
د ټاپي پروژه
قاري سعيد
ټاپي پروژه بې له شکه د افغانستان په تاریخ کې ستره اقتصادي پروژه ده چې د تطبیق لومړی ګام یي طالبانو د خپل تحریک په وخت د کابل له نیولو مخکې اخیستی و هغه مهال چې طالبان لومړی له بریداس او بیا له یونیکال کمپنۍ سره په دې اړه د قرارداد په هڅه کې و خو د امریکا مداخلې او د امنیت شورا بندیزونه یي مخه ډب کړه طالبانو له خپله جانبه د قرارداد لپاره لاندې رؤس الاقلام په نظر کې درلودل.
۱- په دې ستره پروژه کې کار کونکي به له مسلکي کسانو پرته نور ټول افغانان وي چې په دې توګه به ۶۰ زرو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
۲- نل لیکه به تر دیرشو کلونو پورې د پروزه تطبیقوونکي شرکت ملکیت وي افغانستان ته به د هر متر مکعب په سر ترانزیت فیس ورکوي چې دکال بیه یې ۳۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږی.
۳- افغانستان کولای شي د دې نل لیکې له لارې خپل ګاز بهر ته صادر کړی، البته دیرش کاله وروسته به نل لیکه په بشپړ ډول د افغانستان ملکیت وي.
۴- له نل لیکې سره شاوخوا په دیرش کیلومترۍ کې پرتو ټولو کلیو ته به ګاز ورکوي او د ضروت په ځایونو کې به د انرژي د تولید توربینونه نصب او له هغو څخه به نیږدي سیمو ته انرژي تقسیم شي.
۵- له شبرغان څخه به یوه نل لیکه له دې عمومي نل لیکې سره وصلیږي ، او له هغې څخه به د کندهار او کابل ښارونوته فرعي نل لیکې غزول کيږي.
۶- له افغانستان سره به د نفتو او تیلو د څاګانو په بیا رغونه او پاکولو کې مرسته کوي، د شبرغان دګازو تصفیه خانې به ترمیموي، او همدې ته ورته نورې په لس ګونو وړې او عام المنفعه پروژې به په کار اچوي.
(معلومه نه ده چې اشرف غني په کومو شرایطو دغه قراداد امضاء کړی دی)