افغانستان

ظاهر قدير له داعش سره یوه خوله شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدير او په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلګۍ د جوړ جاړي خبر ورکړل شوی دی.

ظاهر قدیر چې څه موده وړاندې يې د داعش پر ضد څرګندونې وکړي او د ګډ حکومت امنيتي مسوولین يې له دې وسله والې ډلې سره یوه خوله وبلل له خپلې دعوې په شا شوی دی.

نوموړي د ولسي جرګې په غونډه کې په ډاګه وویل چې د داعش او امنيت شورا د اړیکو په اړه د اسنادو او شواهدو سې ډې کیسټ لري، خو په وينا يې که يې ښکاره کړي نظام به سقوط وکړي.

تازه راپورونه وايي چې ظاهر قدير په ختيځ کې د داعش جنګياليو له مشرانو سره د قوي منځګړي په منځګړيتوب یوه خوله شوی او په ځينو شرطونو يې سره روغه کړې ده.

د راپورونو له مخې له ظاهر قدیر سره د داعش وسله والو منلې ده، چې د دوی په سیمه کې به د نوموړي د مخدره توکو د توليد او انتقال په کار ځایونو او موټرو کار نه لري او ظاهر قدیر به هم خپل وسله وال له جنګه منعه کوي.

ظاهر قدیر په ختيځ کې له داعش سره د مبارزې په پلمه ګڼ ځوانان مسلح کړي، چې د شينوارو د قومي مخورو له خولې له دې وسله والو د دویمي داعشیانو وېره لري، د دوی په خبره دغه وسله وال د اربکيانو په څېر چلند کوي او ولس يې په تنګ کړی دی، خو له داعش سره يې یو ټک هم نه دی کړی.

ویل کېږي ظاهر قدير په ختيځ کې مسلح ځواک، د مخدره توکو قاچاق او ناقانونه وسله وېشنه کې پراخ لاس لري.

تر اوسه پخپله ظاهر قدير د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x