
عبدالله د شانګهای غونډه کې دګډون لپاره چین ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د فغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د شانګهای سازمان غړو هیوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره د چین حینان ایالت د ژانګ ژو ښار ته رسېدلی دی.
اجراییه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله به د شانګهای سازمان غړو هیوادونو په څلورمه غونډه کې وینا وکړي.
د شانګهای سازمان روسیه، چین، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان دایمي غړي دي، او افغانستان، پاکستان، هند، ترکمنستان، ایران او منګولیا د څارونکو په توګه د شانګهای سازمان په دې غونډه کې برخه اخلي.
همدارنګه اجراییه رییس به په جلا جلا توګه د چین، روسیې، قرغزستان، قزاقستان اوتاجکستان د لومړیو وزیرانو سره وګوري او ددوی سره به د افغانستان پر حالاتو خبري وکړي.
د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ م کال کې د چین، روسیې، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، او ازبکستان له لوري جوړ شوی او افغانستان په ۲۰۱۲م کال کې د څارونکي په توګه ددغه سازمان سره یوځای شو.