افغانستان

د يوې جوړې د واده لومړۍ شپه د ژوند وروستۍ شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): په هرات ولايت کې يوې ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه د ګاز نيونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هرات د حوزوي روغتون يو ډاکټر محمد رفيق شيرزي نن رسنيو ته وويل چې د دغې ښځې او خاوند مړي نن د دوشنبې په ورځ ( د ليندۍ ۲۳مه) د هرات حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

شيرزي وويل چې دغه پېښه تېره شپه د هرات د باباجي په سيمه کې رامنځته شوې چې له امله يې دغه ۲۴کلنه ناوې او ۲۵ کلن زوم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هغه وويل چې که څه هم دا په روان کال کې د ګازنيونې لومړۍ پېښه ده خو له دې وړاندې هم دې ته ورته پېښې شوی دي چې له امله يې د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډ‌اکټر شيرزي د يادې پېښې په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو هېوادوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې د شپې له خوا د ګاز استعمال ته پاملرنه وشي، تر څو د ګاز نيونې پېښې کنټرول شي.

د يادونې وړ ده چې د هرات ګڼې کورنۍ بريښنا نه لري او خلک يې د رڼا او سون له پاره له ګاز څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x