د پل چرخي زندان
د پل چرخي زندان

د پل چرخی زندان د زندانیانو فریاد

لیکونکی : م. جلیلزی

د سهار له جماعت ادا کولو وروسته د بندی د احوال پرسی لپاره د پل چرخی د مرکزی زندان په لوری رهی شوم، تقریبا 7 بجی به وی چی د تلاشی لپاره په لین کی ولار وم، بعضو پایوازانو سره ماشومان هم وو  چی د زیاتی یخنی له وجی به یی ژرل او د سیاسرو قطار هم په همدی شکل ولار وو، خو بالاخیره وروسته له ډیرو چک کولو او څو ځایه تلاشی کولو او لین کولو وروسته مربوطه (اووم) بلاک ته رهنمایی شولو چی په دی جریان کی مو لاسونه تر څنګلو یا آرنج پوری په توش قلم سره رنګ او همدارنګه ټاپه شول، او د سودا خلتو خو مو په دریمه تلاشی کی کار پریښوده او وشلیدلی، تقریبا 9 بجی به وی چی د بلاک حویلی ته ورسیدم، چې درې کونجه حویلی وه او دری خواوو ته یی 4 منزله ودانۍ وې چې بندیانو یې له پنجرو راکتل، دحویلۍ زیاتره برخه سوری (سایه) وه چی وروسته بیا لمر راغی چی زیاته یخنی پکی وه، هر پایواز دخپل بندی نوم مسؤولینو  ته ورکاوه تر څو چی لاندی حویلی ته اجازه ورکړی تر څو چی له خپلو پایوازانو سره وګوري  او خپل د کور، خپلوانو او دوستانو  احوال واخلی او خپلی تحفی او ضروری شیان ترلاسه کړی، له تود هرکلی وروسته په سترنجی کیناستلو او داحوال او د زندان د وضیعت په باره کی سره و غږیدو، هغه ویل چی : (په کومه ورځ چی دې بلاک ته راغلي یو د یخ له لاسه مو صحیح خوب نه ده کری، زموږ په رینګ کی له 120 نه زیات کسان دی چی زیاتره یی چپرکټ نه لری، چی لاندي سمنت ډیر یخ وی او د تودوالی لپاره هم وسایل نشته او د دغو ټولو بندیانو لپاره دیره خرابه غذا ورکول کیږي چی ګوزاره پرې نه کیږي , او زمونږ دوسیو ته هم رسیدګی نه کیږی ، د تخفیف په باره کی هم کومه توجه نه کیږی , کله چی موږ د درس او حفظ لپاره حلقی او پروګرامونه جوړوو , په مختلفو طریقو دهغو مخه نیول کیږی، یا مو داسی ځای ته انتقالوی چی د درس لپاره مناسب نه وی, او زمونږ درسونه بیا نیمګری پاتی کیږی، د بندیانو صحی وضیعت ته هم توجه نشته , ….)  او داسی  نوری زیاتی ستونزی یی بیان کری . او بیا کله چی په یوه بجه بندیان ټول شول او خپلو مربوطه رینګونو ته لاړل، نو پایوازان بیا تر 4:00 بجو پوری بند وو په دی یخه حویلی کی د اوداسه او د ضرورت د رفع کولو لپاره بیخی ځای او سهولت نه وو چی اودس وکؤی , اکثرو پایوازانو به د پنجرو له شا څخه له بندیانو نه په بوتلو کی اوبه اخیستلی او اودسونه به یی کول، وروسته له ډیر انتظار نه د پایوازانو د ویستلو مرحله راغله چی د ورتګ له مرحلی څخه هم ستونزمنه وه،  دی ته ورته زیات مشکلات وو چی باید مربوطه اورگانونو مسؤولین، د سره صلیب اداره، د حقوق بشر اداره، او نور خیریه بنسڼونه ورته جدی توجه وکړي، او مشکلات یې ورته حل کړی تر څو يې د ژمی په دا یخو شپو کی ستونزی کمی شی، او همدارنګه هغه بندیان چی د قید موده یی تکمیل شوی باید خوشی شی، او هغه چی په تخفیف او فرمان کی برابر دی په عادلانه توګه یی دوسیو ته رسیدګی وشی تر څو د چا حق تلف نشی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د