نظــر

معتصم اغاجان او زما درېځ – ابوخلیل قدوسی

الله تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .
اې داېمان خاوندانو تاسي له ډېرو شکونو ځانونه وساتئ ځکه چي ځېني شکونه ګناه وي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث .
تاسي له شک څخه ځانونه وساتئ ځکه چي شک کول تر هرڅه ستر دروغ دي .

بدګماني علماوو دزړونو ناروغي بللي او هغه څوک چي ډېر شکونه کوي او یا په یوچا بې ثبوته بدګماني کوي هغه يې دزړه ناروغ بللی دی الله تعالی دي مونږ له دې ډول اخلاقي ناروغیو وساتي .

تېره اونۍ زما په مورد کي يوه لیکنه دفضل ربي سهیلي ورور په نوم کوم چا کړي وه چي په نن ټکی اسیا کي خپره سوه ما پدې اساس بابېزه او بې تبصرې پرېښوده چي هري نېوکي ته ځواب ویل  ضروري نه بولم او دوخت ضیاع يې ګڼم خو کله چي په خبریال ویب پاڼه کي یوځل بیا دفضل ربي ورور دټېم لخوا یوه بله  لیکنه خپره شوه او زه يې په دې تورن کړی وم چي ګواکي محترم معتصم اغاصاحب ته دپیسو په مقابل کي لیکني کوم نو بیامي وپتېیله چي پدې مورد کي خپل درېځ واضح کړم ترڅو زماله پېژاندو وروڼو او داسلامي امارت له منسوبینو سره کوم سوء ظن پیدا نشي ځکه چي نن سبا معمول داسي دی چي که په یو چا تور ولګول شي او هغه يې رد نکړي نو د ژورنالېزم په مسلک کي تورن بلل کېږي.
که څه هم دشریعت له نګاه یوچاته څه لیکل او دلیکني په مقابل کي اجوره اخیستل کومه ګناه نده بلکه جایز او مباح کار دی خو پدې شرط چي لیکنه داسلام په ضد او اسلامي شعایرو ته پکي سپکاوی نه وي او یا مسلمانانو ته په ضرر مشتمله نه وي اونن سبا دزیاتره لیکوالانو دامدني یوازینی مدرک همدغه قلم او کاغذ وي خو که دلیکوال په نزد دا جرم وي نو دا کار ما ځکه ندی کړی چي هغه يې پخپله ځواب ویلی چي دعسلو کاروبار لرم اومشکل مي لدې لاري حل دی
هغه لیکلي چي زه حزبي يم هو بېشکه چي دروسي یرغلګرو په مقابل کي دتېر جهاد په وخت کي زه داسلامي حزب متعهد وم خو کله چي دکابل جنګونه پیل شول اوحزب اسلامي په کورنیو جګړو کي ښکېل شو له هماغه ورځي مي دایماني مسؤلیت په اساس دحزب اسلامي حکمتیار له تعهد څخه قلباً او عملا لاس اخیستی دی او تر نن ورځي ورسره په تنظیمي لحاظ شکېدلی یم البته دشخصی ملګرتیا په اساس که مي له چاسره اړیکي ساتلي وي نو هغه دحزبیتوب په وجه نه بلکه دمعرفت په اساس دي او دا ډول اړیکي لکه چي زما پېژاندو وروڼو ته پته ده دحزب تر وروڼو دامارت له وروڼو سره زیاتي وې او دي.
خو کله چي دطالبانو خوځښت پیل شو او دداخلي پاټکونو په لېري کولو يې لاس پوري کړ نو لومړۍ لیکنه به فکرکوم زما وه چي دطالبانو دخوځښت شفافیت او اصیلتوب مي پکي انځور کړی وو په دبۍ کي مي ولیکله او په اتو مخونو مشتمله وه، په امرېکا کي دافغانانو یوې خپرېدونکیه اودسکین په توسط چاپېدونکیه مجلې ته چي اوس مي يې نوم له یاده وتلی دی ، اګلېسي، فارسي او پښتو مضامین پکي خپرېدل واستوله چي بیا هماغه زما دلاس لیکنه په عین شکل پکي چاپ شوه او تر ډېره وخته يې یوه نسخه له ماسره هم په ارشیف کي پرته وه کېدای شي ځېنو مشرانو لوستونکیو ته یاد وي.
کابل ته دطالبانو له رسېدلو وروسته مي په خپل قلم او په عربي ژبه اورسم الخط کي له دبۍ دامارت مشرتابه ته دمبارکۍ پیغام ور واستاوه او بیا د الطالب دمجلې دپای په رنګېنه صفحه کي چاپ شوه دابه کېدای شي وروڼو ته یاد وي دا هرڅه ما دخپل ایماني احساس او وجدان له مخي کړي نه خو مي دکوم تحسین هیله درلوده اونه مي دکوم مقام تقاضا وه غیر مستقیم دکار وړاندېز دوه ځلي راته شوی خو ما ډډه کړي .
له هغه راوروسته په ټولو جریاناتو کي الحمد لله تر نن ورځي پوري بې پرې پاته شوی یم نه خو مي کوم مقام لرلی اونه ورته اړشوی يم نه له چاسره تنظیمي او سیاسي اړیکي لرم او نه يې تمنا لرم  ځکه په مادي لحاظ مي کار الحمد لله ښه جوړ دی .
البته په سپینو مسلمانانو مي که هرڅوک وي خوابدېږي  سپک ويل مي په هیڅ مسلمان نه لورېږي که هغوی طالبان وي که دحزب اسلامي وروڼه او که دجمعیت اصلاح وروڼه اوکه نوري  اسلامي ډلي او اسلامي شخصیتونه خواه که هغوی افغانان وي او که دنوري اسلامي نړۍ، دوعظ په انداز کي مي تل ورڅخه پداسي شکل دفاع کړي چي مونږ ټول مسلمانان سره وروڼه یو دانومونه مو باید سره بېل نکړي تېروتني ټول لرو، فرشتې او ملایکه نه یو مونږ په هروخت او هرڅه کي باید یو دبل خیر وغواړو او زمونږ ددې ډول اختلافونو ګټه یوازي دښمن ته رسېږي که په مونږ کي یوڅوک په بل نیوکي لري باید له نژدې يې ورسره مطرح کړي نه داچي مورچل ورته ونیسي زه پدې عقیده یم چي ډلي او ډلبازۍ دمسلمانانو دوېشلو سبب جوړي شوي دکورنیو جګړو دپیلېدلو لامل هم همدا ډلي وې او که بیا پېښېدلې نو هم علت به يې همدا ګوندي وېشونه وي زما نظر دادی چي افغانستان باید تر ډېره وخته غیر ګوندي هېواد وي .
الله تعالی فرمايي :
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُواهُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى .
تاسو دي دیوه قوم دښمني پدې نه پاروي چي له عدل څخه لاس واخلئ عدل کوﺉ داتقوا ته زيات نژدې ښه کار دی .
فضل ربي ورور لیکلي چي تاسو ولي ورته مشر وایاست؟
 محترم اغاصاحب که ما مشر بللی نو هغه داسلامي امارت له مخکښانو څخه وو اوشپاړس کاله يې پدې صف کي دیوه مشر په حیث کار کړی نن که هغه له کار څخه ګوښه دی نو شخصیت يې امارت جوړ کړی که څوک په درنه سترګه ورته ګوري او يا دهغه له نامه سره داحترام القاب ږدي نو علت يې همدغه اسلامي امارت دی که نه نو هغه هم دنورو طالبانو غوندي یوعادي طالب وو اونن به هم صرف ملاصاحب او یا مولوی صاحب وای .
داچي ما دهغه نظر تایید کړی چي افغاني لوري  يې یووالي او تفاهم ته رابللي دایو نېک او دستایلو وړ عمل دی او پدې کي هېڅ شرعي مخالفت نشته دا ډول غږ که هرڅوک وچت کړي نه یوازي زه بلکه ټول ځورېدلي افغانان به يې تایید کړي ځکه چي ترهرچا دمخه الله تعالی په قرانکریم کي او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم په احادیثو کي مسلمانان یووالي ته رابللي .
په نیتونو یواځي الله پاک علم لري هغه علیم بذات الصدور دی خو که په موجوده وخت کي دمستندو شرعي دلایلو له مخي او یا په اینده کي دعمل په ډګر کي دا ډول حقایق راڅرګند شي چي محترم  اغاصاحب لدې ډول شعارونو څخه کومي ناروا موخي پرمخ بیايي او یا دمسلمانانو په مقابل کي کوم بل سنګر پرانېزي او یا دپردیو دلاس اله ګرزېدلی دی نو بیا به که زه اویا بل څوک دهغه دتګلاري ملاتړ کوي نو دا به یقیناً جرم اوداسلام خلاف عمل وي.
پاته شوه زما لیکنه نه خو دمزد او پیسوپه مقابل کي ما کله هم چاته لیکني کړي اونه يې کوم او نه له خپرې شوي لیکني څخه دفضل ربي ورور په ادعاء کوم شیطاني پلان پرمخ بيایم ځکه چي دا ډول نیتونه کېدای شي هغه څوک ولري چي یاخو کوم مقام لري او دهغه په بایللو وېرېږي اویاهم دموجوده مقام دترفیع هیلي په زړه کي ساتي اوزه نه خو کوم مقام لرم، نه یې غواړم  اونه دلچسپي ورسره لرم دا تېر وخت هم ثابته کړي اوکه ژوند پاته وو راتلونکی وخت به يې هم ثابته کړي زه اوس هم ددې حدیث شریف له مخي خپل ځان په ډېر ستر مقام کي ګڼم :
مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ مُعَافًى فِي جَسَدِهِ عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا بِحَذَافِيرِهَا رواه البخاری
په تاسي کي چي یوڅوک پخپل کور کي ساتلی وي په بدن روغ وي دشته ورځي خواړه ورته پرېمانه وي نو داسي دي یې انګېري لکه په ټوله نړۍ چي واکمن وي .
نه خوزه شخصیت پرسته یم اونه ګوند پال او دا کار دبت پرستي مترادف  ګڼم او زما ټولي ليکني په همدې نقطه متمرکزي دي چي مونږ باید یو واوسو، داشخاصو او ډلو لیبلونه لیري کړو يو مو رب یوه مو عقیده یوه مو خاوره اویو افغانان یو.
داسلامي امارت په هکله زما درېځ دادی چي اسلامي امارت دمخلصو علماوو، سرتېرو دیني طالبانو اومخلصو افغانانودسترکور په توګه پېژنم، ګوند یا حزب یې نه ګڼم دیرغلګرو په وړاندي دټولو په اسلام مینو افغانانو یو قوي جهادي مورچل دی، دیوه طالب، ملا او افغان په صفت خپل ځان هم ددې کور یو عادي فرد ګڼم، اساسي اصولوته یې چي دشریعت حاکمیت دی معتقد یم او درناوی ورته لرم  په خلاف يې هر تحرک اوله اساسي اصولو يې سرغړونه له اسلام او جهاد سره غټ خیانت او دکفر مترادف ګڼم دا خو ډېره لېري خبره ده چي زه يې مرتکب شم دا دشهیدانو په وینو جوړ شوی دعلماوو او مخلصو طالبانو او دپه اسلام مینو ټولو افغانانو ګډ کور که له هرډول ګواښ سره خدای مکړه مخامخ کېږي نه يوازي دافغانانو لپاره بلکه دټول اسلامي امت لپاره به ستره فاجعه  وي زه که څه هم دامارت له رسمي منسوبینو او اعضاوو څخه نه خو کله وم اونه یم خو قلباً اوقالباً يې خپل کور ګڼم زه دنفاق لاره نه دځان لپاره خوښوم نه دنورو مسلمانانو لپاره ، له هرډول حزبي اوسیاسي منسوبیت څخه ازاداو خپلواک مسلمان يم چي تراوسه مي څه لیکلي او یا يې لیکم نو دشرعي حدودو په چوکاټ کي او دایماني مسؤلیت له مخي يې لیکم .
چي له کله راهیسي مي کمپیوټر ته لاس رسی موندلی او لیکني مي پیل کړي تر اوسه به مي کم و زیات تردرې سوه زیات بحثونه لیکلي وي په یوه کي مي هم داسلام له دښمنانو پرته په هېڅ مسلمان فرد او ياډله اویا هېواد پسي نه صراحةً اونه کنایةً کومه بده خبره لیکلي سپکه ژبه مي نه ده کارولي اونه به ټول ژوند دا کار وکړم معمول مي دادی چي دغصې په وخت کي لیکنه نکوم سمدلاسه غبرګون نه ښکاره کوم په لیکنو کي ډېر محتاط اوسم او له لیکلو وروسته يې څو څو ځلي تر نظر تېروم او بیا يې نورمال حالت کي خپروم.
فضل ربي یا محمد اسحاق ورور ته په کار داوه چي ددې په ځای چي ځما په مورد کي زما وروڼه مسلمانان په سوء ظن اخته کړي باید داخبره يې دبرېښنالیک او یا تلفوني تماس له لاري له ماسره مطرح کړي وای خو داچي پرپړې يې راپسي خپرې کړې او په نیت به يې الله تعالی علم لري نو الله تعالی دي له ماسره ورته بښنه وکړي اوبیا دي ددې ډول لیکنو توفیق نه ورکوي چي دقلم وسله دکره مسلمانانو په خلاف وکاروي.
په پای کي له محترم مشر اغاجان او له ټولو هغو وروڼو څخه چي له اسلامي امارت سره یا مرور او یا ورڅخه ګېله من دي زما او دهر خواخوږي مسلمان لویه هیله داده چي داسلام او جهاد دلوړو ګټو دلاسته راوړلو په موخه له اسلامي امارت سره دمصالحې، تفاهم او پخلایني لاره غوره کړي که هرکار کوي دمشرتابه له هدایت سره سم او دهغوی په مشوره يې باید وکړي خپل هغه کور وېجاړېدلوته پرېنږدي په کوم کي چي يې شپاړس کاله چوپړ وهلی او په همدغه کورکي يې شخصیت جوړ شوی او له همدغه مورچله يې شهرت موندلی دی که خدای مکړه هغه بېله لاره غوره کړي نودابه نه یوازي دجهاد دې اصیل کور ته زیان پېښوي بلکه دده خپل اسلامي تشخص به هم داغداره کړي خوزه فکرنکوم چي هغه دي داسي وکړي ځکه یو عاقل مسلمان کله هم داسي نکوي چي خپل جوړکور ویجاړوي او نور خلګ د وران کور روغولوته رابولي .
په پای کي مي داسلامي امارت له ټولو مشرانوڅخه دیوه خواخوږي مسلمان په توګه هیله داده چي زمونږ مشران وروڼه خپل منځي  تېروتني داسوه رسول په رڼا کي نادیده ونیسي دا دجهاد دسترو ګټو، دوخت دحساسیت او دحکمت تقاضا هم ده او یوبل ته مخکي لدې غېږي خلاصي کړي چي دښمن يې لیکوته لاره پیدا کړي او یاد لیلې ددښتي او دقلعه جنګي دځوانیمرګو ارمانجنو اوزرګونو نورو شهیدانو په وینو جوړ شوی  داجهادي کور دوېجاړېدلوله ګواښونو سره مخ شي .
خپل رب ته په ډېره عاجزي ددعا لاسونه پورته کوم چي اې لویه ربه مسلمانان ټول لکه چي تا وروڼه بللي همداسي يې خواږه وروڼه وګرزوې او مونږ ستا عاجزه بندګان یو زمونږ ټولو تېروتني راوبښې والله علی ما اقول وکيل.

زما برېښنالیک onlinepaigham@gmail.com

ابوخلیل قدوسی 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x