دیني، سیرت او تاریخ

سل تحفې – (۶) – د تهجدو لمونځ

جمع کونکی: صابر (غزنوي)

يو له هغو نفلي لمنځونو څخه چې په شریعت کې ډیر تاکید پرې شوی د تهجدو لمونځ دی.

(۱) تهجد په لغت او اصطلاح کې :

تهجد په اصل لغت کې خوب پریښودلو یا له خوبه را ویښدلو ته ویل کیږي، او په اصطلاح د شریعت کې تهجد لمونځ هغه نفلي لمونځ دی چې په شپه کې د ماخوستن له لمانځه وروسته اداء کیږي، که یو څوک د ماخوستن له لمانځه مخکې نفل و کړي او یا د ماخوستن له لمانځه وروسته کوم قضایي فرض لمونځ وکړي دا تهجد نه بلل کیږي، او که وتر لمونځ وکړي دا هم د مونږ (احنافو) په مذهب تهجد نه بلل کیږي.

خو دا چې د تهجدو لپاره مخکې خوب شرط دی او که نه؟ په دې مسئله علماؤ بحث کړی : د ځینو نظر دا ده چې له ماخوستنه وروسته هر نفل لمونځ که له خوبه مخکې وي او یا وروسته تهجد بلل کیږي، خو د ډیرو علماؤ په نزد غوره دا ده چې مخکې له خوب کولو لمانځه ته تهجد نه ویل کیږي؛ ځکه چې د آیتونو او احادیثو له ظاهر څخه معلومیږي چې سړی ویده شي که لیږ وخت هم وي او بیا له ویښیدلو وروسته نفل وکړي هغو نفلو ته تهجد ویل کیږي او ډیر فضیلتونه لري، او دا له لغوي معنی سره هم موافقه خبره ده، لکه چې شاه انور شاه کشمیري رحمه الله تعالی په خپل کتاب عرف شذي کې لیکلي :

(وصلاة التهجد هي الصلاة بعد النوم فإن التهجد ترك الهجود أي النوم، و يوافقه اللغة وحديث مرفوع عن حجاج بن عمرو أخرجه الحافظ في تلخيص الحبير وحسن إسناده).

ژباړه : د تهجد لمونځ صرف له خوبه وروسته لمونځ دی؛ ځکه د تهجد معنی د خوب پریښودل دي او له دې معنی سره لغت او یو مرفوع حدیث هم ورسره برابر ده چې له حجاج بن عمرو څخه روایت شوی، حافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب تلخیص الحبیر کې دا حدیث روایت کړی او د هغه سند يې حسن بللی.

د ردالمحتار لومړي ټوک په ۵۰۶ مخ کې هم داسې راغلي.

(۲) د تهجدو اندازه:

د تهجدو کمه اندازه دوه رکعته ده، که څه هم ځینې علماء یې کمه اندازه څلور  رکعته بولي خو غوره اوله خبره ده؛ ځکه د بخاري او مسلم په شرط برابر حدیث په ابن ماجه، نسائي، مستدرک او په صحیح ابن حبان کې داسې راغلي :

(عَنْ أَبِي سَعِيدٍ وَأَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا اسْتَيْقَظَ الرَّجُلُ مِنْ اللَّيْلِ وَأَيْقَظَ امْرَأَتَهُ فَصَلَّيَا رَكْعَتَيْنِ كُتِبَا مِنْ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ).

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : کله چې يو سړی په شپه کې له خوبه را ویښ شي او خپله ښځه هم را ویښه کړي بیا دواړه دوه رکعته لمونځ وکړي الله تعالی به یې له ډیر ذکر کوونکو سړيو او ښځو څخه حساب کړي، نو کمه اندازه د تهجدو دوه منځنۍ یې څلور او زیاته اندازه یې اته رکعته دی، رد المحتار مخکنی حواله.

(۳) د تهجدو فضيلت :

د تهجدو په فضیلت کې زیات روایتونه راغلي يو څو به د مثال په ډول ذکر کړو :
(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَأَفْضَلُ الصَّلَاةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلَاةُ اللَّيْلِ) (رواه مسلم)

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : بهترینه روژه ورسته له رمضانه د محرم د میاستې روژه ده، او بهترین لمونځ وروسته له فرض لمانځه د شپې لمونځ (تهجد) دی.

(عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ عَلَيْكُمْ بِقِيَامِ اللَّيْلِ فَإِنَّهُ دَأَبُ الصَّالِحِينَ قَبْلَكُمْ وَهُوَ قُرْبَةٌ إِلَى رَبِّكُمْ وَمَكْفَرَةٌ لِلسَّيِّئَاتِ وَمَنْهَاةٌ لِلْإِثْمِ)  (رواه الترمذی) .

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: تاسې همیشه د شپې لمونځ کوئ؛ ځکه د شپې لمونځ له تاسې نه مخکې د نیکانو (عادت او لاره ده) او سبب د نزدې کیدلو ده الله تعالی ته، او سبب د بخښنې د تیرو ګناهونو ده، او په راتلونکې کې سبب د را ګرځیدلو ده له ګناهونو څخه.

(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ رَحِمَ اللَّهُ رَجُلًا قَامَ مِنْ اللَّيْلِ فَصَلَّى وَ أَيْقَظَ امْرَأَتَهُ فَصَلَّتْ فَإِنْ أَبَتْ نَضَحَ فِي وَجْهِهَا الْمَاءَ رَحِمَ اللَّهُ امْرَأَةً قَامَتْ مِنْ اللَّيْلِ فَصَلَّتْ وَ أَيْقَظَتْ زَوْجَهَا فَإِنْ أَبَى نَضَحَتْ فِي وَجْهِهِ الْمَاءَ) (رواه ابو داود).

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : الله تعالی دې رحمت وکړي په هغه سړي چې په شپه کې ویښ شي لمونځ وکړي او خپله ښځه هم را ویښه کړي چې لمونځ وکړي که نه را ویښیدله په مخ اوبه وروشیندي، الله تعالی دې رحمت وکړي په هغې ښځه چې په شپه کې ویښه شي لمونځ وکړي او خپل سړی هم را ویښ کړي چې لمونځ وکړي که نه را ویښیدو په مخ اوبه وروشیندي.

(۴) د شپې کومې دعاګانې او اذکار سنت دي :

چې سړی را ویښ شي نو د خوب د را ویښیدو له دعاء وروسته به اودس وکړي او د سورة آل عمران اخیرنی رکوع به تلاوت کړي لکه په حدیث کې چې راغلي :

(عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ أَنَّهُ رَقَدَ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَاسْتَيْقَظَ فَتَسَوَّكَ وَتَوَضَّأَ وَ هُوَ يَقُولُ، إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ، فَقَرَأَ هَؤُلَاءِ الْآيَاتِ حَتَّى خَتَمَ السُّورَةَ) (الحديث رواه مسلم).

د شپې په لمانځه کې او هم له لمانځه څخه وروسته چې سړی څومره زیاتې دعاګانې وکړي بهتره ده؛ ځکه د شپې دعاء اجابت ته نزدې ده لکه په حدیث شریف کې چې راغلي :

(عَنْ أَبِي أُمَامَةَ قَال : قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ الدُّعَاءِ أَسْمَعُ قَالَ جَوْفَ اللَّيْلِ الْآخِرِ وَدُبُرَ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ) (رواه الترمذي).

او په احادیثو کې ځینې خاصې دعاء ګانې هم راغلې لکه په یو روایت کې چې راځي :

(عَنْ طَاوُسٍ سَمِعَ ابْنَ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَامَ مِنْ اللَّيْلِ يَتَهَجَّدُ قَالَ اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ وَلَكَ الْحَمْدُ لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ مَلِكُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ الْحَقُّ وَوَعْدُكَ الْحَقُّ وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ وَقَوْلُكَ حَقٌّ وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ وَمُحَمَّدٌ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ حَقٌّ اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ وَبِكَ خَاصَمْتُ وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ و لَا إِلَهَ غَيْرُكَ) (رواه البخاري).

که څه هم د بخاري په روایت کې دا نه دي راغلي چې دا دعاء به په څه وخت کې ویل کیږي خو د ابوداود په روایت کې صراحة راغلي چې دا دعاء به یې له تکبیر اولی وروسته ویله، او بل استغفار په هر وخت کې ډیر فضیلت لري خو په شپه کې د سهار طرف ته ډیر زیات استغفار ویل په کار دي هم په لمانځه کې په سجده کې او د سجدو تر منځ لکه چې په احادیثو کې راغلي او هم له لمانځه پرته؛ ځکه د سهار په وخت کې د استغفار فضیلت په قرآن کریم کې صراحة ذکر شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x