شعـــــرونه

(ژوند دغیرت خوښو )

مونږدسبا په تمه نن دحریت خـــــــــــــــــوښـــوو
ژوند دغیرت خوښوو مرګ دشهادت خـــــــوښوو

نه یو ده ډول اوسینــګار اواتڼونــــــــــــــــوزلمي
دتن په سرووینو ځانونوته زینت خوښــــــــــــوو
هره شیبه په یاالله اوالله هــــــــــــــــــــــــــوتیروو

په رپ دسترګو کې دیدار دمحبت خوښــــــــــوو
 
ددنیاګئ له هرمنسبه بې پروا یو مـــــــــــــــونږه
پاکه سپيڅلې زندګي تل دجنت خوښــــــــــــــــــوو
 
ببر سرونه لوڅی پښې ګردووهلې څڼــــــــــــــې
کاڼو اغزیو غرورغوکې خپل عزت خوښـــــــوو
 
دغلامۍ له تخت اوتاج اوبادشاهۍ ځینې مـــــونږ
په دارسرونه مـرګ هردم اوهرساعت خـوښـوو
 
حبیبی واړه دسنګر اوده مورچـــــــل زلمي یو
تورې په لاس ټوپک په غاړه ننګ غیرت خوښوو
—–
حبیبی وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x