افغانستان

دنورستان دولایتي شورا ټاکنې په جلال اباد کې ترسره شوې

همدا نن سه شنبه دننګرهار مرکز جلال باد ښار دولایتي شورا په ودانۍ کې یوه غونډه رابلل شوې وه ، خو دا غونډه دننګرهار دولایتي شورا نه وه بلکې دنورستان ولایت دولایتي شورا استازي په کې راغونډ شوي وو.

دا غونډه چې دنورستان دولایتي شورا غړو  دخپل رئیسه هیئت دټاکلو لپاره راغوښتې وه په ترڅ کې یې عنایت الله مذهبیار دنورستان دولایتي شورا درئیس ، مولوي عنایت الرحمن  دمرستیال او میرمن خاطره د منشي په حیث وټاکل شوې .

په غونډه کې دنورستان دولایتي شورا یوازې پنځو تنو غړو ګډون کړی وو په داسې حال کې چې دا شورا ټول نهه غړي لري چې دری یې ښځینه او شپږ یې نارینه دي .

کله چې خبریالانو دنورستان ولایتي شورا له غړو وپوښتل چې ولې یې  دلته په جلال اباد کې غونډه رابللې او ټاکنې ترسره کوي  او ولې یې پاتې غړو ګډون نه دی کړی  هغوی وویل ( نورستان ته په لاره دکونړ په ګوسلک سیمه کې طالبان شتون لري او حکومتي خلک نه پریږدي چې هاخوا یا دېخوا تګ راتګ وکړي ، نو موږ نه شوای کولای چې نورستان ته ورشو ، یا هغه نور څلور غړي دلته راشي ، نو څرنګه چې موږ ډیر وو نوځکه مودلته ټاکنې ترسره کړې )

د نورستان ولایتي  شورا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا دټاکنو غوندې به غونډې هم په جلال اباد کې کوي او که  به کومه بل حل لاره ورته لټوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x