نړۍ

په سوریه کې د اسد وفاداره ملیشو لسګونه جنګیالي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د القاعده تنظیم څانګي جبهة النصره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د سوریې د حلب ولایت په جنوبي دښتو کې یې تر اتیا ډیر اسد رژیم ته د وفاداره ملیشو جنګیالي وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي.

جبهة النصره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسد ایراني او عراقي وفاداره ملیشو غوښتل د حلب ولایت په جنوبي دښتو کې پر بانص کلي پراخ تعرضي برید وکړي چې ددوی د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول، په جګړه کې د ایراني او عراقي ملیشو څخه تر ۸۰ ډیر جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دا جګړه پر داسي مهال شوي چې د سوریې یو بل تنظیم حرکت احرارالشام په لاذقیه ولایت کې د روسي ځواکونو مرکزونه او د حمیمیم هوایې ډګر په توغندیو ویشتلی، په توغندیز برید کې د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل پلو د سوریې پلازمېنه دمشق ته نژدې د سوریې پوځ په ځمکه کې نغمونه کیندلي، دوی غواړي په همدې توګه د ازاد پوځ مرکزونو ته ځانونه ورسوي، خو ازاد پوځ بیا ویلي چې د اسد رژيم د پوځ څو نغمونو ته یې انفجار ورکړی او له منځه یې وړي دي.

په سوریه کې تر بل هر وخت حالات ترینګلي شوي، یو خوا د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو بمباری او له بلي خوا د روسي ځواکونو له سمندره او هوا څخه بریدونه د سوریې ولس له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close