افغانستان

امریکایان په هلمند کې د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): امریکايي ځواکونه په هلمند کې د طالبانو د پراخېدونکي نفوذ د مخنیوي په خاطر یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ورګرځېدلي.

دغه ځواکونه چې د امریکا سپیشل فورس نومول کیږي، د جګړې په ډګر کې اوس تر ټولو ځواکمن رول لوبوي، دوی هڅه کوي ترڅو د هلمند ولایت مهمي برخي د طالبانو په لاس کې ونه لویږي.

دغه خبري افغاني او امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاني ته کړي.

دغو چارواکو ویلي چې په تیرو اونیو کې د امریکا د سپیشل فورس ځواکونو شمېر زیات شوی، چې د هوايي او ځمکني ځواک څخه برخمن دی.

یوه افغان جګپوړي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دوی ته امر شوی چې د امریکايي ځواکونو په اړه معلومات به پټ ساتي، له چا سره به یی نه شریکوي، او نه به هم ددغه ځواکونو د دقیق شمېر او ځایونو په اړه رسنیو ته څه وايي.

یوه غربي ډیپلوماټ هم خبري سرچینو ته تایید کړې چې د هلمند په جګړو کې د امریکا سپیشل فورس او د امریکا هوايي ځواک فعاله ګډون لري.

طالبانو په دې وروستیو کې د خانشین ولسوالۍ په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندي راوستل او همداسي په دې وروستیو کې د مارجې پر ولسوالۍ جګړې توندي کړي چې په ترڅ کې د مارجې ولسوالۍ دولتي ودانۍ اکثره د طالبانو په ولکه کي دي.

د هلمند ولایتي شورا غړو ویلي وه طالبان د مارجې ولسوالۍ د نیولو وروسته غواړي په هلمند کې نوري سیمي هم تر خپل کنټرول لاندي راولي.

طالبان چې له ډیره وخته د لښکرګاه ښار پر شاوخوا اطرافو هم عملیات پیل کړي، د ځايي چارواکو په وینا هر وخت ویره وي چې دغه ښار به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

که څه هم طالبانو د خانشین ولسوالۍ د نیول کیدو رسما خبر ورکړی وو، خو تر اوسه یې د مارجې ولسوالۍ په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړې، داسي ګمان کیږي چې اوس هم ددغه ولسوالۍ په ځینو برخو کې دولتي ځواکونه په مقاومت بوخت دي.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا غړو ددې تر مخه ویلي وه چې مارجه په هلمند ولایت کې تر ټولو مهمه او استراتیژیکه ولسوالي ده، که دغه ولسوالي سقوط وکړ، ډیر ژر به د هلمند مرکز لښکرګاه هم سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x