fbpx
د ګامبیا نقشه
د ګامبیا نقشه

ګامبیا «اسلامي جمهوريت» اعلان سو

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال : عبدالمالک همت

ګامبیا چي يوولس زره دوه سوه پنځه نوی کیلو متره مساحت لري او پلازمېنه يې د بانجول ښار دی، د افريقا د وچي په لوېديز ساحل کي پرته ده. دغه هيواد د ۳۲۰ کيلو مترو په اوږدوالي، له ختيځ څخه د لوېديځ خواته د يوې نرۍ تراډي غوندي د سنيګال هيواد په دننه کي واقع دی او په لوېديځ کي د يوې تراډي له لاري د شمالي اتلانتيک سمندر سره نښلي.

د لومړي ځل لپاره ، له ميلاد څخه ۴۷۰ کاله د مخه فنيقيانو دغه هيواد چی لرغونی تاريخ لري وپېژاند. په پنځمه او شپږمه ميلادي پېړۍ کي د ګامبيا او سنيګال لویه برخه د ګانا د امپراتورۍ برخه ګڼل کېده. بیا دغه امپراتوري له منځه ولاړه او پرځای يې د سونګای هيواد رامنځ ته سو او ګامبيا د دغه هيواد سره يوځای سوه. تاريخونه وايي چي د سونګای واکمنان په اسلام مشرف سول او بیا يې په ټول ځواک د اسلام خپرېدو ته ملا وتړل.

خولکه چي د نړۍ هينداره (افريقا) په دوهم ټوک ۴۵۷ مخ کي وايي: د اسلام سپېڅلی دين په ګامبیا کي د ۱۱ ـ ۱۴ پېړيو په اوږدو کي خپور سو.

دغه هيواد په ۱۴۵۵ ع.کال پرتګاليانو ونيو. وروسته په ۱۷۶۵ع.کال د برتانيې ښکېلاک پر دغه هيواد خېټه واچول. بیا انګرېزانو په ۱۹۶۳کال ګامبيا ته کورواکي ورکړه. بیا دوه کاله وروسته د دې هيواد بشپړه خپلواکي اعلان سوه.

دغه هيواد د ۲۰۰۷ کال د سر شمېرني له مخي يو مليون اووه سوه زره نفوس لري. چي نوي سلنه يې سني مذهبه مسلمانان، نهه سلنه يې مسيحيان او پاته يې انيميست(د سيمه ييزي پخوانۍ عقيدې خاوندان) دي.

تراوسه يې رسمي ژبه انګرېزي ده، خو د دغه هيواد اوسني ولسمشر یحیی عبدالعزیز جامه په ۲۰۱۴ کال کي وويل چي له انګرېزي ژبي څخه به د رسمي ژبي په توګه ګټّه اخيستنه پای ته ورسيږي، ځکه دا د ښکېلاک ميراث باله سي او موږ هوډ کړی دی چي په خپله ژبه خبري وکړو.

یحیی عبدالعزیز جامه په ۱۹۹۴ کال د يوې پوځي کودتا په کولو سره د ګامبيا واک په لاس کي واخيست.  په ۲۰۰۶ کال يې د خپلي ولسمشرۍ درېیمه دوره پيل کړه او تراوسه د دغه هيواد ولسمشر دی.

تر اوسه د دغه هيواد رسمي نوم Republic of Gambia  (د ګامبيا جمهوريت) وو. خو د روان کال د لېندۍ پر ۲۱مه د جمعې په ورځ نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چي  یحیی جامه د دغه هيواد حکومتي نظام اسلامي جمهوريت اعلام کړ، څو ګامبیا پس له دې تر پاکستان، افغانستان، موريتانيې او ايران وروسته د نړۍ پنځم ”اسلامي جمهوريت“ وي.

ښاغلي جامه د دغه هيواد دولتي ټلويزيون ته وويل: د دغه هيواد اسلامي جمهوريت اعلامېده د دې هيواد د اسلامي ارزښتونو او هويت سره په سمون کي سوي دي. هغه زياته کړه: دې ته په پاملرنه چي د دې هيواد زياتره خلک مسلمانان دي، نو ګامبيا نه سي کولای ښکېلاکي قوانینو ته دوام ورکړي.

یحیی جامه ټينګار وکړ چي د دې هيواد پر اتباعو به کوم ځانګړی پوښښ ونه تپل سي او د نورو ټولو ادیانو پیروان به اجازه ولري چي په آزادانه ټوګه د خپلو دينونو له لارښوونو څخه پیروي وکړي.

یحیی عبدالعزیز جامه په تېرو ۲۱ کالو کي د ګامبيا ولسمشر دی او په ۲۰۱۳ کال يې ګامبیا د مشترک المنافع هيوادونو له ډلي څخه وايستل.

د فرانسې د خبري آژانس په قول د ګامبیا ولسمشر فرانسې ته د سفر پرمهال کله چي اليزه ماڼۍ ته ننوتی او د دغه هيواد د ولسمشر فرانسوا اولاند سره يې کتل قرآن کريم يې په لاس کي نیولی وو.

د فرانسې د خبري آژانس په قول د ګامبیا ولسمشر فرانسې ته د سفر پرمهال کله چي اليزه ماڼۍ ته ننوتی او د دغه هيواد د ولسمشر فرانسوا اولاند سره يې کتل قرآن کريم يې په لاس کي نیولی وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د