نظــر

ولي اسلام آباد د ولسمشر غنی نه تود هرکلی وکړ

ژباړن: عبدالحميد امين زی
ژباړن: عبدالحميد امين زی

لیکنه : عبدالحمید امین زی ـ سویډن

تېر کال افغان ولسمشر په یوه بې‌مخينې هڅه کې د تېر ۱۴ کلن بهرني سیاست برعکس له پاکستان سره اړیکې ښې کړې، پاکستان ته یې ګڼ شمېر امتیازات ورکړل او د اسلام‌آباد د اندېښنو د کمولو په موخه یې د کابل او ډهلي ترمنځ واټن زیات کړ. له همدې کبله د کابل-اسلام‌آباد ترمنځ د جګ‌پوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول.

د اړيکو له رغېدو وروسته، د سولې پروسې په اړه پخې ژمنې وشوې او د دې پروسې د بريا لپاره هيلې زياتې شوې. په دې منځ کې په پلازمېنه کابل کې پرله‌پسې خونړۍ چاودنې وشوې، د جګړې لمن د هېواد شمال ته پراخه شوه او په ټول هېواد کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې. د ناامنيو ترڅنګ د پاکستان هغه ژمنې چې افغان طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي، له یوې نېټې څخه بلې نېټې ته وځنډول شوې.

د کابل ښار د شاه‌شهید له خونړۍ پېښې سره افغان-پاک اړیکې د لا ډېرو خرابېدو په لور ولاړې. دغې سیناریو د افغانستان رسنۍ، پارلمان او عام خلک د پاکستان په اړه بدګمانه کړل او بیا یې په مجموع کې پر ملي وحدت حکومت داخلي فشارونه زیات کړل. همدا لامل و، چې د ملي وحدت حکومت هم د پاکستان په اړه خپله تګلاره بدله کړه او له هند سره د اړیکو جوړولو په تکل کې شو. په بل اړخ کې پاکستان په ټینګار سره د سولې خبرو د بیا پيلولو په اړه ټینګار وکړ او د “پښتنو” له کارد څخه یې هم ګټه واخېسته، ترڅنګ یې د افغانستان د سولې د بیا پيلېدو په موخه سیمه‌ییزه ډيپلوماسي هم فعاله شوه او ورو ورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو، یوه نوې څپه واخېسته.

په وروستیو څو میاشتو کې د کابل-اسلام‌آباد اړیکې ډېرې سړې شوې وې او په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو سره افغان ولسمشر اشرف غني په څرګندو ټکو کې وویل، چې «افغانستان له پاکستان سره په یوه نااعلان شوې جګړه کې ښکېل دی» او په دې توګه يې د اړیکو ښه کول او د سولې پروسې بیا پيلول، د پاکستان له خوا د نړیوال ضمانت له ورکولو سره وتړل. څو ورځې وړاندې يو شمېر پښتنو قوم‌پالو مشرانو کابل ته سفر وکړ او له ځان سره يې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف دا پیغام هم راووړ، چې که ولسمشر غني له ده سره د پاريس د کنفرانس په يوه څنډه کې وګوري.

که څه هم په پاريس کې له نوازشریف سره کتنه د افغان ولسمشر د اجنډا برخه نه وه؛ خو د پښتنو مشرانو په هڅونه او د چین او امریکا تر فشار لاندې، اشرف غني له نوازشریف سره د انګلستان په منځګړتوب یوه درې‌اړخیزه ناسته کې او دغه راز په يوه بله دوه‌اړخیزه ناسته کې وکتل. په همدغو ناستو کې نوازشریف افغان ولسمشر ته، په آسيا زړه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه او په لومړي ځل یې د افغان سولې بهير په تړاو څلور اړخیزه تګلاره هم اعلان کړه، چې چین، امریکا، افغانستان او پاکستان به پکې شامل وي.

د ځينو سرچینو له مخې، افغان ولسمشر د پاريس په کتنه کې د نوازشریف له خبرو اترو نه و متاثر شوی؛ بلکې وروسته يې کله چې د پاکستان له لوی درستیز سره د یوه ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، نو دی یې پاکستان ته د تګ لپاره نور هم وهڅاوه. همدا راز د افغانستان او پاکستان په نږدې اړیکو کې د چین او امریکا ډېره لېوالتیا هم د دې لامل شوه، چې پر اشرف غني فشارونه زیات کړي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي. د همدې دوو لاملونو له کبله اشرف غني پاکستان ته د آسیا زړه کنفرانس کې د برخې اخیستو په موخه سفر وکړ او هلته په ناڅاپي ډول د پاکستان له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو.

په پاکستان کې د ولسمشر اشرف غني ډېر تود هرکلی وشو. عموماً په پاکستان کې دا ډول هرکلي د چین ولسمشر او د سعودي بادشاه ته ځانګړي شوي وي؛ خو له اشرف غني څخه دا ډول هرکلي، ان په خپله افغان لوری هم حيران کړ. دا چې پاکستان د اشرف غني دومره تود هرکلی ولې وکړ، لاملونه یې په لاندې ډول دي:

1.    پاکستان غواړي، چې د طالبانو ترڅنګ افغان حکومت هم له لاسه ورنه کړي؛

2.    پاکستان غواړي، هند ته د حنیف اتمر او حکمت خلیل کرزي د وروستیو سفرونو له کبله، کابل له لاسه ورنه کړي؛

3.    د پاکستان او چین اقتصادي حوزې د پاکستاني سیاسیونو او نظامي مشرانو فکر وربدل کړی، دوی اوس خپله له بلوچانو او بګټي کورنۍ سره په خبرو اترو بوخت دي، څو دغه ستونزه هواره کړي. د دې ترڅنګ په افغانستان کې هم، چې د دغې لویې پروژې په بریالیتوب کې رول لري، امنیت ټینګ شي.

4.    دا یو ديپلوماتیک پروتوکول و، څو نړیوالو او آسيا زړه کنفرانس کې ګډون کوونکو ته خپل صداقت وښيي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x