نظــر

نننی استعمار توفان او فتنه ده

بسم الله الرحمن الرحیم

دا لیکنه می هم  د بلخی صاحب د هغه لیکنی په اړوند لیکلی  چه  د ( ای اس ای ، کابل  استخبارات او شمال ټلواله )  تر عنوان لاندی په نن ټکی اسیا کی خپره شوی وه . او هغه داچه:

زه  باور لرم بلخی صاحب او نور ورونو  به ددی معلوماتونو  د راټولولو پسی ډیره وسه کړی وی او ډیره برخه به یی  سمه  او یا  ناسمه هم وی . خو مونږ ددی معلوماتونو په اوریدو نه خوشالی او نه خفګان ښکاره  کوو ،( څه چه تقدیر کی  لیکل شوی هغه نه بدلیږی) .

څه شی چه مونږ ته ډیر  مهم دی ، هغه د الله ج  سره مخ کیدل او  په دی فانی نړی کی د یو څه کم وخت ژوند تیرولو عقیده ده.

 مونږ پوهیږو چه دجالی پلانونه  یواځی د سی ای ای ،    ای اس ای ،    کا جی بی ،    مساد او نورو او نورو لویو قدرتنو د استخباراتی کړیو   سره نه دی  (هو د لویو قدرتونو  استخباراتی  کړی  د نورو   مشری  او رهبری لری ) ، مونږ یی  یواځی هغه وخت احساسولی شو چه  د دوی د دیرش کلن پلان له مخی  سی ای ای لیک وکړی او ځینی حقایق نړیوالو ته په ډاګه کړی. .

خو څه چه  وینو  هغه د لویو قدرتونو د  غلامانو او  د دوی د څوکیدارانو لکه د ای اس ای   د استخباراتو معلوماتونه  ، لاسته راوړنی او خبریدنی دی  او دا هم د سی ای ای په اجازه ترسره کیږی  ،  فلسفه یی   د ای اس ای  د شیطانت د لویوالی     ابتکارونو او د پراخو  اړیکو درلودلو نمایش دی  چه خلک و ډاروی او نړیوالو ته دا په ګوته کړی چه ای اس ای ( لور یی ) داسی قوت لری نو سی ای ای ( مور )  به  یی څومره قدرت نه لری  .  

بیا دغه معلوماتونه د یوه او بل په  واسطه قصدا خپاره  کیږی  په دی کار  خلک له یوی خوا په خپلو مشرانو  او سیاستمدارانو  بی باوره شی  او له بلی خوا د ای اس ای لویوالی ته په سجده کولو مجبور   ، د خدایی په مقام ورته قایل او عملی کلمی یی په زړه یا په خوله  وویل شی .

  کوچنی ووم ، د دجال قیصی به می لوستلی  چه دجال په یوه سترګه ړوند  ، په خره سپور ، داسی قوت لری  چه هرڅه غواړی هغه کیږی او د نړی ټول ځایونو ته ( د مکی او مدینیی څخه غیره ) ځان رسوی  . نو زه به حیران شوم چه دا کار به دی څرنګه کوی چه دی به یو کس  او دومره توانمندی به لری ؟.

کله به می فکر وکړو چه زه   مړه   څه وخت به وی ، ته  به وخته مړیی ،  ته به  د دجال له فتنو   تښتیدلی یی . خو له بده مرغه  مونږ لا ژوندی یو او د دجال  فتنی  راور سید ی ،  اوس هغه  په خپلو سترګو وینو ، په خپلو غوږونو یی اورو او په  خپلو لاسونه یی لمس کوو او په خپلو پښو ور پسی منډی وهو.

دجال مونږ ته پلانونه نه بلکه  مونږ دجال د پاره  پلانونه جوړوو چه څومره په اسانه او په څه ډول د هغه اطاعت وکړو او په کومه ځای کی چه  له مونږ کار اخلی د هغه د چارو د پاره  هلته  مخلصانه  د خدمت کولو  مصدر وګرځو .

(  او په خوله  به دا  ناری هم  وهو چه مونږ د یو الله بندګان یو )، لمونځونه کوو ، روژی نیسو  ،  خیراتونه ورکوو  ، قربانی کوو  او داسی نور او نور ، مګر د زړه کور مو دجالی سیستم ته په واک کی ورکړی دی  ، دا چه مونږ  به ویل چه د ایمان او یا  اسلام  ته د ننوتلو د پاره  ( اقرار بلسان او تصدیق بلقلب ) ضروری خبره ده  یعنی په خوله اقراراو په زړه د هغه اقرار تصدیقول  یعنی عمل کول  ضروری خبره ده ، اوس هغه کور نړیدلی او  لویدلی دی  یواځی اقرار په ژبه   او هغه هم منافقانه او ریا کارانه دی.

اوس مونږ د الله ج له بندګی تښتیدلی یو (هڅه لرو چه الله ج د ځان  بنده کړو) ،  هغه اسلام چه  الله ج مونږ ته رالیږلی دی  مونږ  یی ورسموو او واپس یی الله  ج ته  ورزده  کوو چه تا په خپل اسلام کی  څه سهوی درلودی مونږ اصلاح کړی او اوس دا سم اسلام درواخله او ته یی زده کړه ، زمونږ سویه له دغه اسلامه ډیره اوچته شوی ده.

په  زړه کی وایو چه ډالر ، روبل  ، مارک ایرو او نور  زمونږ اسلام دی  ، مرګ نور شتون نه لری  پیسی ډیری لرو  ، اول خو شه شه خوراکونه  ، عیش او عشرت ، میلی او خوشالی مونږ  له ناروغیو لیری ساتی که احیانا کومه یوه ناروغی تصادفی راپیښه  شی نو  د  د ډالرو په زور له ټولو اوچتو او عصری روغتونونو ، داکترانو او دوا ګانو ته دسترسی لرو.

 د حیرانتیا وړ داده  چه  دا  نوی خدای د یو  نوی نظام سره چه (دیموکراسی) نومیږی راغلی دی  په  دی عصری نظام کی له ټولو اخلاقی معیارونو څخه  پوره ازادی لرو   ټول محدودیتونه په دی نوی نظام یا نوی دین  کی مات شوی دی  ،  په دی نوی نظام کی  اخلاق  د بد اخلاقی او بد اخلاقی د اخلاقو ځای نیولی دی  .یعنی څومره چه څوک ډیر بد اخلاقه وی  هغه ښه شخصیت لری.

    نوی دیموکراسی نظام  امرکوی زوړ  دین له سیاست سره مه ګدوی کوم څه چه  اسلام  کی  روا  ، هغه  په  نوی  دین  ( دیموکراسی )کی  ناروا دی  ،  دا نه شی کیدی چه یو رنګ هم سپین  او هم تور وی  یعنی دوه متضاد دینونه په یوه نظام کی ځای نه لری ( یا به دیموکراسی او یا به اسلام وی )،  که تاسی غواړی چه د نوی دین له مزایاوو ګټی پورته کړی یاید زوړدین  په کلی ډول هیر کړی هو که   د خلکو د تیروتنی په خاطر څه وایی نو نوی دین به  تاسی ته   نه  یواځی دا چه اجازه درکړ ی   بلکه تاسی سره  به  هر ډول مادی او معنوی مرستی هم  کوی.

پورتنی  لږ وډیر معلومات د نوی ( دجالی دیموکراسی  دین ) خلاصه وه چه د نن ورځ ټول استخباراتی شبکی ورته کار کوی ، د نړی ټول اقتصادی نظام یی لاس کی، د نړی ټول نظامی  قدرت یی واک کی ،  د ټول جهان میدیا او تبلیغاتی وسایل یی په اختیار کی  ،  ټوله بشر ی قوه یی غلامان  او د نړی ټولی طبیعی زیرمی یی شخصی ملکیت  کی دی.

 د نړی هر ګوډ کی چه بدلون رامنځته کیږی  د دجالی استعمار په وسیله رامنځته  شیو او ددی  استعمار  په خوښه باید وی  ، د نړی  فرهنګ دده ًه واک کی دی  ، زندانونه ، عدالت ، ټولی مقرری او برطرفی  دده له خوا،   تر دی چه خلکو ته د جنتونو او دوزخونو ویشنه ددی سیستم لاس کی دی  لکه کرزی اوملګرو  نومونه چه یی په سپن لست کی اچولی جنتونه یی ورکړل او  د عصامه ملګرو  نومونه یی چه  په تور لست کی اچولی  دوزخونه ورکوی .

مونږ یواځی  د نړی له استخبارانو یادونه کوو ،  یواځی استخبارات   د دجال په خدمت او  کنترول کی نه  بلکه هر څه اوس د دجال په کنترول کی دی ، تر دی چه زه  څه وایم  هم  له دجالی سیستم او که تاسی څه وایاست له دجالی سیستم  ډآریږو  او دا ډآر هم مادی او هم  معنوی اړخ  لری.

خو یواځنی لیار که مونږ رشتینی د اصحاب کهف  په شان تصمیم نیولی وی چه د دجال خدایی به نه  منو ، نه به یی  اوامر او نه  به یی نواهی   منو ، مونږ باید په دی باور ولرو چه که زمونږ د ژوند څه وخت پاتی وی غیر له الله ج څخه یی بل څوک نه شی کمولی او که نه وی پاتی  د نړی بل طاقت یی ډیرولی نه شی (ټول ډار د همدی ژوند له امله دی) .

که مونږ فکر کوو چه یو بل دایمی ژوند شته   د هغه ژوند او دی ژوند تر منځ حساب کتاب دی اومونږ به د هغه حساب د پاره  الله ج  سره مخ کیږو  او د هغه حساب کتاب د پاره باید اماده ګی ولرو    که په دی باور ولرو چه  مرګ یو ځل دی څوځلی نه مړه کیږو او که مړه شو مرګ یو واری او ژوند دوه کرته ( موقتی او دایمی ) دی نو بیا به ولی د نړی د دجالی قوتونو او شیطانی طلسماتو څخه  ویره له ځان سره  ولرو.

فکر کوم  د نړی د اوسنی ټولو فتنو څخه  الله ج ته پناه وړل ضروری خبره ده   .

دا چه پرون څوک څوک وو ، هغه څوک   نن څه کوی او څوک دی    او دغه څوک به صبا څه کوی او څوک به وی مهمه نه ده . مهمه داده چه زه څوک یم پرون می څه کړی دی او څوک ووم ،    نن څه کوم او  څوک یم    او صبا ته به څوک یم او څه به کوم . مونږ ته زمونږ  هغه لویه ازموینه ډیره مهمه ده له کومی څخه ،  چه نه زما اولاد ، نه  زما مال او نه  زما  نظامی قدرت او لښکری ما  ژغورلی  شی .  په قران عظیم شان کی  د مال او  اولاد د فتنی یادونه شوی ده  چه مال او اولاد هم فتنه ده  د مال او اولاد مینه تا په دی لویه ازموینه کی  د ناکامیو سره مخ او دوزخ ته بیولی شی ، نو چه مال او اولاد فتنه شوه  نو دا نور خو هر څه فتنه فتنه دی.

 په پای کی دا وایم  مونږ باید تل مثبتی  هیلی ولرو د الله ج له رحمته بی هیلی نه شو ، بی هیلتوب عملی شرک دی ، مونږ به هغه کوو څه چه مونږ ته په قران کی ویل شوی دی  که ددغه احکامو په عملی کولو کی هر څه مخی ته راځي مونږ یی په ورین تندی منو  د ا زمونږ د بریالیتوب یواځنی لیارده  او بس

ومن الله التوفیق

( الحاج استاد بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x