
اکسفورډ تر انشټاين هوښیارې نجلۍ ته د زده کړې زمينه برابروي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د اکسفورډ پوهنتون ادارې هغې نجلۍ ته د زده کړې بلنه ورکړې چې تر انشټاين هم هوښياره ده.
د سیګان اوسېدونکې ۱۳ کلنه نیکول بار د ځيرکۍ په ازموینه کې ۱۶۲ نمبرې وړې دي، چې په دې توګه تر البرټ انشټاين هم ځيرکه ګڼل شوې ده.
د نیکول بار د هوښيارۍ ضريب « IQ» د دې لوړو نمبرو په خاطر د اکسفورډ ادارې له هغې نه غوښتنه کړې چې په دې پوهنتون کې دې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
له بريتانيا خپرېدونکي ډيلی ميل وايي چې د بار کورنۍ یوه کوچي کورنۍ ده، چې په یو ځای ژوند نه کوي او پخپله نيکول بار هم ډېر وخت په ښوونځي کې غير حاضره وي.
د نیکول بار مور وايي چې لور يې په دوه کلنۍ کې د ریاضي ساده سوالونه حل کولی شوای او په لس کلنۍ کې يې هغه ریاضيکي مسئلې حل کولي چې د لوړو ټولګیو زده کوونکي به يې پر وړاندې بې وسه و.
د نیکول بار پلار وايي چې دی ډېری وخت په مزدورۍ کې ورک وي، خو لور يې د ځيرکۍ ازموينې ته تياره کړه او معلومه شوه چې لور يې ان تر مشهور فزيکپوه البرټ انشټاين هم ډېره ځيرکه ده.