نړۍ

ټاپي پروژه نن رسما پيل شوه

له ترکمنستانه، د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو نل ليکې پروژه نن يکشنبه ترکمنستان کې رسما پيل شوه.

د ټاپي پروژې پرانستونکې غونډه کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي برد محمدوف، د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د هند مرستيال ولسمشر حميد انصاري ګډون درلود.

دا غونډه د ترکمنستان په جنوب لويديځ ماري ښار کې وشوه.

پرانستونکې غونډې ته ترکمن ولسمشر وويل، چې دا پروژه به د ۲۰۱۹م کال تر پايه بشپړه شي او دا نل ليکه به ۳۳ ميليارده مکعبه ګاز د لېږدولو توان ولري.

د دې پروژې پرېکړه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شوی و، مګر هغه مهال امريکا او نړيوالې ټولنې پر افغانستان بنديزونه ولګول، چې له امله يې دغه پروژه هم په ټپه ودرېده.

اقتصاد پوهان وايي، چې ټاپي پروژه د افغانستان امنيت او اقتصاد لپاره ښه زرين چانس دی، چې له امله يې لږ تر لږه دوولس زره افغانان په دندو وګومارل شي او ورسره به هېواد کې سوله، امنيت او اقتصادي پرمختګ هم رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x