیا د زړه د کنفرانس د ناکامه کولو هڅي وکړلې.

که څه هم د افغانستان ولس پدې وختي پوهېده، چي ښاغلی نبیل د افغانستان نظام ته نه، بلکي یو خاصي کړی ته چي حامد کرزی يې په راس کی واقع دی ژمن دی او نن ورځ خلګ پدې هم ښه پوهېږي، چي د ښاغلي نبیل دا اقدام د سولي په وړاندي د خنډ ایجادول او د اشرف غني په وړاندي د بعضي اشخاصو لخوا د تحریک امېزه چلند له مخي غچ اخیستل ؤ، چي په هیڅ صورت يې نسي توجه کولای.

له بده مرغه زموږ په هیواد کي د افسوس ځای دا دی، چي د افغانستان د حکومت په راس کي زموږ سیاسیون ملي ګټو ته نه، بلکي خاصو کړیو ته ژمن دي او دغه سیاسي کړی یو د بل په وړاندي د عقديې چلند او غچ اخستلو په موخه عام ولس تر پښو لاندي کړی. ځګه هر یو يې پدې هڅه کي دی، ترڅو د سولي پروسې ته د خنډ ایجادولو په موخه خپل د حکومت فساد او کړي جرمونه د ولس له سترګو پټ او پنهان وساتي.

په درنښت محمد سلطان (شریفي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

شریفی صاحب د میړی مور په شان چه کرزی صاحب ته میره او غنی ته خپله مور ده د غنی او نبیل د ستونزو په اړه وایی چه [ ولسمشر اشرف غني د پاکستان سره دا خبری اتري پخپله خوښه نه، بلکي د امریکا متحده ایالاتو چارواکو په غوښتنه تر سره کړې دي ] که دی خپلواکی لری نو د امریکا په فشار ولی دغه غونډه کی برخه اخلی او هغه څه پکی وایی چه ورته دیکته شوی او بیا هم ورته شریفی د ملی ګټو خبره کوی ، تر دی به بله لویه بلواکی څه وایی چه هر چیری… نور لوستل »

ولی خان

له تا سو دواړو څخه مننه، خو زه چی ولس یم په چا با ور وکړم، په سیا ف ، ربا نی ، ګلبدین، ملا عمر. ملا منصور، ملا رسول. هر یو دبل لود سپیکر دی، دروس په مقابل ټول افغا ن ولس په پوره ایما نداری جها د وکړ خو تکهدار ربا نی ، سیاف، ګلبدین اوداسی نور هرڅه په اوبو لاهو او دمظلومو افغانانو دوینو په دریا ب کیی خپل بیړی چلولی، ملا صا حب به کویته کی اوسیده او فرما نونه به یی افغا نستا ن کی چلیدل، وفا ت شو دوه کا له دبل په ژع… نور لوستل »

jamil

Da e shoro da
La komi wrazi chi ghani da gholamano mashar sho no da gholam gholami e wamanala la hamhagha wrazi Afghanistan Pakistan ta wasparal sho chi da angrizano aw amricaiano awamer pa ki wachalawi.
Nabil da Rahil Sharif pa amar liri shawi di

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x