
۲۵ زره افغان کارګران سعودي عربستان ته استول کيږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې له سعودي عربستان سره د يوې هوکړې مخې ۲۵ زره تنه افغان کارګران سعودي عربستان ته استول کيږي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ دغه هوکړه د ولسمشر اشرف او د سعودي عربستان د پاچا تر منځ د ټېلفوني اړيکې له لارې شوی ده.
دياد وزرارت وزيرې نسرين اوريا خېل دغه څرګندونې په کابل کې د ۳۹۵ افغان کارګرانو له مسلکي زده کړو څخه د فراغت په يوې غونډه کې وکړې.
ميرمن اوريا خېل وويل چې وزارت په پلان کې لري چې ددغه هوکړه ليک د لاسليک په موخه په راتلونکو څو ورځو کې د دغه وزارت يو پلاوی سعودي عربستان ته سفر وکړي او وروسته به د کارګرانو دلېږد پروسه په رسمي توګه پيل شي.
اوريا خېل زياته کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ماهرو ګارګرانو د پيدا کولو په هڅه کې دی، چې د هغوی په لېږلو به په پېل کې له کارګرانو څخه پيسې نه اخيستل کيږي، خو د کار پر مهال به يې له معاش څخه ټاکلې اندازه روپۍ د اړوندو شرکتونو له لوري له هغوی څخه په مياشتني حساب اخيستل کیږي.
اوريا خېل د کوريا د فني او حرفوي زده کړو له انستيتيوت څخه د ۳۹۵ فارغانو غونډې ته په وينا کې وويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسلکي زده کړو پوهانو ته اړتيا لري او هڅه کوي چې مسلکي کسانو ته د کار کولو لومړۍ موقع ورکړي.
ددغه انستيتيوت مسؤل مير جلال الدين ايشان وويل چې د فنی او مسلکي زده کړو د مرکز زده کړې ډېري عملي بڼه لري نو ځکه يې زده کوونکي ښه کاري وړتيا لري او کولای شي چې د نړۍ د نورو هېوادونو له کارګرانو سره سيالي وکړي.
د يادونې وړ ده چې سعودي عربستان ته د افغان کارګرانو د ويزې ستونزه له څو کلونو راهيسې ناحله پرته ده چې له مخې يې افغان کارګران د نورو هېوادونو په پاسپورتونو سعودي عربستان ته سفرونه کوي.
د کار او اقتصاد پوهان وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ دياد هوکړه ليک په عملي کولو سره به ډيری افغان کارګرانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې اداري فساد هغه څه دي چې د افغانستان د پرمختګ او ښې راتلونکې ډېرې چارې يې له خنډ سره مخ کړي دي.
د حالاتو ډيری شننونکي له خوشبينۍ سره سره دا انديښنه هم لري چې کواګې دغه پروسه به هم افغانستان ته هغومره ګټه ونه کړي څومره چې تمه ترې کيږي.