نظــر

د افغانانو ژغورنه د افغانستان ژغوورنه ده! – قتيل خوږياڼى

دا څنگه ؟

دا داسې، چې نه يوازې مو په طبيعي، سياسي، اقتصادي، فرهنگي، پوځي، نژادي او قضايي چاپېريال كې كورنۍ نيمگړتياوې د پاملرنې وړ شوي، بلكې په همدې اړخونو كې له بهرني يرغل څخه خپلواكۍ غوښتنې او پت ساتنې ته هم اړشوي يو.
په دې معنا، چې د ننني افغانستان اوسيدونكي د بېلابېلو فشارډلو له ځانځانيو سره مخ دي؛ خو ټينگار (مقاومت) او سرښندنو هم گړندي گامونه پورته كړي دي.

په روان هراړخيز يرغل كې افغانان نه يوازې په فرهنگي چاپېريال كې له ناخوالو او ناندريزو ستونزو وځوريدل، بلكې يرغلگرو لومړى زمونږ د هېواد(افغانستان) د غرنيو سيمو ځنگلونه او ونې وسوزول او بيا يې پراخو كرنيزو ځمكو ته د اوبه خوړ او اوبو رسولو سرچينې ككړې، ډپ او زيانمنې كړې.

په هېواد كې د ځمكې او هوا ككړتيا نه يوازې انساني، نباتي او حيواني آفتونه راوزېږول، بلكې د ولس نسلي او وراثتي ځواكمني يې هم زيانمنه كړه.

افغانستان په نننۍ آسيا كې د افغانانو لرغونى او تاريخي ټاټوبى دى. په دغه هېواد كې، چې څوك اوسيږي كه پښتون دى كه تاجك، هزاره دى كه تركمن، اوزبك دى كه  پشه يي، نورستانى دى كه ايماق او نور ټول يو افغان ملت دى. كه څوك په كې توپير راولي او يا يې توپير ته ملا تړلې وي، هغه پلورل شوى او له ځان څخه پردى شوى څاروى دى، چې بس خاوره پليتوي؛ خو په افغان ملت او افغانستان كې  د استوگنې وړنه دى او نه دا حق لري، چې  بيا بيا په بېلابېلو معلومالحاله كورنيو، ډلو، ټپلو او كړيو كې د ځان ځاى كولو په نامه د سپيڅلتيا په هيله د استوگنې هڅې وكړي.

مونږ په نړۍ كې د افغان په حيث له خپلو ارزښتونو سره گډ ژوند كړى او د افغان ملت شمله مو هسكه ساتلې او ليدلې ده.

ځينې ځان پلورونكي رامنځته شوي، چې نه! نه! وايي او د نورو په لمسون دا خيال پلى كوي، چې په ځان بېل نوم كيدي؛ خو اوسيږي به په افغانستان كې. دغه ډلې – ټپلې په بشپړ گړنديتوب هڅيدلي، چې د افغانستان ولسمشرۍ ته ټټر ووهي؛ خو دوى په دې خبر نه دي، چې رښتيني افغانان نه غوليږي او د افغانستان دښمنان ډېر ښه پېژني.

د افغانستان د مقدساتو ساتونكي، چې د دغه هېواد شمله يې نيغه ساتلې؛ هېواد پلورونكيو ته به هيڅكله او په هيڅ شان دې ناولې هيلې ته د ورسيدو اجازه ور نه كړي.

دا شرميدلي د گوتو په شمار كړۍ مشران دې وپوهيږي، چې افغان ملت به د گډو ارزښتونو په ساتنه او هڅونه كې هم افغان ملت پاتې وي او افغانانو تر اوسه د (( افغان روح)) او ((افغان ځان)) [نيكه او بابا] نامې ساتلي، ساتي يې او په راتلونكي كې به يې هم د افغان ملت په نامه ساتي.

د افغانستان ټول اوسيدونكي وياړي، چې په افغان ملت كې گډ اوسيدلي او خپل گډ ارزښتونه ساتي. دلته بل نوم او تپل شوي ارزښتونه ځاى او بقا نه لري.

د دغه رټل شوي نيت لرونكي دې له همدا نن كډې وتړي او دا دوه تذكره يي څېرې دې همدا نن و پوهيږي؛ لكه څنگه، چې راغلي هماغسې دې يو سر او دوه غوږه تگ ته ځانونه چمتو كړي، نه دې ځان شرموي او نه دې افغان ملت وېشي.

افغانستان په داسې لړليو څېرو شرميږي، چې ځان افغانستاني بولي او د افغان له نامه  هم ډډه كوي.  دا د لستوڼي ماران افغانان نه شي نه زغملى او نه ساتلى شي؛ سرونه يې ټكوي، چې راپورته يې نه كړي.

هېواد پلورونكي، چې په هرنامه اوسيږي، ملي مكروبونه دي. دوى غواړي د ملت د گورې ونې غزيدلې ريښې پخپلو تخريبي هڅو پرې كړي. دوى لگيا دي، چې هم په دې شرموونكي تفكر د افغانستان له نامه په استوگنه كې گټه پورته كړي او هم د افغان له نامه كركه پټه كړي.

دوى دې وپوهيږي، چې نه افغانستانى افغان دى او نه افغان افغانستانى؛ افغان او افغانستان بشپړ مطابقت لري او ټول عمر به په همدې نامه ياديږي او په همدې نامه به پاتې وي.

د دې لرغوني هېواد اوسيدونكي افغانيت مني؛ خو منافقت منلى نه شي او هيڅكله په كې منافقينو ته ځاى او ملاتړ بښل شوى نه دى.

د دې هېواد قومونه د آريايانو له وخته د گډ ارزښت ساتونكي ياديږي او نه غواړي، چې ځان په بل نامه ورگډ كړي او دې طوق لعنت ته غاړه كيدي.

افغان د افغان هر اړخيزې ولولې نه يوازې منلي، بلكې د بې تفاوتۍ او بې كفايتۍ مخه يې هم په گډه نيولې او د كډواله پاتې كيدو دسيسې يې له سرچينو ورشنډې كړې دي.

هيڅوك له خپلو كړنو ځان خلاصولى نه شي او اړينه ده، چې د افغانستان د خلكو د كورونو، بانډو، كليو، ښارونو، دېرو او جوماتونو ړنگوونكي په ولس كې ورټل شي.             

دا هېواد مونږ افغانانو د تاريخي ارزښتونو(دين، پت او خپلواكي) پر بنسټ خوندي كړى او افغانان به يې پخپله جوړوي، په يو ټغر او دسترخوان به كښيني او د ديرې او جومات د ارزښتونو تر چتر لاندې به د افغانستان د جوړولو لارې سنجوي او ټول به په يو فكر او سپيڅلي نيت د نظاام د بيا جوړولو لپاره پخپلو لپو كې اوبه راوړي او د هېواد ړنگ شوي ديوالونه، چې د ښكېلاك د چتر لاندې خپلسريو وران كړي، آبادوو او په ودانولو كې به يې خپلې مټې اوبه كوو.

دا هېواد پردي او له هېواده پردي شوې بد نيتې څېرې نه آبادوي. دوى هڅه كوي، چې آبادوونكي يې هم ړنگولو ته ولمسوي او هر راز لگښتونو ته هم ورته غاړه كيدي.

الله پاك دې دوى وشرموي، تباه او برباد دې شي، چې لرغونى افغانستان او افغانان يې له شر و فساد څخه خلاص شي؛ ځكه نو ((د افغانانو ژغورنه د افغانستان ژغورنه ده)).

 قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x