ټاپي پروژه
د ټاپي پروژې د پرانیستني مراسم

آیا د ټاپی پروژه به د طالبانو له موافقې پرته کامیابه شي …؟

لیکنه :  موسی فرهاد

نن په عشق آباد کې د ټاپې په نوم پروژه رسماً وروسته له هغه پرانیستل شوه ، چې څو ورځي وړاندي په اسلام آباد کې د هارټ آف ایشیا کنفرانس په ترځ کې ورباندي ګونګه موافقه شوي وه .

پرته له دې چې پر امکاناتو او جانبي عوارضو یې خبري وشي او همدا رنګه پرته له دې چې له تفصیلاتو نه یې د اړوندو هیوادونو ولسونه خبر شي ؛ په اضطراري ډول یې د پیل کیدلو تابیا وشوه او د ترکمنستان ، هند ، پاکستان او افغانستان د مشرانو په لاسلیک رسماً افتتاح شوه .

دې کې شک نشته چې دا پروژه لکه څرنګه چې نورو ته ګټوره ده ، د افغانستان لپاره ډېر حیاتي ارزښت لري ، دا یوه تاریخی اقتصادي پروژه ده ، د هیواد د لویدلي اقتصاد سره به تر ډېره حده پوري مرسته وکړي . همدارنګه د ټیکاو لپاره به یې هم اثرات ډېر مثبت وي .

 په لومړي ځل دا پروژه کله پیل شوه  ؟

د دې پروژې بنسټ اصلاٌ طالبانو د خپلي واکمنۍ پرمهال ایښی ، طالبانو لومړی له بریډاس او بیا له یونیکال کمپنۍ سره په دې اړه قرارداد ته ډېر نژدې شوي وو خو د امریکا مداخلې او د امنیت شورا بندیزونو یي په وړاندي خنډونه ایجاد کړل .

وتلي لیکوال عبدالرحیم ثاقب پخپل کتاب کې؛ چې د طالبانو په اړه یې لیکلی ؛ د طالبانو د دغه پروتوکول په اړه ، چې له یونیکال کمپنۍ سره به ورباندي توافق کیده ؛ خورا تفصیلي بحث کړي  چې د نوموړي د کتاب په استناد د هغه قرارداد څو مهمي مادې په لاندي ډول دي:

۱-  په دې ستره پروژه کې کار کونکي به له مسلکي کسانو پرته نور ټول افغانان وي چې په دې توګه به ۶۰ زرو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي .

۲-  نل لیکه به تر دیرشو کلونو پورې د پروژه تطبیقوونکي شرکت ملکیت وي افغانستان ته به د هر متر مکعب پر سر ټرانزیټ فیس ورکوي چې دکال بیه یې ۳۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږی.

۳-  افغانستان کولای شي د دې نل لیکې له لارې خپل ګاز بهر ته صادر کړی، البته دیرش کاله وروسته به نل لیکه په بشپړ ډول د افغانستان ملکیت وي

۴-  له نل لیکې سره شاوخوا په دیرش کیلومترۍ کې پرتو ټولو کلیو ته به ګاز ورکوي او د ضروت په ځایونو کې به د انرژۍ د تولید توربینونه نصب او له هغو څخه به نیږدي سیمو ته انرژي تقسیم شي

۵-  له شبرغان څخه به یوه نل لیکه له دې عمومي نل لیکې سره وصلیږي ، او له هغې څخه به د کندهار او کابل ښارونوته فرعي نل لیکې غزول کيږي

۶-  له افغانستان سره به د نفتو او تیلو د څاګانو په بیا رغونه او پاکولو کې مرسته کوي، د شبرغان دګازو تصفیه خانې به ترمیموي، او همدې ته ورته نورې په لس ګونو وړې او عام المنفعه پروژې به په کار اچوي.

متاسفانه چې له طالبانو سره د امریکي او د هغې د ملګرو د سیاسي مخالفتونو په وجه دغه پروژه عملي کیدلو ته پرینښودله شوه .

د پروژې نوی پیل ..!

اوس چې د ټاپې پروژه د څلورو اړخونو ترمنځ پیل شوه ، او تراوسه دا نه ده څرګنده شوي چې د طالبانو نظر پکي پوښتل شوی کنه ؟. خو د ارګ له نني بیانه داسی ښکاري چې هغوی له دې سره مخالفت لري چې د طالبانو توافق ترلاسه کړي . که داسي وي ، نو زه  فکر کوم چې داځل هم اشرف غني سیاسي ترجیحاتو ته تر اقتصادي ګټي ډېره پاملرنه کړي ده.

ډیری شنونکي دا حقیقت روښانه ګڼي چې دا پروژه د طالبانو له توافق پرته د کامیابۍ هیڅ چانس نلري. که څه هم پرون بی بی سي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف نظر پوښتلی و چې ویل یې په دې اړه به د طالبانو نظر اخیستل کیږی ځکه چې دا نل لیکه ټوله په هغه سیمه کې تیریږي چې د طالبانو ولکه ورباندي زیاته ده .

خو نن له ارګ څخه په یوه خپره شوي بیانیه کې دا بیځایه څرګندونه وبلل شوه ، مانا داچې اشرف غني او د هغه اداره دې ته تیاره نه ده ، چې د طالبانو نظر واخلي او د هغوی توافق ترلاسه کړي ، ځکه چې دوی طالبان د ځان سیاسی رقیب ګڼي .  مګر کتونکي وایی چې دا ډول ناسمو ملحوظاتو او سیاسي دښمنیو پخوا هم د دې کار مخه ډب کړي وه ، اوس هم اشرف غني د افغانستان د ګټو پرځای سیاسي رقابت ته ترجیح ورکوي .

د طالبانو احتمالي موقف ..!

زه فکر کوم چې د طالبانو توافق ترلاسه کول د دې پروژې د سل فیصده  بریالیتوب چانس کیدلای شي. ځکه چې دا نل لیکه اتیا په سلو کې په هغو سیمو کې تیریږي چېري چې طالبان په مکمل ډول تسلط لري . زما د مالوماتو په آساس طالبان به له دې موافقي سره په هغه صورت کې توافق وکړي چې هغوی د یو مسئول جهت په توګه وپوښتل شي ، د تړون ټول محتویات له هغوی سره شریک شي ، چې دا د هغوی مسلم حق هم دی . یو داچې د دې پروژې د امنیت اړخ ټول له طالبانو سره تعلق لري او بل داچې د ټاپې لومړۍ آساس ګذاري  هم طالبانو کړي . نو که د دوی غوښتني ومنل شي او  دا ورته ثابته شي چې واقعاً یاده پروژه په هغو معیارونو برابره ده چې هغه د افغانستان د ولس په ګټه وي .

نو زه ګمان کوم چې طالبان به وروسته له هغه چې د دوی ملحوظات ، په نظر کې ونیول شي ؛ خپل ټول توان به په کار واچوي چې نوموړی پروجیکټ په کامیابۍ سره سر ته ورسیږي .

البته که چیري د هغوی نظر ونه پوښتل شي ، او د پروژې محتویات له طالبانو سره شریک نشي ، زه فکر نه کوم چې طالبان دې د هغه تائید وکړي . او ظاهره خبره ده چې د طالبانو له ملاتړ پرته یاده پروژه د کامیابۍ چانس نلري . او نه هغه هیوادونه چې د دې پروژې غړي دي ؛ بیا دې ته زړه ښه کوي چې د طالبانو له مخالفت سره سره دې پروژه جاري وساتي .

 د کابل د ملي ګډي ادارې مسئولیت

د ټاپې پروژه چونکه د افغانستان لپاره یوه ډېره ارزښتناکه او ګټوره اقتصادي پروژه ده ، که رښتیا هم اشرف غني او د هغه ټیم د افغانستان د خیر ښیګڼي فکر لري ، نو له خپل بیځایه غروره او سیاسي رقابته به لاس په سر کیږي ، د سولي او نورو موضوعاتو په څیر به دلته هم ناسنجیده حرکات نه کوي ، دا حقیقت به تسلیموي چې په دې پروژه کې ترټول مهم اړخ طالبان دي ، د هغوی توافق او نظر ته به په هرصورت غاړه ږدي . که داسی نه کوي نو ګویا د ملی یووالي حکومت اصلاً اراده نلري چې دا پروژه دي کامیابه شي ، د نورو پروژو په څیر فقط د ولس د تیرایستلو او د پردیو د سیاستونو لوبي کوي . چې دا هیڅکله د افغانستان په خیر نه دی . او نه د دې پروژې په کامیابۍ او ناکامۍ کې دوی خپلي ناوړه سیاسی موخي ترلاسه کولای شي .

پای …………………..!
2015-12-13

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د