افغانستان

محمدي: ولسمشر په زور زما وظیفې ځنډولو ته اړ شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وايي چې د ده زړه نه و، چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، خو پر ولسمشر فشار راوړل شو او په زور يې د ده دنده وځنډوله.

محمدي نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې د هوشمند ښارګوټي د دعوې د راپورته کېدو نه وروسته ولسمشر ته نږدې کس ده ته ګواښ وکړ، چې باید له دندې استعفا ورکړي.

نوموړ وویل چې له استعفا يې ورته انکار کړی، خو څلور ورځې وروسته يې ورته جدي وویل: « یا استعفا یا هم تبديلي ومنه!»

محمدي د کوم کس نوم وانه خیست، خو د ده په وینا ولسمشر تر سخت فشار لاندې و، چې په پای کې یوه کمیسیون د ده د دندې د ځنډولو پرېکړه وکړه .

څه موده وړاندې چې د کابل بانک په چور کې شریک مجرم خلیل الله فیروزي له زندانه ازاد او د هوشمند ښارګوټي د پرانیستي مراسمو کې ګډون وکړ، د ولسمشر حقوقي سلاکار د هغه په خلاصون کې شریک او د رشوت په تور تورن شو.

د ولسمشر پخوانی حقوقي سلاکار په داسې حال کې د غني له بې وسۍ پرده پورته کوي، چې په تازه پېښو کې هم نوموړی د پردیو د فرمايشونو پر منلو تورنېږي.

د ملي امنیت د عمومي رییس استعفا، د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال استعفا او د سیمه ییزو ارګانونو د مشر استعفا او امريکا ته تېښته هغه څه دي چې شنونکي يې د پاکستان له لوري پر ولسمشر غني د فشار شواهد بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x