شعـــــرونه

غزل – سید احسان الهام

دتقوا په لور چي څوك له غفلتو نه رابهر شول
بس همدغه كا ميا بي ده له تيا رونه رابهر شول

چاچي دين كړ ترپښولاندي چا چي وپلورله خاوره
انسانيت ترې نه خفه شو له سړونه را بهر شول

څه دوير سختې شېبې مو دليدلوپه نصيب شوې
څه درد ناك سوي آهونه مو له زړونه رابهر شول

بيابه كوم كوركنډواله كړي بيابه كوم بچى يتيم كړي
اشغلګر خړو ټانګو كي له پو ستونه رابهر شول

ها دي بيا په تېښته لاړل اربكيان په رينجروكي
غازيان وروڼه قهرجن له چنا رونه رابهر شول

بياځي هسي تېروي قيمت ژوند په چكرو نو
اواره ځوانان ملګري له كورو نه را بهر شول

چي تر څو بجو به بيا تا رانه غلى كړي الها مه!
سهاري بد بخت خوبونه له سپېدونه رابهر شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x