نیوزیلینډ، سریلانکا ته په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د سریلانکا او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د دوو ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه نن پای ته ورسیده. نیوزیلینډ دغې لوبې کې سریلانکا ته په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او د نیوزیلینډ لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د نیوزیلینډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۳۱ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره په لومړی وار توپ وهنې کې ګپټېل په ۲۳۴ توپونو د ۲۱ څلوریزو په مرسته ۱۵۶، ویلیمسن په ۱۲۳ توپونو د ۱۲ څلوریزو په مرسته ۸۸ او میککلم په ۵۷ توپونو د ۱۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره په لومړی وار توپ وهنې کې پرادیپ تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. پرادیپ خپل ۲۳.۱ اورونو کې ۱۱۲ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

سریلانکایۍ لوبډلې خپل لومړی وار توپ هنې کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کرونراتنې او چندیمال غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره کرونراتنې په ۱۹۸ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۸۴ او چندیمال په ۲۰۹ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۳ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. سوتي او وارګنر درې درې او بولټ او سانټنر دوه دوه ویکټې واخیستې.

نیوزیلینډ خپل دوهم وار توپ وهنې کې د لتم او ویلیمسن غوره توپ وهنې په مرسته یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې او د سریلانکا لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

دوهم وار توپ وهنې کې لتم په ۱۸۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. ویلیمسن په ۱۱۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۱ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره په دوهم وار توپ اچونې کې هیرات خپل ۱۱.۴ اورنو کې ۶۲ منډو ورکولو او دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۰۵ منډو په تعقیب پیل کړ خو خپل ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره يي یوازې ۲۸۲ منډې جوړې کړې او د ۱۲۲ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

دوهم وار توپ وهنې کې د سریلانکا لپاره یوازې چندیمال ښه وځلید. چندیمال په ۱۳۲ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره سوتي درې، بولټ، سانټنر او واګنر دوه دوه ویکټې او بریسویل یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د