الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دو څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له احد نه وروسته نظامي عمليات

د احد غميزې د مسلمانانو لپاره منفي اغيزې درلودې. د هغوى شهرت ته يې زيان ورساوه، زور يې مات شو، د خلكو په زړونو كې يې هيبت او شوكت كم شو، له ډيرو داخلي او بهرنيو مشكلاتو سره لاس او ګريوان شول. مدينه منوره له هر لوري تر تهديد او خطر لاندې راغله، يهودانو، منافقانو او اعرابو (بدويانو – صحرايانو) خپله دښمني په ډاګه كړه. هرې يوې ډلې زيار يوست مسلمانانو ته زيان ورسوي او ختم يې كړي، بالكل يې له مينځه يوسي او له جرړو يې وباسي.

ددې غزا لا دوى مياشتې نه وې پوره شوې چې بنو اسد پر مدينه باندې د حملې تياري ونيوله. او د څلورم هجري كال د صفر په مياشت كې عضل او قاره قبيلو د مسلمانانو په خلاف توطئه جوړه كړه، لس كسه اصحاب (رضي الله عنهم) يې په شهادت ورسول. او په همدې مياشت كې د بنو عامر قبيلې پداسې يوې توطئې لاس پورې كړ چې پوره اويا كسه اصحاب (رضي الله عنهم) پكې شهيدان شول او دا پيښه د بئر معونه په نامه شهرت لري. د يهودانو بنو نضير قبيلې هم خپله دښمني په ډاګه كړه او دڅلورم هجري كال د ربيع الاول په مياشت كې يې يوه لويه توطئه جوړه كړه، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د په شهادت رسولو كوښښ يې وكړ. بنو غطفان هم جرات وكړ او د څلورم هجري كال په جمادي الاولى كې يې پر مدينه منوره د حملې پلان جوړكړ.

څرنګه چې د احد په غزا كې مسلمانانو ته تاوان اوښتى او زور يې ختلى و،ْ نو له همدې امله تر يوه وخته له خطراتو او تهديدونو سره مخ وو، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل حكمت او تدبر سره د پيښو مخه بدله كړه د مسلمانانو شان شوكت، هيبت او عظمت يې بيرته را ژوندى كړ.او پدې لار كې يې لومړنى ګام د حمراء الاسد په لور حركت او د مشركينو ځغلول ؤو پدې مدبرانه عمل سره يې د خپل لښكر شهرت او عظمت ژوندى وساته، شان او هيبت يې اعاده او خوندي كړ، يهودان او منافقان يې وويرول. ورپسې يې پداسې عملياتو لاس پورې كړ چې نه يوازې د مسلمانانو تير عظمت يې را ژوندى كړ بلكه د هغوى شان و شوكت يې نور هم پسې اوچت كړ، په راتلونكو صفحاتوكې به ددې عملياتو تفصيلات سره ولولو.

١- د ابي سلمه سريه

د احد له غزا نه وروسته تر ټولو لومړى بنو اسد بن خزيمه د مسلمانانو په خلاف راپورته شول. د مدينې منورې استخباراتو خبر تر لاسه كړ چې د خويلد زامن طلحه او سلمه له خپل قوم او نورو پيروانو سره راپورته شوي او بني اسد بن خزيمه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف جګړې ته رابولي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فوراً يو ګروپ چې شميره يې يو سل او پنځوس انصار او مهاجرين جنګيالان وو د مقابلې لپاره ورواستاوه. ابو سلمه يې ددې ګروپ امير وټاكه .بيرغ يې ورته وتاړه. او مخكې لدينه چې بنو اسد بن خزيمه په اقدام لاس پورې كړي ابو سلمه (رضي الله عنه) ورباندې حمله وكړه، کفار دومره وارخطا شول چې تيت او پرك شول، يوې خوا بلې خوا ته وتښتيدل. مسلمانانو ته ډير اوښان او پسونه په لاس ورغلل او سالمين غانمين، جوړ، روغ او له غنيمتونو سره يو ځاى مدينې ته ستانه شول او خبره جګړې ته ونه رسيده.

دا سريه د څلورم هجري كال د محرم په لومړۍ نيټه واقع شوې، او له بيرته راستنيدو وروسته د ابو سلمه (رضي الله عنه) هغه زخم چې په احد كې خوړلې ؤ وبليد په بد واوښت  او لږه موده وروسته وفات شو.(1)

٢- د عبدالله بن انيس (رضي الله عنه) سريه

د څلورم هجري كال د محرم په پنځمه د مدينې استخباراتو خبر تر لاسه كړ چې خالد بن سفيان الهذلي له مسلمانانو سره د جګړې پخاطر تياري نيسي خلك راټولوي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عبدالله بن انيس (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې لاړ شي او هغه له مينځه يوسي.

عبدالله بن انيس (رضي الله عنه) اتلس ورځې له مدينې نه غائب ؤ او د هفتې په ورځ چې د محرم مياشتې اوه ورځې پاتې وې بيرته مدينې ته پداسې حال كې راستون شو چې د خالد سر يې له ځان سره راوړى ؤ او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مخكې يې كيښود.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دى وخت كې ده ته يوه لكړه وركړه او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏هذه آية بيني وبينك يوم القيامة‏)‏.دا به د قيامت په ورځ زما او ستا تر مينځ نښه وي. او كله چې د عبدالله بن انيس (رضي الله عنه) ځنكدن شو وصيت يې  وكړ چې هغه لكړه يې په كفن كې ورسره كيښودله شي.(١)

٣- د رجيع حادثه

د همدې څلورم هجري كال د صفر په مياشت كې د عضل او قاره قبيلو څو كسان رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راغلل او عرض يې وكړ چې د دوى ځنې كسان په اسلام مشرف شوي که څوك ورسره واستوي تر څو د دين ښوونه ورته وكړي او قرآنكريم ورزده كړي! نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابن اسحاق په روايت شپږ كسان او د بخاري په روايت لس كسان ورسره واستول او د ابن اسحاق د يوه روايت په اساس يې مرثد بن ابي مرثد الغنوي مشر ورته وټاكه. او د بخاري او ابن اسحاق د بل روايت له مخې ددې ډلې مشر عاصم بن ثابت د عاصم بن عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) نيكه ؤ. اصحاب (رضي الله عنهم) ورسره روان شول او كله چې د رابغ او جدي تر مينځ د هذيل قبيلې رجيع نومې چينې ته ورسيدل، د عضل او قاره قبيلو نوموړو كسانو د هذيل قبيلې بنو لحيان څانګه ورباندې را وپاروله، تقريباً سل كسه غشي ويشتونكى ورپسې راووتل د هغوى پل يې پسې واخيست او بالاخره ور ورسيدل محاصره يې كړل. نوموړى اصحاب (رضي الله عنهم) يوې غونډۍ ته ختلي وو، مشركينو ورته وويل: زمونږ له پلوه د تاسې لپاره عهد او پيمان دى كه راكوز شوئ، نو نه مو وژنو! عاصم (رضي الله عنه) له راكوزيدو نه انكار وكړ او له خپلو ملګريو سره يې د مشركينو په خلاف جګړه پيل كړه اوه كسان يې د مشركينو په غشو په شهادت ورسيدل او يوازې درې تنه حضرت خبيب، زيد بن دثنه او يو بل صحابي (رضي الله عنهم) ژوندي پاتې شول. مشركينو يو ځل بيا د تړون او عهد يادونه ورته وكړه،  نو دوى درى واړه ورته راكوز شول، خو كفارو خپل عهدمات كړ غدر يې وكړ او درى واړه يې د خپلو لينديو په تارونو وتړل.

پدې وخت كې هغه دريم صحابي (رضي الله عنه) وويل: دا د دوى لومړنى غدر دى، نو له دوى سره له تګ نه يې انكار وكړ، هغوى كش كړ او كوښښ يې وكړ له ځان سره يې بوزي، خو ورسره لاړ نه شو نو بيا يې په شهادت ورساوه. خبيب او زيد (رضي الله عنهما) يې له ځان سره بوتلل او په مكه كې يې خرڅ كړل. دوى دواړو د بدر په غزا كې د مشركينو مشران وژلي وو. خبيب (رضي الله عنه) څه وخت په مكه كې بندي پاتې شو بالاخره يې مشركينو د وژلو فيصله وكړه او له حرم نه يې تنعيم ته بوته. او كله يې چې په دار خيژاوه نو خبيب (رضي الله عنه) ورته وويل: لږ مې پريږدئ چې دوه ركعته لمونځ وكړم. مشركينو پريښوده، دوه ركعته لمونځ يې وكړ او كله يې چې سلام وګرزاوه ويې ويل: كه تاسو دا نه ويلئ چې له مرګ نه ډاريږي، نو لمونځ به مې اوږداوه، بيا يې دعا وكړه او ويې ويل اې خدايه! ته دوى يو يو له منځه يوسې، يو، يو يې كړې بيا ټول هلاك كړې، يوه ته هم نجات ورنکړې. او ورپسې يې دا شعرونه وويل:

لقد اجمع الاحزاب حولي و البوا               قبائلهم واستجمعوا كل مجمع

خلك ډلې ډلې رانه تاو دي او خپلې قبيلې يې راباندې را ټولې كړيدي او ټولې ډلې يې راجمع كړيدي.

و قد قربوا ابناء هم و نساء هم                   و قربت من جذع طويل ممنع

خپل اولادونه او ښځې يې هم راوستلې دي او زه د خرما يوې اوږدې او مضبوطې تنې ته نژدى كړى شوى يم.

الى الله اشكو غربتي بعد كربتي               و ما جمع الاحزاب لي عند مضجعي

د خپلې بې كسۍ بې وطنۍ او غم، او د خپلې قتل ګاه شا و خوا ته ددې ډلو د راغونډيدو نه الله ته فرياد كوم.

فذا العرش صبرني على مايراد بي         فقد بضعوا لحمي و قد بؤس مطعمي

اې د عرش مالكه! دښمن چې زما په خلاف كومه اراده لري په هغه باندې صبر راكړه، دوى خو زه بوټۍ بوټۍ كړى يم او خوراك مې يې خراب كړيدى.

و قد خيروني الكفر و الموت دونه                   فقد ذرفت عيناي من غير مدمع

هغوى د كفر او مرګ تر منځ اختيار را كړئ خو مرګ له كفر نه ډير راته آسانه دى، سترګې مې له اوښكو پرته ډكې ډكې كيږي.

ولست ابالي حين اقتل مسلما                على اي شق كان في الله مضجعي

دا چې مسلمان ومرم نو پروا مې نشته چې د الله په لار كې په كومه ډډه ووژل شوم.

وذلك في ذات الاله و ان يشاء                 يبارك على اوصال شلو ممزع

دا د الله لپاره دي او كه د هغه اراده وشوه نو په بوټۍ بوټۍ او ټوټه ټوټه اندامونو كې به هم بركت واچوي.

پدې مهال ابو سفيان ورته وويل: آيا پدې خوښيږي چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دلته له مونږ سره وي مونږ يې غاړه ووهو او ته پخپل كور كې وې؟ خبيب (رضي الله عنه) وويل: نه قسم په خداى پدې هم نه يم خوښ چې زه دې پخپل كور كې وم او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې هلته وي چيرته چې تشريف لري او يو اغيزى دې تكليف ور ورسوي. بيا مشركانو په دار و خيژاوه او چاته يې وظيفه وركړه چې په جسد يې همدلته پيره وكړي. خو عمرو بن اميه الضمري (رضي الله عنه) د شپې له خوا په يوه چل د هغه مبارك جسد لدې ځاى نه اوچت كړ او خاورو ته يې وسپاره.

خبيب (رضي الله عنه) د عقبه بن الحارث په لاس شهيد كړى شو ځكه د بدر په غزا كې خبيب (رضي الله عنه) د نوموړي پلار حارث وژلى ؤ.

په صحيح بخاري كې روايت دى چې خبيب (رضي الله عنه) لومړنى شخص دى چې دمرګ په وخت كې يې د دوه ركعته لمانځه طريفه پريښې ده. او كله چې خبيب (رضي الله عنه) له مشركينو سره اسير ؤ نو پداسې حال كې ليدل شوى چې د انګورو وږى يې په لاس او انګور ورنه خوري او دا پداسې وخت او موسم كې چې په مكه كې حتى خرما هم نه موندل كيده انګور خو لا پريږده.

او زيد بن الدثنه (رضي الله عنه) صفوان بن اميه واخيست او د خپل پلار په بدل كې يې په شهادت ورساوه.

همدا راز قريشو څه كسان واستول تر څو د عاصم (رضي الله عنه) د بدن كومه داسې ټوټه راوړي چې دوى يې ورباندې وپيژني چې همدا هغه عاصم دى كوم چې د بدر په ورځ يې د مشركانو يو لوى او مهم مشر په هلاكت رسولى ؤ. خو الله تعالى د هغه په جسد يو سيل غومبسې مقررې كړې او مشركين يې پرې نه ښودل جسد ته يېلاس وروړي. حضرت عاصم (رضي الله عنه) له الله تعالى سره دا عهد كړى ؤ چې نه به كوم مشرك هغه ته لاس وروړي او نه به دى پخپله مشرك ته لاس ورنژدې كوي. او كله چې دا خبر عمر (رضي الله عنه) ته ورسيده نو ويل به يې: الله تعالى خپل مؤمن بنده پس له مرګه همداسې ساتي لكه څنګه يې چې په ژوندون ساتنه كوي.(1)

٤- د بئر معونة غميزه

په همدې مياشت كې د الرجيع له غميزې نه وروسته يوه بله لويه او ډيره دردناكه غميزه وشوه چې د بئرمعونه په غميزې سره شهرت لري.

ددې پيښې لنډه كيسه څه داسې ده: ابو براء عامر بن مالك چې په نيزه باز سره مشهور ؤ په مدينه منوره كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته راغى. رسول الله (ص اسلام ته راوباله، خو نوموړى نه په اسلام مشرف شو او نه يې بالكل رد كړ، عرض يې وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كه څو تنه اصحاب (رضي الله عنهم) د اهل نجد د دعوت لپاره واستوې كيداى شي هغوى دعوت ومني او ستا دين قبول كړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏إني أخاف عليهم أهل نجد‏)‏.زه پخپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ويريږم هسې نه د نجد خلك څه زيان ور ورسوي. ابو براء وويل: زه يې ملاتړ كوم، زه پناه وركوم، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابن اسحاق په روايت (40) او د بخاري په روايت (70) كسان د بني ساعده قبيلې د منذر بن عمرو په مشرۍ چې په المعتق ليموت (مرګ ته آزاد كړى شوي) باندې  يې شهرت درلود واستول.

نوموړي اصحاب (رضي الله عنهم) له غوره، مخورو او له ټولو نه په قرآنكريم پوهو كسانو څخه وو.  دوى      (رضي الله عنهم) چې ورسره روان شول، نو د ورځې به يې خس او لرګي راټولول خرڅول به يې او اصحاب صفه ته به يې  غله ورباندې اخيسته، قرآنكريم به يې تلاوت او تدريس كاوه او د شپې به يې د الله تعالى عبادت كاوه. پدې ترتيب سره د بئر معونه منطقې ته ورسيدل، معونه د يوه كوهي نوم ؤ چې د بني عامر او حره بني سليم (د بني سليم د ډاګ) تر مينځ پرتې ځمكه كې واقع ؤ. دوى همدلته واړول بيا يې دام سليم ورور حرام بن ملحان ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ليك وركړ چې د خداى دښمن عامر بن الطفيل ته يې ورسوي. هغه چې كله خط وروړ،كافر عامر خط ته هيڅ ونه كتل ويې نه لوست او يوه كس ته يې اشاره وكړه هغه د شا له خوا د نيزې وار پرې وكړ نيزه ترې ووته، وينۍ ورنه روانې شوې حرام چيغه كړه الله  اكبر، د كعبې په رب قسم چې بريالى شوم.

ورپسې سمدلاسه د الله تعالى دښمن (عامر) په نورو اصحابو (رضي الله عنهم) باندې د حملې پخاطر خپله قبيله راوپاروله، خو هغوى د ابو براء د پناه وركولو د احترام پخاطر د عامر خبره ونه منله. د خداى دښمن بني سليم ته ورغى او د پاتې اصحابو (رضي الله عنهم) په  خلاف يې د حملې غوښتنه ورنه وكړه. د بني سليم دريو كورنيو عصيه، رعل او ذكوان دا غوښتنه ومنله راغلل او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحاب (رضي الله عنهم) يې محاصره كړل. جګړه ونښته اصحاب (رضي الله عنهم) تر هغې پورې وجنګيدل تر څو ټول په شهادت ورسيدل يوازې كعب بن زيد بن النجار ژوندى پاتې ؤ چې زخمي د شهيدانو په مينځ كې پروت ؤ او بيا د خندق په غزا كې په شهادت ورسيد.

هلته عمرو بن اميه الضمري او منذر بن عقبه بن عامر اوښان پوول ويې ليدل چې د پيښې په ځاى مرغان ګرزي، راغلل او ويې ليدل چې جګړه روانه ده. منذر (رضي الله عنه) په جګړه ورګډ شو او له خپلو ملګرو (رضي الله عنهم) سره يو ځاى په شهادت ورسيد، خو عمرو بن اميه الضمرى (رضي الله عنه) د مشركينو په لاس اسير شو خو كله يې چې ورته وويل زه له مضر قبيلې نه يم، نو عامر يې د ټنډې څه ويښتان پرې كړل او د خپلې مور له طرفه يې چې د يوه غلام آزادول ورباندې نذر ؤ، آزاد كړ. بيا عمرو بن اميه الضمري (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى او دا دردونكې يعنې د اويا غوره كسانو د شهادت خبر يې ورته واوراوه. دغې غميزې د احد غم را تازه كاوه، خو په دومره فرق سره چې په احد كې مخامخ جګړه وه مسلمانان د جګړې په ډګر كې شهيدان شوي وو او دلته په غدر او خيانت سره په شهادت رسيدلي وو.

كله چې عمرو بن اميه الضمري (رضي الله عنه) مدينې ته روان ؤ او د قناه وادي په سر كې قرقره نومي ځاى ته ورسيد تر يوې ونې لاندې يې دمه وكړه. دلته د بني كلاب قبيلې دوه كسان هم راغلل او تر همدې ونې لاندې ويده شول. عمرو (رضي الله عنه) په دې نيت چې د خپلو ملګرو انتقام واخلي دواړه په خوب ويده ووژل، خو حقيقت دا ؤ چې لدې دواړو سره  د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پيمان او عهد موجود ؤ چې عمرو (رضي الله عنه) نه ؤ پرې خبر. كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورسيد كيسه يې ورته وكړه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏لقد قتلت قتيلين لأدِيَنَّهما‏).تا دوه داسې كسان وژلي چې زه به يې حتماً ديت وركوم، او شروع يې وكړه د دوى دواړو ديت يې له مسلمانانو او د دوى له حليفانو يهودانو نه راټولاوه. (1) او همدا پيښه بيا د بني نضير د غزا سبب شوه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې غمجنه پيښه او د رجيع په غميزه ډير زيات غمجن شو، دواړه په څو ورځو كې پيښې شوې(2).

په  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) غم او درد دومره غالب شو چې په خائنو او غدارو خلكو پسې يې ښيرې شروع كړې٣.

بخاري روايت كوي چې انس (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هغو كسانو پسې چې دده اصحاب (رضي الله عنهم) يې په بئر معونه كې په شهادت رسولي وو، پوره ديرش ورځې ښيرې كولې، د سهار په لمانځه كې به يې ورته بد دعايي كوله. رعل، ذكوان ، عصيه او لحيان ته به يې ښيرې كولې فرمايل به يې:

(‏عُصَية عَصَتْ الله ورسوله‏)‏، فأنزل الله تعالى على نبيه قرآناً قرأناه حتى نسخ بعد‏:‏ ‏‏(‏بلغوا عنا قومنا أنا لقينا ربنا فرضي عنا ورضينا عنه‏)‏ فترك رسول الله صلى الله عليه وسلم قُنُوتَه ‏.‏
[ عصيه د الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له امر نه عصيان او سركشي وكړه، تر څو الله تعالى پدې هكله په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې آيتونه رانازل كړل چې مونږ لوستل او وروسته منسوخ شول او دا آيتونه داسې وو: “زمونږ له خوا زمونږ قوم ته خبر وركړئ چې مونږ له خپل رب سر ملاقي شوو هغه له مونږ نه او مونږ له ده نه راضي يوو, لدې نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا قنوت پريښود].(٤)

٥- د بني نضير غزا

مخكې مو وويل چې د يهودانو په زړونو كې له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ اور لمبې وهلې، خو څرنګه چې هغوى د ميدان ميړونه نه وو، نو تل يې له غدر، چل، فريب او دسيسو نه كار اخيست. كينې او دښمنۍ يې زړونه سيځل، ډول ډول فتنې  او توطيې يې په كار اچولې. او د مخامخ جګړې په ځاى يې مسلمانانو ته د چل او فريب له لارې تكليفونه رسول. او سره لدې چې له مسلمانانو سره يې پيمان او عهد هم  درلود خو بيا يې هم د دوى په لار كې راز راز مشكلات راولاړول. لکن د بني قينقاع له غزا او د كعب بن اشرف له ترور نه وروسته غلي شول، وويريدل، او څه نا څه آرام شول.

د احد له غزا نه وروسته يو ځل بيا زړور شول، وخوځيدل، دښمنۍ او كينې يې راپورته شوې. د مسلمانانو په خلاف يې له منافقانو او د مكې له مشركانو سره پټې  اړيكې جوړې كړې او د اسلام په ضد يې خپله دښمني يو ځل بيا را څرګنده كړه.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى دا كړه ليدل، خو بيايې هم له صبر او زغم نه كار اخيست. مګر د رجيع او بئر معونه له پيښو نه وروسته يهودان نور هم سپين سترګي شول او ان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل توطئه يې جوړه كړه. د دې تفصيل داسې دى: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له څو تنو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د بني نضير مېنې ته ورغى تر څو هغوى د كلاب قبيلې د هغو دوو كسانو په ديت كې له معاهدې سره سم مرسته وكړي كوم چې عمرو بن اميه الضمري وژلي وو. يهودانو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل: سيي ده يا ابا القاسم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دلته تشريف كيږده تر څو ستا غوښتنه پوره كړو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يوه  ديوال خوا ته د دوى د وعدې په انتظار ناست ؤ، ابوبكر، عمر، علي او نور اصحاب (رضي الله عنهم) هم ورسره موجود وو.

يهودان سره ګوښه شول، شيطان تير ايستل او د هغې بدبختۍ خوا ته يې وبلل چې ورته ليكل شوې وه د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل توطئه يې جوړه كړه، يو بل ته يې وويل څوك به دا د ژرندې پل اوچت كړي چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په سر يې ور واچوي او له مينځه يې يوسي؟ خداى وهلي او بدبخت عمرو بن جحاش وويل دا كار زه كوم. پدې وخت كې سلام بن مشكم ورته وويل: ګورئ دا كار مه كوئ قسم په خداى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ددې توطئې خبر وركول كيږي، او دا خو د هغه تړون مخالفت هم دى كوم چې مونږ ورسره امضاء كړيدى. خو نورو يهودانو دې خبرې ته غوږ ونه نيو او د خپلې توطئې عملي كول يې پيل كړل.

په همدې شيبو كې رب العالمين جبريل امين (عليه السلام) ته امر وكړ چې ورشه او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يهودانو له توطئى نه خبر كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فوراً له خپل ځايه پاڅيد او د مدينې په لور روان شو. اصحاب (رضي الله عنهم) ورپسې ورغلل او عرض يې وكړ، تا تشريف راوړ مونږ پوه نه شوو! ده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يهودانو له توطئى نه خبر كړل.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينې ته له رسيدو سره سم محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) ته امر وكړ چې بني نضير ته ورشه او ورته ووايه:‏‏(‏اخرجوا من المدينة ولا تساكنوني بها، وقد أجلتكم عشراً، فمن وجدت بعد ذلك بها ضربت عنقه‏)‏‏. له مدينې نه ووزئ، نور دلته د اوسيدو حق نلرئ، لس ورځې مهلت دركوم، لدې نه اخوا كه هر څوك په ګوتو راغلل سر يې قلموم. يهودان مجبور شول د وتو تياري يې پيل كړه خو د منافقانو مشر عبدالله بن ابي خبر وركړ چي مه وزئ، همدلته پاتې شئ مقاومت وكړئ، زه دوه زره كسان درليږم چې له تاسې سره يو ځاى ستاسى په كلا ګانو كې، تر مرګه درنه دفاع وكړي. قرآنكريم دې مطلب ته اشاره كوي فرمايي:

((لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَداً أَبَداً وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ)) (الحشر: 11)

[كه خامخا وايستل شئ تاسې (له مدينې څخه) نو خامخا وبه وځو مونږ مونږ هرو مرو له تاسې سره او نه به منو مونږ (په ضرر د تاسې كې) د هيچا هيڅكله او كه چيرې جنګ شروع كړ شي له تاسې سره نو خامخا مدد به وكړو مونږ هرو مرو له تاسې سره.]

منافق دا هم ورته وويل: لدې نه علاوه ستاسې حليفان غطفان اوقريظه به هم ستاسې مرسته كوي. په همدې سره يهودانو زړه پيدا كړ، د مقاومت او مقابلې نيت يې وكړ. مشر يې حيي بن اخطب د منافقانو د مشر خبره ومنله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې داسې ځواب وليږه: مونږ له خپل وطنه نه وځو څه چې كوې لاس دې آزاد!

ښكاره خبره ده چې دا حالت د مسلمانانو لپاره زيات خطرناك ؤ، پداسې حساسو شيبو كې له دښمن سره مقابله آسانه نه وه. هلته ټول مشركين عرب د دوى په خلاف را پاڅيدلي وو د دوى له هيئتونو او پلاويو سره يې لوى ظلم او غدر كړى و، برسيره پر دې د بنو نضير يهودان خپله هم د زور او ځواك خاوندان وو تسليميدل يې ممكن نه بريښيدل، نو له هغوى سره جګړه ډير خطرناكه او له بدو عواقبو نه خالي نه وه. خو د رجيع او بئر معونه غميزې مسلمانان ډير حساس كړي وو د غدارانو  په خلاف يې په زړونو كې د انتقام او غچ لمبى بلې وې، نو ځكه يې فيصله وكړه چې له دې غدارانو سره به چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل توطئه يې جوړه كړې وه، مقابله او جګړه كوي نتيجې يې كه هر څه وي.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د يهودانو د مشر حيي بن اخطب ځواب ورسيد، الله اكبر يې وويل اصحابو (رضي الله عنهم) هم د تكبير ناره وكړه او د مقابلې لپاره راپورته شول. عبد الله بن ام مكتوم يې په مدينه كې خپل قائم مقام وټاكه او خپله د بنو نضير په لور روان شو. علي (رضي الله عنه) بيرغ  وړه او پدې ترتيب سره يې يهودان پخپلو كورونو كې محاصره كړل، هغوى خپلو كلا ګانو ته ننوتل او له هغه ځاى نه يې مسلمانان په تيږو او غشو ويشتل. د خرما ونې او نور باغونه هم د دوى په ګټه وو او جنګي استفاده يې ورنه كوله، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ونو او باغونو د پرې كولو او سيځلو امر صادر كړ، حسان (رضي الله عنه) دا مطلب داسې بيانوي:

و هان على سراة بني لؤئ                       حريق بالبويرة مستطير

د بني لويي د سردارانو لپاره دا آسانه خبره وه چې په بويره كې د اور لمبې ګډې شي. بويره د بنو نضير د خرما د باغونو نوم ؤ، الله تعالى پدې هكله فرمايي:

((مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَؤ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ)) (الحشر: 5)

[هغه چې پرې كوئ تاسې له تنو د ونو د (كم اصلو) خرماوو څخه يا يې پريږدئ هغه ولاړې په بيخونو خپلو باندې نو دغه (ټول) په اذن (حكم) د الله سره دى.]

په هر حال كله چې بنو نضير محاصره شول نو بنو قريظه يې مرستې ته رانغلل، عبدالله بن ابي او بنو غطفان هم نامردي ورسره وركړه د هيچا خير ور ونه رسيد، هيڅوك يې دفاع ته راپورته نه شول. او همدا وجه ده چې الله تعالى د دوى دا كيسه لدې حالت سره تشبيه كړيده او فرمايي: ((كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ)). (الحشر: 16)

[(مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې كې ) لكه مثل (كيسه) د شيطان داسې ده كله چې وايي انسان ته چې كافر شه نو كله چې (انسان) كافر شي وايي (شيطان) زه بيزار جلا (جدا) يم له تا څخه.]

محاصره يوازې شپږ شپې او په بل روايت (15) ورځې اوږده شوه، الله تعالى د يهودانو په زړونو كې ويره واچوله، حوصلې يې تنګې او ارادې يې ماتې شوې د سلامي كيدو او وسلې كيښودو فيصله يې وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې احوال وليږه: مونږ له مدينې څخه وځو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى دا غوښتنه ومنله او موافقه يې وكړه چې دوى كولې شي له خپلو اولادونو سره له مدينې نه په امن ووزي او كولى شي له وسلې پرته نور دومره سامان او كالي چې په اوښانو يې وړئ شي له ځان سره يوسي.

يهودان تسليم شول وسلې يې كيښودې او پدې شرايطو سره له مدينې نه وتل او خپل كورونه يې پخپله ړنګول. ورونه، كړكۍ حتى څنګ درۍ ، دستك او تيرونه يې هم له ځان سره وړل، ماشومان او ښځې ټول يې له ځان سره بوتلل د شپږ سوه اوښانو يوه قافله ورنه جوړه شوه او له مدينې نه په كډه شول.ځنې مشران يې لكه حيي بن اخطب او سلام بن ابي الحقيق خيبر ته لاړل، ځنې نور شام ته كډه شول يوازې دوو كسانو ورنه ايمان راوړ او هغه يامين بن عمرو او ابو سعد بن وهب ؤ چې په اسلام سره يې خپل مالونه هم وساتل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بني نضير وسله را ټوله كړه، مځكى، كورونه او جايدادونه يې قبضه كړل، په وسله كې پنځوس زغرې، پنځوس اوسپنيزې خولۍ او درى سوه څلويښت تورې شاملې وې.

د بنو نضير ځمكې، مالونه او باغونه ټول خاص د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حق ؤ او صلاحيت يې درلود چې هر ډول تصرف پكې وكړي ځانته يې پريږدي او يا يې په نورو ويشي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لدې مالونو نه خمس  (پنځه حصه) بيله نكړه ځكه دا غنيمت نه ؤ بلكه في ؤ ځكه مسلمانانو د تورې په زور نه ؤ نيولى بلكه بيله جګړې  د دوى لاس ته ورغلى ؤ، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا مالونه او ځمكې په لومړنيو مهاجرينو وويشلې او د انصارو له ډلې نه يې يوازې ابو دجانه او سهل بن حنيف ته چې فقيران وو برخه پكې وركړه. او يوه ټوټه ځمكه يې د ځان لپاره وساتله چې د خپل مبارك كور كلنى خرڅ به يې ترې پوره كاوه او كه نور څه به ورنه پاتې شول هغه به يې د جهاد په لار كې مصرفول وسله او يا آسونه به يې ورباندې تيارول.

د بنو نضير غزا د څلورم هجري كال د ربيع الاول په مياشت (625 م اګست) كې واقع شويده. الله تعالى د حشر مبارك سورت ټول د همدې غزا په هكله را نازل كړيدى او په همدې سورت سره يې د يهودانو شړل، بيان كړي. له منافقانو نه يې پردې اوچتې كړى، هغوى يې افشا كړي، د في احكام يې ښوولي، د انصارو او مهاجرينو ستاينه يې كړى. او د جنګي اهدافو پخاطر يې د ونو او باغونو پرې كول او سيځل جائز بللي او مسلمانانو ته يې د تقوى او آخرت ته د تيارۍ امر كړى، او په پاى كې يې خپله ثنا بيان كړى، حمد او صفت يې ويلى او خپل مبارك نومونه او صفات يې ياد كړيدي. ابن عباس (رضي الله عنهما) به د حشر سورت ته د بنو نضير سورت هم وايه.(1)

٦- د نجد غزا

د بنو نضير په غزا كې له قربانۍ او سخت كړاو نه پرته د مسلمانانو په دې لوى بري سره په مدينه كې د اسلام حكم نور هم مضبوط شو. واكمني يې نوره هم كلكه شوه. منافقان وويريدل، ذليل شول د ښكاره دښمنۍ توان ورنه لاړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ددې فرصت په لاس ورغى چې د هغو اعرابو (بدويانو) د تصفيې لپاره اقدام وكړي كوم چې له احد نه وروسته يې مسلمانانو ته تكليفونه رسول، د اسلام داعيان يې په ډيره نامردۍ او ظالمانه طريقې سره په شهادت رسولي وو او داسې زړه ور شوي وو چې ان پر مدينه باندې يې د حملې سوچونه كول٢.

مخكې لدينه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې غدارانو او عهد ماتونكو د تاديب او غوږ تاوولو لپاره كوم عملي اقدام وكړي د مدينې استخباراتو خبر وركړ چې د بنو غطفان قبيلې دوې كورنۍ بني محارب او بنو ثعلبه د جګړې لپاره تياري نيسي. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فيصله وكړه چې د نجد بدويانو او اعرابو ته د عبرت درس وركړي، روان شو او د نجد په صحراګانو كې تر ليرې گ ليرې گ پورې لاړ تر څو ددې سخت زړو، عهد ماتوونكو بدويانو په مينځ كې ويره واچوي او داسې يې وډار كړي چې بيا د تير په شان د عهد ماتولو، غدر او خيانت كولو جرات شانته هم ونكړي.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې ناڅاپي حملې د خبر په اوريدو سره هغه اعراب چې د قتل او غارت، غلا او لوټمار لپاره يې تيارۍ نيولې ټول وتښتيدل او د غرو په څوكو كې پټ شول. پدې ترتيب سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا غداران او لوټماران وويرول او خپله بيرته په امن او سلامتۍ سره  مدينې ته راستون شو.

اهل السير (سيرت ليكونكو) په دې سلسله كې د ذات الرقاع په نامه يوه غزا ياد كړيده چې د څلورم هجري كال د ربيع الثاني او يا جمادي الاولى په مياشت كې په نجد كې شويده. پدې كې هيڅ شك نشته چې په دې وخت كې دې دا غزا شوې وي، ځكه د مدينې د شرائطو تقاضا هم دا وه چې بايد په دى وخت كې اعرابو ته درس  وركړى شوى واى ځكه د ابو سفيان سره د وعدې په اساس  د بدر د راتلونكې غزا وخت رارسيدونكى ؤ.

او مخكې لدينه چې د اعرابو (بدويانو) غوږونه تاو شي زور يې مات شي او وويرول شي د مشركانو مقابلې ته وتل او مدينه همداسې خوشي پريښودل د كاميابې جنګي استراتيژۍ خلاف وه او لازمه وه چې لومړى بايد ددې لوټمارانو لاس ورلنډ شي او بيا د ابو سفيان د لښكر مقابلې ته ووزي. خو د دوى (سيرت ليكونكو) دا خبره سيي نده چې د څلورم هجري كال په ربيع الثاني او يا جمادي الاولى كې پيښه شوې غزا د ذات الرقاع غزا ده، ځكه د ذات الرقاع په غزا كې ابو هريره او ابو موسى اشعري (رضي الله عنهما) هم برخه درلودله او ابو هريره (رضي الله عنه) خو د خيبر غزا نه څو ورځې مخكې ايمان راوړى همدا راز ابو موسى اشعري (رضي الله عنه) په يمن كې په اسلام مشرف شو، بيا په كښتۍ كې سپور شو چې كښتۍ يې د حبشې په ساحل كې ودريده او بيا له حبشې نه هغه وخت راغى كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خيبر كې تشريف درلود. نو پدې اساس د ذات الرقاع غزا له خيبر نه وروسته پيښه شويده.

او پدې هكله بل دليل دا دى چې د ذات الرقاع غزا په وخت رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خوف  (ويرې) لمونځ ادا كړيدى او د خوف لمونځ د لومړي ځل لپاره د عسفان د غزا په وخت روا شويدى او دا ثابته ده چې د عسفان غزا له خندق غزا نه وروسته وه او د خندق غزا خود پنځم هجري كال په وروستيو كې پيښه شويده، نو پدې اساس د ذات الرقاع غزا په څلورم هجري كال كې نه ده واقع شوي.

٧- د بدر دوهمه غزا

وروسته لدې چې مسلمانانو د بدويانو (كوچيانو) لوټمارانو غرور مات كړ، غوږونه يې ورتاو كړل او د دوى له شرنه يې ځانونه ډاډه كړل، نو له خپل لوى دښمن (قريشو) سره يې د مقابلې تياري شروع كړه ځكه كال مخ په پوره کيدو ؤ او د احد په ميدان كې له مشركينو سره د شوې وعدې ورځې رارسيدونكې وې. او دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) حق ؤ چې د ابو سفيان د لښكر مخې ته ورووزي او د داسې يوې جګړې ميدان ته ودانګي چې ګټه به يې د هغه چا وي چې د بقاء وړ او له مقابل لوري نه د اهليت او هدايت له پلوه وړاندې وي.

په همدې اساس د څلورم هجري كال د شعبان چې د (626م) كال له جنوري سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له (1500) كسانو سره چې لس آسان هم ورسره وو د جنګ په لور روان شو. (علم) بيرغ يې علي (رضي الله عنه) ته وركړ، عبدالله بن رواحه يې په مدينه كې خپل قائم مقام وټاكه، او مخكې لاړ تر څو بدر ته ورسيد هملته يې واړول او د مشركانو د راتګ انتظار يې يوست. ابو سفيان زړه نا زړه له دوو زرو كسانو او پنځوسو آسونو سره له مكې نه را روان شو او له مكې نه يو بړاو ليرې گ مرالظهران وادي ته ورسيد او له مجنه چينې سره يې واړول.

ابو سفيان ان په مكه كې سوچونو اخيستى ؤ له مسلمانانو سره د مقابلې انجام ته انديښمن ؤ، زړه يې درزيده، ويرې اخيستى ؤ، خو مر الظهران ته له رسيدو وروسته نور هم وډار شو، اراده يې كمزورې شوه، زړه يې ولويد، د په شا تګ بهانې يې جوړې كړې خپلو ملګرو ته يې وويل: اې قريشو! جنګ هغه وخت ښه دى چې آبادي او پريماني وي مالونه مو هم ماړه وي او تاسو ته هم شيدې در رسيږي، دا كال خو وچ كال دى هيڅ هم نشته، نو زه خو بيرته ګرځم راځئ تاسې هم په شا تاو شئ.

داسې ښكاري لكه چې د نور لښكر په زړونو كې هم ويره موجوده وه ځكه ددې رايې په اوريدو سره ټول وګرځيدل هيچا هم مخالفت ونكړ او چا هم له مسلمانانو سره د مقابلې په خبره تاكيد ونكړ.

مسلمانان اته ورځې د بدر په ميدان كې وو د دښمن د راتګ انتظار يې يوست، خپل تجارتي مالونه يې په ښه ګټه يو په دوه خرڅ كړل او بيا مدينې ته پداسې حال كې روان شول چې يو ځل يې بيا برلاسي په برخه شوې، حالات يې تر كنترول لاندې راوستي او هيبت يې د خلكو په زړونو كې بيا ځاى نيولى او په اوضاع مسلط شوي دي. دا غزا د بدر موعد، دوهم بدر، بدر الاخره، او بدر الصغرى په نومونو شهرت لري.(1)

٨- د دومة الجندل غزا

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له بدر نه تشريف راوړ هرې خوا ته امن او آرامي وه، د اسلامي دولت په ټولو برخو كې پوره ډاډ او اطمينان حاكم ؤ. همدا وه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توجه د عربو د ليرې  ليرې گ پولو خواته واوښته، اراده يې وكړه هلته هم بايد د مسلمانانو غلبه وي، تر څو دوستان او دښمنان ټول د دوى په وجود اعتراف وكړي. له بدر صغرى نه وروسته شپږ مياشتې په مدينه كې پاتې شو، پدې وخت كې خبر راغى چې د دومه الجندل شا و خوا ته پرتې قبيلې لارې شو كوي او خلك لوټي، زيات شمير كسان يې راټول كړي او پر مدينه د حملې تياري نيسي. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مدينه كې سباع بن عرفطه الغفاري خپل قائم مقام وټاكه او پخپله له زرو كسانو سره، د پنځم هجري كال د ربيع الاول په 25 د دومه الجندل په لور وخوځيد د بني عذره قبيلې مذكور نامى يو كس يې لاروي ونيو او روان شو.

پدې غزا كې به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شپې مزل كاوه او د ورځې به يې پدې خاطر دمه كوله چې دښمن اغفال او ناڅاپي حمله ورباندې وكړي. كله چې ورنژدې شو نو معلومه شوه چې د لارې شوکونکي لدې ځايه تللي، نو د هغوى په رمو او شپنو يې حمله وكړه، ځنې يې ورنه ونيول او نور وتښتيدل. د دومه الجندل اوسيدونكي ټول يوې خوا بلې خوا ته وتښتيدل او كله چې مسلمانان ورغلل نو هيڅوك هم په ګوته ورنه غلل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څو ورځې دلته پاتې شو جنګي ګروپونه يې يوې خوا بلې خوا ته واستول خو بيا هم څوك په لاس ورنه غلل، بالاخره بيرته مدينې ته ستون شو.  په دې غزا كې يې له عيينه بن حصن سره سوله او مصالحه هم وكړه. دومه الجندل د – دال په پيښ – د شام په پولو کې يوه سيمه ده چې له دمشق نه د پنځو شپو مزل او له مدينې نه د 15 شپو په اندازه ليرې گ پرته ده.

پدې چټكو او ناڅاپي حملو او دې حكيمانه او مدبرانه پلان او سياست سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وتوانيد هرې خوا ته امن او آرامي خوره كړي، حالات په قابو كې وساتي. او د زمانې مخه د مسلمانانو په ګټه بدله كړي، داخلي او خارجي مشكلات چې له هرې خوا ورنه را تاو وو يو په بل پسې له مينځه يوسي، د منافقانو كږې خولې ورسمې كړي، غږ يې غلى كړي. همدا راز يې د يهودانو يوې كورنۍ (بنو نضير) نه د هغوى د كړو سزا وركړه له مدينې نه يې وشړله او نورې يې داسې پاتې شوې چې د تړون او عهد پابندې وې د ګاونډيتوب حقوق يې مراعاتول. همدا راز بدويان، كوچيان او اعراب هم ډير وډار شول ارادې يې كمزورې شوې، غرور يې مات شو، قريشو په مسلمانانو د حملې فكرونه له زړه نه وايستل، او مسلمانانو ته دا فرصت په لاس ورغى چې خلك د الله تعالى دين ته راوبولي او د اسلام رڼا تورو زړونو ته ورسوي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د