fbpx
جنازه

ننګرهار: د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېره شپه د بهسود ولسوالۍ د ميرزاکلا د کلي د یوسف په کور کې شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطا‌ءالله خوږياڼي وايي چې یوسف د پکتیا اوسېدونکی و، چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې په دې کلي ژوند کاوه.

د خوږياڼي په وينا، د دې کورنۍ اته غړي د هغوی د مېلمنو له لوري وژل شوي دي او دروازه يې د باندې لوري ور پسې بنده کړې ده.

خوږياڼي ونه ویل چې مېلمانه څوک، څو تنه او له کومه راغلي و، خو په وينا يې د یوسف ګاونډيانو له دې پېښې پولیس خبر کړي او پلټڼې لا هم روانې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د طلوع په نوم د خصوصي تلویزون په یوه سروې کې ننګرهار د سږ کال تر ټولو نا امنه ولایت په ګوته شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د