افغانستان

حامد کرزي د پاکستان د دفاع وزير څرګندونې افغانانو ته « توهين » وبللې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې د ټولو افغانانو لپاره توهين وبللې.

حامد کرزي چې د مهاجر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې د ټاپی پروژې په اړه د خواجه اصف څرګندونې دا په ډاګه کوي چې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې هم ځان ته د لاسوهنې حق ورکوي.

حامد کرزي وویل: «موږ ټول هم طالبان او هم هغه کسان چې په کابل کې دي، په دولت کې کار کوي او یا هم سیاسون دي باید له هر ډول بهرني استثمار او استعمار او ذهنی اسارت څخه ځان وژغورو او که چېرې ځان د دې خاورې صاحبان بولو نو ټول باید یو ځای او په اتحاد او اتفاق سره د خپلې خاورې په آبادي کې برخه واخلو.»

پخواني ولسمشر له هېواده د ځوانانو وتل هم اندېښموونکي وبلل او دا يې د رواني جګړې اغېز وباله، هغه وویل پر ځوانانو غږ وکړ چې د هېواد په ابادۍ کې دې برخه واخلي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې به ایله ورځنی لګښت پیدا کړي، خو میلیونر به نه شي، خو د ده په وينا باید په هېواد کې د ننه د میلیونري هڅه وکړي.

په دې مراسمو کې چې د مهاجر نړیوالې ورځې په نوم جوړ شوي وي، د کډوالو چارو وزیر هم له هېواده د ځوانانو د تېښتې پر نوروعلتونو سربېره بې کاري هم یو علت وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x