دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( شپږ پنځوسمه برخه )

مولوي محمد نعیم

همدا شپږ ځانګړنې د انس بن مالک رضی الله عنه د یو روایت په یوه برخه کې هم راغلې دي: ( وعن أنس بن مالك قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:

“الشهداء ثلاثة: رجل خرج بنفسه وماله محتسباً في سبيل الله لا يريد أن يقاتل ولا يقتل يكثر سواد المسلمين فإن مات أو قتل غفرت له ذنوبه كلها وأجير من عذاب القبر ويؤمن من الفزع ويزوج من الحور العين وحلت عليه حلة الكرامة ويوضع على رأسه تاج الوقار والخلد… ) [1]

ژباړه: له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهیدان درې دي: هغه سړی چې له ځان او مال سره د الله په لاره کې د ثواب په نیت د مسلمانانو د ډلې د زیاتوالي لپاره وتلی وي، نه جګړه کوي او نه څوک وژني، نو که مړ شي یا ووژل شي، ټولې ګناوې یې ورته بښل کېږي، د قبر له عذاب څخه ژغورل کېږي، له لوی ډار څخه په امن کېږي، حورې ورته په نکاح کېږي، د کرامت او عزت په ګاڼه پسلول کېږي، او په سر یې د عزت دایمي تارج اېښودل کېږي. ..

په دې روایت کې هم د شهید لپاره شپږ ځانګړنې یادې شوې دي، خو عدد نه دی یاد شوی، چې شپږ دي که اوه که اته او که نهه، یوازې په متن کې شپږ راغلې دي. امام بیهقي په شعب الایمان کې د المقدام بن معدیکرب رضی الله عنه په روایت کې د عدد له یادولو پرته نهه ځانګړنې یادې کړې دي، ددې پر ځای چې ووايي شپږ دي یا اوه یا اته او یا نهه، داسې یې هېڅ نه دي ویلي، خو ځانګړنې یې نهه راوړې دي، سعید بن منصور هم په خپل سنن کې دا ډول روایت راوړی: ( عن المقدام بن معدي كرب ، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إن للشهيد عند الله عز وجل خصالا : يغفر له في أول دفعة من دمه ، ويرى مقعده من الجنة ، ويحلى عليه حلة الإيمان ، ويزوج من الحور العين ، ويجار من عذاب القبر ، ويأمن يوم الفزع الأكبر ، ويوضع على رأسه تاج الوقار ، الياقوتة منه خير من الدنيا ، وما فيها ، ويزوج اثنين وسبعين زوجة من الحور العين ، ويشفع في سبعين إنسانا من أقاربه ) [2]

همدې ته امام الباني اشاره کړې ده، نوموړی وايي ابن عساکر هم دا ډول یو روایت راوړی، چې په دې سره د عدد او د معدود د نه برابرۍ ستونزه نه را منځ ته کېږي، خو خبره دا ده چې امام بیهقي او امام ابن عساکر په دې روایت کې ولې د شپږ یا اوو یا… خبره نه ده یاده کړې! دا به ددوی خپل کار وي او که به بل چا ترې لیرې کړی وي!

دا زما د معلوماتو له مخې په متن کې له نادرو ګډوډيو څخه دي، سره له دې چې سند صحیح دی ) [3] یعنی یو روایت وايي شپږ دي، خو په متن کې بیا اوه یا نهه وي، بل وايي اوه دي خو په متن کې بیا اته وي.

په یو بل روایت کې عدد شپږ یاد شوی، خو ځانګړنې پنځه دي، دا روایت په کنز العمال کې راغلی: ( للشهيد ست خصال : يغفر له بأول دفعة من دمه ، ويؤمن من الفزع الاكبر ، ويرى مقعده من الجنة ، ويزوج من الحور العين ويجار من عذاب القبر. )[4]

امام بیهقي په شعب الایمان کې د قیس الجذامي رضی الله عنه روایت راوړی چې په هغه کې د حلة الکرامة ټکی راغلی: (عن قيس الجذامي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إن للقتيل عند الله ست خصال يغفر له خطيئته في أول دفقة من دمه و يجار من عذاب القبر و يحلى حلة الكرامة و يرى مقعده من الجنة و يؤمن من الفزع الأكبر و يزوج من الحور العين ) [5] همدا روایت امام احمد راوړی خو په هغه کې د ( حلة الکرامة ) په ځای ( حلة الایمان ) راغلی، او په نورو روایاتو کې هم ( حلة الایمان ) راغلی. که پام وشي حلة الایمان او حلة الکرامة توپیر سره لري، له حلة الایمان نه ښکاري چې دا ځانګړنه به د شهید ټینګ او سم ایمان ښيي، او حلة الکرامة عامه نښه ده، حلة الایمان هم پکې راتلی شي او د کرامت او عزت نور ډولونه هم.

په لنډ ډول د شهید ددې ځانګړنو په اړه روایات په څلورو بڼو راغلي:

۱ – عدد او معدود دواړه برابر راغلي، لکه شپږ یا اوه یا اته او یا نهه ذکر شوي، په متن کې هم همدومره راغلي.

۲- معدود له عدد نه زیات راغلی. شپږ یا اوه ذکر شوي خو په متن کې له دې نه زیات راغلي.

۳ – معدود له عدد نه کم راغلی. شپږ یاد شوي خو په متن کې له شپږو کم راغلي.

۴ – اصلا عدد نه دی ذکر شوی، یوازې معدود ذکر شوی.

د یادونې ده چې اکثریت د شپږ ( ست ) لفظ راغلی خو په متن کې بیا اکثریت اوه راغلي او کم داسې پېښ شوي په متن کې دې هم شپږ وي، همدېته په کتو سره ویلی شو چې په نوموړو روایاتو کې د عدد او معدود نه توافق تر ډېره تر راویانو پورې تړاو لرلی شي، لکه مخکې چې په دې اړه د علماوو د نظر یادونه هم وشوه؛ ځکه یوه خبره په څو ډوله شوې، دا چې ولې داسې شوي درې احتمالات کېدی شي:

۱- دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شپږ یا اوه او یا اته یا نهه ویلي وي، خو په سند کې له کوم راوي نه کومه یوه ځانګړنه کمه شوې او یا زیاته شوې وي.

۲ – دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عدد نه وي ذکر کړی یوازې معدود یې ذکر کړی وي، عدد د راویانو له خوا ور زیات شوی وي.

۳ – یا دا چې هغه چا چې روایت کړی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نوموړې څانګړې څو څو ځله اورېدلې وي، یو ځل یې شپږ ترې اورېدلې وي، بل ځل اوه، بل ځل اته او بل ځل نهه، نو له همدې کبله به ده هم په مختلفو ډولونو روایت کړې وي.

دېته په کتو سره چې اکثریت روایات بالمعنی شوي، باللفظ روایات ډېر کم دي، دا ډول احتمالات تر ډېره پېښېدی شي، مخکې الباني رحمه الله هم دا خبره یاده کړې چې د عدد نه ذکر به د امام بیهقي او امام ابن عساکر کار وي او که به بل چا ترې لیرې کړي وي، خو بیا هم دا ټول احتمالات دي، دا چې اصل حقیقت به څه وي،

والله اعلم.

پورته څلور ډوله روایاتو ته چې وکتل شي په مجموع کې د شهید لپاره لس ځانګړنې ترې راوزي:

۱ – له لومړي څاڅکي وینو توییدو سره د ګناهونو بښل.

۲ – په جنت کې خپل ځای لیدل.

۳ – دقبر له عذاب نه ژغورل کېدل.

۴ – د لوی ډار په ورځ ډاډمن کېدل.

۵ – حورې په نکاح کېدل.

۶ – په سر داسې تاج ور اېښودل چې یوه ملغلره یې له نړۍ او څه چې په نړۍ کې دي غوره وي.

۷ – د ایمان په ګاڼه ښایسته کیدل.

۸ – د کرامت په ګاڼه ښایسته کېدل.

۹ – دوه اویا یا دوه نوي حورې په نکاح کېدل.

۱۰ – د خپلو اویاوو تنو خپلوانو شفاعت کول.

په دې لسو ځانګړنو کې یوازې د حورو په نکاح کېدل او د دوه اویا یا دوه نوي حورو په نکاح کېدل تر ډېره ورته سره ښکاري، خو هغه هم که پام وشي جلا جلا ځانګړنې ګڼل کېدای شي، هغه داسې چې یو په عام ډول له حورو سره نکاح ده، او یو په ځانګړي ډول له دوه اویا یا دوه نوي حورو سره؛ ځکه له حورو سره په عام ډول نکاح خو هر جنتي ته شته، خو دا دوه اویا یا دوه نوي چې کومې دي دا د شهید ځانګړنه ده.

د پای خبره دا چې هر څنګه چې وي، ځانګړنې شپږ وي، که اوه که اته، که نهه او که لس، په مجموعي ډول یوازې د شهید لپاره دي، په دې معنی چې کېدای شي ځينې ځانګړنې له شهید پرته بل چا ته هم ور کړل شوې وي، یا ور کړل شي، خو دا چې شپږ، یا اوه، یا اته، یا نهه او یا لس ځانګړنې ټولې دې له شهید پرته بل کوم کس ته ور کړل شي، دا نشته.

ملا علي قاري همدا ډول امام مبارکفوري رحمهما الله د المقدام بن معدیکرب رضی الله عنه د حدیث په شرح کې وايي: (لا يوجد مجموعها لأحد غيره ) [6] ژباړه: نوموړې ځانګړنې په مجموعي ډول له شهید پرته د بل هېچا لپاره نشته.

نور بیا…

————–

[1] – مجمع الزوائد و منبع الفوائد, ج 5, ص 351. للحافظ نور الدين علي بن أبي بكر الهيثمي المتوفى سنة 807 ، بتحرير الحافظين الجليلين: العراقي وابن حجر.

[2] – شعب الایمان للبیهقي، الباب: للقتیل عند الله ست خصال, سنن سعيد بن منصور, باب ما للشهيد من الثواب.

[3] – سلسلة الأحاديث الصحيحة وشيء من فقهها، الجزء: 7 رقم الصفحة: 647

[4] – كنز العمال في سنن الاقوال والافعال , ج 4, ص 410, للعلامة علاء الدين علي المتقى بن حسام الدين الهندي البرهان فوري المتوفى سنة 975 الجزء الاول ضبطه وفسر غريبه * صححه ووضع فهارسه ومفتاحه الشيخ بكري حياني ، الشيخ صفوة السفا مؤسسة الرسالة

[5] – شعب الایمان للبهقي، باب للقتیل عند الله ست خصال.

[6] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، کتاب الجهاد. تحفة الاحوذي شرح سنن الترمذي، باب فی ثواب الشهید.

——–

ددې لیکني ټولي برخي په لاندی ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x