افغانستان

ټاپي پروژه؛ هيلې او اندېښنې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): پرون – یکشنبه – د افغانستان، هند، پاکستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو له لوري د ټاپي پروژه رسماً پرانيستل شوه.

تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د دې پروژې د تکمیل ژمنه شوې ده، چې د ګازو ۱۷۰۰ کيلومتره اوږده نل ليکه به له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ۲۷ ميليارده مکعبه ګاز صادر کړل شيږ

افغانانو د دې پروژې پر پرانیسته خوښي ښوودلي او په خواله رسنیو کې يې د دې پروژې پیل د هېواد د اقتصاد او امنیت د ښه کېدو زېری بللی دی.

ليکوال ذاکر جلالي پخپله فیسبوک پاڼه ليکي چې د دې پروژې په تطبیق سره به افغانستان د د سیمې د پيوستون پر محور بدل شي: «افغانستان له کلونو راهیسې په سیمه کې د پيوستون پرې شوې برخه یا (Missing Link) دی. له دې لارې د سیمه ییزو ځواکونو ګټې د افغانستان په سوله او ثبات پورې تړل کېږي. کله چې د افغانستان امنیت او ثبات باوري شي، افغانستان به د سیمې د انرژۍ او اقتصادي تولیداتو د مسیر مهمه برخه وګرځي او سیمه ییز ستر قدرتونه به پانګونې ته زړه ښه کړي.»

د نديم توخي په نوم په خواله رسنیو کې فعال هم ورته نظر لري د هغه په نظر د هېواد د امنیت لپاره د دې پروژې تطبیق ځکه هیله بښونکی دی، چې د پاکستان او هند دواړو ګټې پکې شريکې دي: «په دغه پروژه کې د افغانستان په نیابتي جګړه د متهمو پاکستان او هندوستان ګټې هم سره ګډې دي او د دواړو هیوادونو دغه ګټې بیا په سولییز افغانستان کې خوندي دي، نو تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به د سولییز افغانستان لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.»

خیرالله شينواری بیا له سولې پرته د دې پروژې د تطبیق لپاره د يو جوړ جاړي هیله ښيي: «د ټاپي پروژې د طرحې او پلان ابتکار کلونه پخوا د طالبانو وه او اوس طالبانو په کراتو د عام المنفعه پروژو د امنیتي تضمین په برخه کې ژمنې کړي، د ګازو دغه ستره نل لیکه له داسې سیمو تېرېږي چې ډیرې برخې یې د دوی تر کنترول لاندې دي، تر هغو چې د سولې مذاکرات پیل او بریالي کېږي باید په دغه څانګه کې هم دوه طرفه موافقه وشي چې له کلونو را پدېخوا دا په ټپه ولاړه پروژه نور په خپله مخه روانه شي تر څو د هیواد په سوکالۍ کې او نېکمرغۍ کې ټولو په خپل وار د مسولیت احساس او خپله دنده اجرا کړي وي.»

د عبدالحنان همت په نوم په یو تن بیا ليکې چې د امريکا یرغل نه وای، ښايي دا ستره اقتصادي پروژه د افغانستان اسلامي امارت په مهال تطبیق شوې وای: «دادی بالاخره د اسلامي امارت هغه لوړه اقتصادي پروژه ټاپي نن افتتاح شوه هغه چې ۱۷ کاله مخکي یې طالبانو پلان ګذاري کړې وه له برېډاس او یو نیکال کمپنیوسره یې د تکمیل لپاره خبره روانه وه که چیرته پر اسلامي امارت اقتصادي بندیزونه نه وایې لګیدلي او یا امرکایې یرغل نه وای شوی طالبانو به په ډیر کم وخت کې دا پروژه تکمیل کړې وای.»

په امنیتي برخه کې د قاري سعيد په نوم بل تن هم ورته نظر لري: «ټاپي پروژه تر ۹۰ فیصده زیاته برخه د طالبانو د واک په ساحه کې تطبیقیږي نو ځکه به له طالبانو سره له غوږ جنګولو پرته ددې پروژې د تطبیق خیال او خوب لیونتوب وي.»

نوموړی وړاندې زياتوي، چې طالبان اوس هم پخپلو سیمو کې د عام المنفعه پروژو له شرکتونو سره توافق کولی شي، نو د ګټو د تضمین په شرط ښايي له دې پروژې سره هم توافق وکړي او د ده په وينا: «د دې پروژې د تطبیق یوه نغده ګټه دا ده چې افغانستان به د پاکستان له یو اړخیز احتیاج څخه خلاص شي او بالمقابل به د پاکستان او هند لکۍ هم د افغانانو تر پښه لاندې شي.»

د دې پروژې په تطیبق سره به شاوخواو ۱۲۰۰۰ تنو افغانانو ته کار پیدا شي او د پروژې له ۲۷ میلیارده متره مکعب ګاز څخه به دوه میلیارده متره مکعب ګاز په افغانستان کې مصرفېږي پر دې سربېره به هر کال له دې پروژې نه ۵۰۰ ميلیونه ډالره د ګاز د ټرانزیټ څخه تر لاسه کېږي.

د اميد فردا په نوم یو تن بیا اندېښنه ښيي چې له دې پروژې څخه لاس ته راغلې پیسې به هم د فساد ښکار وي کنه: «زه بیا په دې ویریږم چې له ټاپي پروژې تر لاسه کیدونکې د کال ۵۰۰ملیونه ډالر امریکایان را نه یو نه سي وايي به چې د کابل په اداره کې فساد دی او مونږ دا پیسې د افغانانو راتلونکو نسلونو ته ساتو .»

تر اوسه طالبانو د دې پروژې په اړه خپل نظر رسماً نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x