
د طالبانو پر ضد د فتوا بازۍ دسیسه
مولوي عبدالحق سدید
د طالبانو اسلامي تحریک د اسلامي ویښتابه په معاصر پړاو کې یوازینی تحریک دی چې د بل هر جهادي خوځښت په نسبت یي اوږد عمر مبارزه کړې، متحد پاته شوی، خپلو مبادئو ته ژمن پاته شوی، د اسلامي نظام د قیام عملي بیلګه یي وړاندې کړې او د امریکا په شان په ستر طاغوت سربیره یې د محلي منافقو استخباراتي شبکو او د کفر د منطقوي ګوډاګیانو خولې یي هم له خاورو ډکې کړي دي.
د طالبانو د اسلامي تحریک د ځپلو لپاره کفارو او د هغوی جاسوسي شبکو بیلابیل نیرنګونه وکارول، له پوځي زور، یرغل، تعذیب، تبلیغاتي جنګ او ډول ډول دسائسو نیولې بیا د افتراق او اختلاف اچولو تر بیلابیلو کوښښونو پورې.
سره له دې چې د طالبانو د متحد صف د ټوټه کولو او د دې نظم د تخریب او طالبانو د سر اېله کولو لپاره کفارو او د هغوی استخباراتي ملګرو پخوا هم هڅې کړي د جیش المسلمین، فدایي محاذ او معتصم اغا د تحریک تر نامه لاندې یي بیلابیل جریانات را میدان ته کړي مګر د الله تعالی په خاص کرم او اسلامي اخوت ته د طالبانو د تعهد له امله یي کومه پایله نه ده ترلاسه کړې.
په دې وروستیو کې چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر اعلان شو د کفر استخباراتي بنسټونه یو ځل بیا امیدوار شول چې دا ځل به د طالبانو تر مابین په تفرق پیدا کولو وتوانیږي نو ځکه یي په دې برخه کې پراخ تبلیغات پیل کړل او د ډلبازۍ، وسوسو اچولو، پټو مجالسو دائرولو او په ټولو کې د اختلاف او بدګومانۍ د فتنې د راویښولو لپاره یي د خپلو زړو انډیوالانو او ایجنټانو په توسط پراخ کار پیل او لویې سرمایه ګذارۍ ته یي ملا وتړله.
مغرضې شبکې ولې د امارت په ړنګولو او ټوټه کولو پسې دي؟
ښایي له چا سره به پوښتنه وي چې نړیوالې او منطقوي جاسوسي شبکې ولې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امارت په ړنګولو، بې اعتباره کولو او ټوټه کولو پسې لګیدلي دي؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چې متحد امارت هغه چې له هر دوست او دښمن سره د یوه منظم او د جهاد اهدافو ته د متعهد نظام په حیث چلند او تعامل کوي د نړیوالو کفارو او د هغوی د محلي جواسیسو په ستوني کې د زهرو غړپ دی.
د متحد نظام په شتون کې دوی خپلې استخباراتي نقشي نه شي عملي کولی. خپل اجیران او ایجنټان د خپلو غرضي عملیاتو لپاره نه شي سوق کولی، دا یو نړیوال حقیقت دی چې افراد اخیستل کیدلی او استخدامیدلی شي مګر نظام هیڅوک نه شي اخیستلای او نه یي هم د خپلو ګټو لپاره استخدامولی شي.
نړیوالو او محلي جاسوسي شبکو په تیر جهاد کې د همدې مقصد لپاره مجاهدین پنځلس ټوټې کړل چې ۷ تنظیمونه یي په پاکستان او ۸ په ایران کې جوړ شول، دوی هیڅکله حاضر نه و چې د مجاهدینو له متحد نظام سره تعامل وکړي، د تفرق او ډلبازیو په صورت کې نړیوال او محلي استخبارات وتوانیدل چې ډلې او افراد د خپلو ریموټي نانځکو غوندې د افغانستان د سیاست په سټیج ونڅوي، سیاف د سعودی لخوا اخیستل شوی و او مزاري د ایران د سپاه ګوډاګی و چې دواړو د اخیستو ریالونو او تومانو په بدل کې د ایران او سعودي جګړه د کابل په ځمکه نندارې ته وړاندې کړه چې په بدل کې یي د پښتون او هزاره یا سني او شیعه تر منځ دښمني ولوېده، ایراني او سعودي استخبارات د خپلو کرایي ډلو او افرادو په توسط وتوانیدل د افغانانو په وینو، دافغانستان په ځمکه او د افغان هیواد د تخریب په بیه خپله دښمني سره وپالي.
په اوس کې هم کیسه کټ مټ همداسې ده، نړیوال او منطقوي جاسوسي سازمانونه چې ټول د یوه متحد نظام په حیث د امارت دښمنان دي او د تخریب په هڅه کي یي دي کوښښ کوي چې افراد د امارت له نظم نه وباسي،قومندانان د تیرجهاد د مهال غوندې سراېله کړي ترڅو ددوی په استخباراتي ګرفت کې ولویږي، بیا به ایران کولای شي د خپلو کرایه کړیو جنګیالو په توسط د سلما او کجکي بندونه والوزوي، بیا به سعودي کولای شي چې د خپل سلفي حقد سړولو لپاره له کندهاره مبارکه خرقه غلا کړي چې په تیره تنظیم بازي کې یي هم هڅه شوې وه، بیا به د افغانستان ملي تاریخي شتمنۍ لکه د وزیراکبرخان تفنګچه او د سکندرجام کوم اجنبي استخباراتي ته په تحفه کې ورکول کیږي او د نصیرالله بابر کورنی موزیم به د اریانا له تاریخي آبداتو ډک وي.
د همدې مقصد په مخکې ترټولو ستر خنډ متحد جهادي صف او بانظمه امارت دی چې له بدخشان تر نیمروزه یي ټول مجاهدین په اداره او کنترول کې ساتلي، دې نظم او اتحاد مجاهدینوته په سیاسي، پوځي او روحي قوت سربیره د استخباراتي توطئو په مقابل کې هم تحفظ او وقایه ورکړې، په دې سختو او امتحاني حالاتو کې د طالبانو دغه لاس په لاس او متحد بهیر داسې مثال لري لکه ډیرو کسانو چې لاسونه سره ورکړي وي او په خړ سیلاب کې لاره باسي،د ټولو یووالی د سیلاب د څپوپه وړاندې ټولو ته قوت ورکوي او که کوم یو وغورځي نور یي ډیر زر راپورته کولای شي.
د امارت د دښمنانو وروستۍ هڅه دا ده چې دغه اتحاد وشلوي د همدې لپاره یي د ټولو هڅو له ناکامۍ وروسته اوس یوه داسې فتوی صادره کړې چې د امارت په وجود د بطلان کرښه راتیروي، دغه فتوی چې په دې وروستیو کې د یو شمیر ملایانو د دسخطونو په جعل او خطا ایستلو سره په پنځلس مخونو کې نشر شوې له سره تر پایه یي ټول تاکید په دې دی چې نور په افغانستان کې واحد امارت او شرعي قیادت نشته، او د هرمجاهد مخه په څلورو خواوو خلاصه ده چې څه غواړي هغه کولای شي او هیڅ شرعی اطاعت ته پړ نه دی، له دې څخه په واضحه ښکاري چې ددې فتنه ګرې فتوی بنیادي موخه د تفرق، انتشار، ډلبازۍ، هرج او مرج او ګډوډۍ د فتنې راویښول دي او بس .
فتوی ته نقادانه نظر
کومه فتوی چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د نړولو په مقصد نشر شوې، په علمي او مسلکي ضعف سربیره نورې هم داسې غلطۍ لري چې د فتوی باوري توب له منځه وړي او معلومیږي چې ښکاره درغلي په کې شوې ده.
په فتوی کې تر ټولو ښکاره درغلي داده چې د فتوی خپرونکو په کذب او غدر دلالت کوي چې لاسلیکونه ورپورې جعلي نښلول شوي دي، ځکه د فتوی په لومړي مخ د فتوی د لیکلو تاریخ د روان هجري قمري کال د د صفرالمظفر ۲۶ مه ښودل شوې مګر په پای کې د ملایانو په دسختطونو کې ځیني داسې دي چې د د فتوی د لیکنې له نیټې ۱۶ ورځې پخوانی یعنی د صفرالمظفر د ۱۰ تاریخ ورسره لیکل شوی دی.
له دې معلومیږي چې فتوی خپرونکو په دې کار کې له دوکې او دروغو کار اخیستی، یا خویي پخواني دستخطونه په دروغو په خپله جعلي فتوی پورې د کمپیوترپه واسطه سریښ کړي او یا یي له ملایانو په سپین کاغذ دستخطونه اخیستي او بیا یي له خپله ځانه د فتوی په نوم لیکنه کړې او لاسلیکونه یي ورپورې نښلولي دي.
د مفتي په شروطو کې د حنفي فقهې یو لوی اصل دادی چې د فاسق فتوی د اعتبار وړ نه ده، دلته چې د فتوی خپروونکي دروغ او غدر د لمر غوندې واضح معلومیږي نو ځکه خو یي فتوی ته هم اعتناء نه شي کیدلی، ځکه دروغ او دوکه دواړه کبیره ګناهونه دي چې مرتکب یي فاسق بلل کیدای شي حتی دروغ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق له دریو علامو یوه علامه ګڼلې .
په فتوی کې بیا بیا په دروغو داخبره شوې چې له موجوده امیر سره اکثرو مجاهدینو او علماء کرامو بیعت نه دی کړی نو ځکه مردود دی.
نه پوهیږو دغه کسان په کومو سترګو داسې ښکاره دروغ وایي، که د امارت د رهبري شوری په حساب واخلو نو مطلق اکثریت یعني له ۱۹غړو نه یې ۱۵ غړو چې هر یو د مرحوم امیرالمؤمنین په حکم ټاکل شوی له منصورصاحب سره یي بیعت کړی، که د امارت کمیسیونونو معیار وبولو نوله سیاسي کمیسیون پرته د ټولو کمیسیونونو مشرانو له نوي امیر سره بیعت کړی، که د ولایاتو والیان او د سنګرونو جهادي مشران معیار وبولو، نو د ۳۴ ولایاتو مشرانو او د ګوتو په شمیر له ډلګۍ مشرانو پرته د افغانستان د روان جهاد ټولو دلګۍ مشرانو، د امارت منسوبینو او مجاهدینو له منصور صاحب سره په خپله یا وکالتا بیعت کړی چې مستند شواهد یي په غږیږ او ویډیوي شکل تر ټول اولس پورې رسیدلي دي. او که دنړۍ جهادي تحریکونه معیار وبولو نو کومو چي له مرحوم ملاصاحب سره بیعت کړی و هغو ټولو له منصور صاحب سره بیعت کړی .
که علماء کرام ، مشائخ او عام وګړي معیار وبولو نو د افغانستان د ټولو ولایاتو علماء کرامو، په دار هجرت کې د خیبر پښتونخوا ټولو او د بلوچستان او کراچۍ د سیمو مطلق اکثریت مشائخو ، دمدارسو مهتممینو ، ملا امامانو او علماء کرامو له نوي امیر سره بیعت کړی او د منصور صاحب زعامت یي مشروع بللی، حتی په ایران اود خلیج په هیوادونو کې ډیری علماء کرامو او عامو افغانانو هم د نوي امیر ملاتړ کړی دی، چې دې ته په پام سره د امارت دنوي زعامت منکرین په اوړو کې د مالګې حیثیت هم نلري.
لوړ حقیقت ته په پام سره نه پوهیږو دغه نوي غرضي او مرضي مفتیان په کوم بنیاد دا خبره کوي چې اکثرو مجاهدینو نوی امارت نه دی منلی، دا چې دغو مفتیانو خپله فتوی په همدې بي اساسه مدعا باندې بنا کړې نو ځکه یي له بنسټه دعوه دروغجنه ده نو ځکه خو یي دلائل د اوریدو وړ نه دي.
د استدلال په برخه کې په فتوی کې څو واضحې غلطۍ شته، په فتوی کې په شپږم مخ کې راغلي چې په افغانستان کې اوس اهل الحل والعقد له سره وجود نلري ترڅو امیر وټاکي، او مجاهدین خپلې مخې ته خلاص دي هر یو د خپل سر پاچا دی امیر له سره نه شتون لري او نه یي د ټاکلو امکان شته، دلته هم ددوی غرض دادی چې مجاهدین سراېله او بي نظمه کړي ترڅو یي د آقایانو د ګټو لپاره زمینه برابره شي، مګر آیا دا به کوم ادنی عقل ومني چې اوس اهل الحل و العقد نشته؟ که چیرې د ځمکې له مخ نه اهل الحل والعقد لکه دوی چي وایي واقعا معدوم شي نو بیا خو د الله تعالی له لوري په انسانانو تکلیف مالایطاق لازمیږي، ځکه ټول فقهاء په دې اتفاق لري چې د امیر نصب په مسلمانانو فرض دي، نو چې له یوې خوا خلکو ته فرضي حکم متوجه وي له بلې خوا ددوی په خبره اهل الحل والعقد معدوم وي نو مسلمانان به خپلې غاړې څنګه خلاصوي؟؟ او که دوی وایي چې د امیر ټاکلو فریضه هم نوره منسوخه شوې ؟ العیاذ بالله
د اهل الحل والعقد شوری په برخه کې د فتوی بل کمزوری او غلط استدلال دادی چې اهل الحل والعقد یي د جمهوریت دپارلمان غوندې شوری بللې چې اعضاء به یي د سیمو، قومونو او قشرونو له منځه په انتخاب ټاکل کیږي.
خو واقعیت دادی چې هیڅ دیني کتاب او د فقهې هیڅ عالم د اهل الحل والعقد لپاره داسې صورت نه دی ښودلی لکه دپارلمان، په هیڅ کتاب کې دا خبره نشته چې د اهل الحل والعقد اعضاء په انتخابي وي یا به د قومونو او سیمو نمایندګي کوي، په شریعت کې حتی د اهل الحل والعقد لپاره کوم معلوم عدد هم شرط نه دی بلل شوی، د طالبانو رهبري شوری او ورسره مشائخ کرام او جهادي مشران چې د نوي امیر په ټاکلو کې یي برخه درلوده که چیرې دوی د اهل الحل والعقد له شرعي اعتبار څخه برخمن نه وای هیچا یي هم اطاعت نه کاوو او نه یي ورباندې قناعت کاوو، مګر داچې د درست هیواد معظم شیوخ دغه امارت مشروع بولي او مطلق اکثریت مجاهدین او عام اولس ورباندې قناعت لري همدا یي د مشروعیت دلیل دی ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت هیڅکله په ګمراهۍ نه راټولیږي، اما د فرد فرد بیعت او استغراقي موافقت دا هیچا هم شرط نه دی بللی تر دې چې د اسلام له لومړني راشد خلیفه رضی الله عنه سره هم ټولو صحابه کرامو علی الاستغراق بیعت نه و کړی او د سرتاسري بیعت د نفي په برخه کې د اسلامي سیاست لوی عالم علامه الاندلسي فرمایي: “أما من قال: إن الإمامة لا تصح إلا بعقد فضلاء الأمة في أقطار البلاد فباطل، لأنه من تكليف ما لا يطاق وما ليس في الوسع وما هو أعظم الحرج، والله تعالى لا يكلف نفساً إلا وسعها، وقال تعالى: {وما جعل عليكم في الدِّيْن من حرج}[الحج: 78]
په مذکوره فتوی کې بله د کمزورۍ نښه دا ده چې هر نیمه عالم او غیرمدرس ملا سره د شیخ الحدیث و التفسیر القاب لیکل شوی دي، تر څو لوستونکو ته په دروغو دا خبره القاء کړي چې دا فتوی دومره ډیرو مشائخو امضاء کړې ده، خو په حقیقت کې له پنځو کسانو پرته په دې یاده فتوی کې د حدیثو د کوم مدرس لاسلیک نشته، اما په ددروغو شیوخ په کې ډیر راوستل شوي لکه لیکوال او ژورنالیست حاجي عبدالرحمن احمد هوتک چې هم په کې شیخ بلل شوی دی.
په دې فتوی کې بله لویه د تیرایستنې هڅه دا شوې چې ظاهري عنوان یي دا ورکړی چې ګواکې دا فتوی د مجاهدینو ترمنځ د جګړو د مخنیوي لپاره ترتیب شوې مګر محتوی یي ټوله له داسې خبرو ډکه ده چې مجاهدین سره ویشي، د اتحاد په ځای یي تفرق، بي اطاعتۍ او بغاوت ته بولي ترڅو جبهه په جبهه، کلي په کلي او ولایت په ولایت ډلې او په ځانځانۍ مبتلا افراد سره درګیر شي.
دفتوی اړوند بله خبره داده چي ځیني نیک علماء تیرایستل شوي او په دوکه و چلبازۍ ورنه دستخطونه اخیستل شوي دي ځکه یوه سپین ژیری عالم چي کله له دي فتوی خبرشو نو ویې ویل چي له مانه خو چي یې دسخط پري واخست هغه خو دري مخه فتوی وه او دا خو ۱۵ مخه ده او په هغه کې خو دا خبري نه وي ، نور چې کوم نومونه د فتوی په پای کې راغلي زیاتره هغه ملایان دي چې له امارت سره کومه خواخوږي نلري او نه یي ورباندې زړه سوځي ځکه دوی ته داسلامي امارت په شل کلن دورکې هیڅ کومه داعتماد وړ وظیفه مرحوم ملا صاحب رحمه الله نه ده ورکړي ځیني یې په میراثي ډول دپلرو او وروڼو نوم کاروي ځیني یې څو کاله وړاندي داسلامي امارت شیوخو ددوی د اعمالو له وجهي دشرعي مصلحت له مخي دامارت له صف نه څنګ ته کړي او پر کور کښینولي و، ځیني یې بیا په تنظیمي لحاظ له حزب اسلامي حکمتیار سره پاته شوي او تر اوسه پوري لا هغه پخوانۍ عقده پالي اوځیني یې بیا داسي کسان دي چي په تیرو پنځلسو کلونو کې چي په افغانستان او امارت هرڅه سړي تودي تیري شوي دوئ له کراچۍ نه ندي راښوریدلي خو اوس بیا د فتوی د سر خلک دي او له کراچۍ نه یې مسلسل سفرونه ورته وکړل .
فتوی چا او ولې نشر کړې؟
په صراحت سره ویلی شو چې ددې فتنه پاروونکې فتوی مقصد هیڅکله شرعي او دیني نه شي بلل کیدای بلکې تر شاه یي له یوې مخې استخباراتي، عصبي، دنیوي او معاندانه اغراض پټ دي.
په فتوی کې مؤثر لاس د هغو کسانو دی چې له ډیره وخته د سیمي له یو شمیر جاسوسي شبکو سره دوستانه اړیکي لري، د نقدي مرستو په عوض کې ورته د مجاهدینو په منخ کې لابي ګري کوي، او د راهدارۍ ټوپکې او وسلې په غاړو کې ګرځوي، حتی ځیني خو یې د ګاونډي هیواد په انتخاباتو کې ولاړ وو.
ځیني نور بیا جاهلانه عصبیت دا ډول ناروا ضد ته درولي دي، په فتوی کې یو دستخط د شیخ حمدالله په نوم د عالم دی، څه موده وړاندې د نوموړي سره تعلق لرونکي یوه عالم راته وویل چې له دغه شیخ حمدلله مې پوښتنه وکړه چې ولې یي د امارت له نوي قیادت سره ضد را اخیستی، شیخ حمدالله لومړی شرعي دلائل ویل خو چې په شرعي دلائلو کې پړ شو نو په ډاګه او صراحت یي راته وویل چې والله که هیڅ کیسه وي اصلي خبره داده چې دا پلانی قوم خوند نه راکوي چې راباندې بالا او امیر وي.
نو مجاهدینو او طالبانو!
دغو ډول شک پاروونکې فتواګانو ته هیڅکله اعتناء ونه کړئ، څوک چې په دروغو نه شرمیږي هغه به د حق په پټولو څه وویریږي، ددغو ډول شائعو خپروونکي استخباراتي اجیران دي، دوی ته اوس دا دنده ورسپارل شوې چې ستاسو واحد او متحد صف ټوټه ټوته کړي، تاسو په سلو لارو روان کړي، ستاسو عظمت او دبدبه چې امریکایي کروزو ختمه نه کړای شوای دوی غواړي ددغسې غلطو فتواوو په توسط یي درختمه کړي. هغه بدبویه تبلیغات او تهمتونه چي مخکي به دکابل داستخباراتي زیرخانو او دغرب له رسنیو نه دمنصورصاحب اوامارت په ضد اوریدل کیدل او س یې همدا کړۍ ورسره بدرګه کوي، همدې کړیو په خپلو غولوونکو فتواوو ځينو ته جرأت ورکړ چي ځان جلا امیرالجهاد اعلان کړي خودسري شروع کړي اوبلاخره دمسلمانانو ویني توی کړي د دوی زړه غواړي چي په ټول هیواد هر ولایت او هره ولسوالۍ کې دا لوبه تکرارشي .
آګاه اوسئ چې په افغانستان کې تیر تنظیمي جنګونه هم د همداسې غلطو فتواګانو په وسیله ګرم شول، هلته هم یو شمیر ګمراهو تش په نامه علماؤ یوه اوبل جهت ته د بغاوت او قتال فتواوې ورکولې تر څو یي مجاهدین سره ډلې ډلې کړل.
غلطو فتواوو او استخباراتي اجیرو مفتیانو موږ یو ځل د غم په ټغر کینولي یو، زموږ د یوه انقلاب ثمره یي را ضایع کړې ویښ اوسئ چې له دې غاره بیا ونه چیچل شئ ځکه مؤمن باید له یوه غاره دوه ځله ونه چیچل شي.
مشروع امارت دی، مشروع یي قیادت دی او د سواداعظم لخوا تائید شوی دی نور د بل هیڅ تشویش اوشک ځای پاته نه دی.
اللهم هل بلغت اللهم فاشهد
و ما علینا الا البلاغ
مننه کوم لیکوال صاحب ډیر عالی الله پاک دی دا جوپړه خواره او بی ناموسان د ابلیس او شیطان د لاری پیروان تباه او بریاد کړی
ډیره مننه وروره هغه فتوی چې د مولوي احمد رباني لخوا ویشل کیږي ما هم ولیدله رښتیا ډیره ناځوانمردانه فتوا ده چې زه به یي یو څه برخه دلته د لوستونکو لپاره رانقل کړم )نومجاهدینواومسلمانانو وروڼونن تاسوفکروکی چي په افغانستان کي نه دأهل الحل والعقدشوری وجود لري اونه شرعي امیرالمؤمنین وجودلري ځکه چي تاسود أهل الحل والعقد تعریف ولیدی اوپه اوس زمانه کي دانه ده صحیح چي یوڅوکسه راولاړسي اودادعوه وکي چي موږ أهل الحل والعقد یو بلکي په اوس وخت کي به أهل الحل ۷مخ والعقد دټولوقومونوپه خوښه ټاکل کیږي چي هرکله یې اعتماد حاصل کی بیابه دوی امیرټاکی،په… نور لوستل »
دا اوستی امیر چا د امیر په صفت ټاکلی کومی د اهل احل و العقد شورا؟ آیا پدی شورا کی د افغانانستان ټول جید علما حاضر وه؟ یا دا چی صرف د دوه یا دریو قومونو شورا د جنوب غرب له حوزی څخه وه؟
د امارت په ضد فتوی د شریعت په اساس نه بلکې د قومیت په اساس لیکل شوې ده دلیل یي دادی چې لاندې لیکل شوي ټول ملایان یا کاکړان او یا هم هوتک دي،کاکړان خپل کاکړیزم کوي دوی وایي چې په افغانستان کې باید پاچا یوازې کاکړ وي دوی په پاکستان کې له مولانا فضل الرحمن نه جمعیت العلماء هم د کاکړیزم په اساس جلا کړ او نظریاتي جمعیت یي جوړ کړ. دلته هم احمد رباني،د مولوي عبیدالله دیوبندي زامن ، مولوي عبدالواحد، مولوي عبدالجبار او ډیر نور په قوم کاکړ دي، چې یوازې د کاکړتوب په بنیاد د منصور… نور لوستل »
آفرین زه لا تر اوس لدی خبرو خبر هم نه وم. دی څخه معلومیږی چی د طالبانو ورکه هم نژدی شوې ده. کور دی آباد په واقعیت ویلو سره. بهتره لار داده چی د افغانسانستان په سطح افغانستان شموله د علماو شورا جوړه شی دا د پیښور او کویټی شوراګانی دواړه د قومونو په بنسټ ولاړې دی.
هههههه
رشتیا پاکستانۍ فتوی ده تاسو وګورې په لومړي تصویر کې له عنوان سره څنګه ته چې تاریخ لیکول سوی فونټ یا لیکبڼه یي اردو ده، دا لکه سي معصوم افغانی د کراچۍ په جامعة الرشید کي د مفتي عبدالرحیم الباکستاني ثم الاستخباراتی و الضرب المؤمنی په کمپیوتر لیکلي ده
وروره ټولي دقومیت او تعصب له مخې خبري په هغه فتواکي لیکلي شوي دي ، هغه بله ورځ مي دمفتي عبدالرؤف د بیع هدایي سبق چې څوکاله پخوا ټيپ شوي ؤ په کمپيوټرکې اوریدل چې دخپلي مدرسې دناظم په اړه یې ویل : چې دا اسحاقزی نه دی په قوم کاکړ دی خو هسي زه ورته ساګزی ( اسحاقزی) وایم داځکه چې ماقسم کړی په ټول عمر اسحاقز دځان یا دخپلو شاګردانو باندي مشر والله که ومنم داسي نور هم کتع بتع شته چې یواځي دقومیت په بناء یا دتعصب له امله داکارونه کوي اوځيني بیا خطاایستل شوي لکه چې… نور لوستل »
الله ج دی تولومفسدومنافقوفاجرانوفسادغوشتونکونفاق طلبوعینادگروحتادکفرغلامانوته هدایت وکری که لایق دهدایت نه وی الله ج دی تباه اوبربادکری امارت اسلامی دهرمسلمان کورده نه دیوقوم فه الله ج قسم دی چی امارت اسلامی ته هرسوک فه تیت نظروگوری اوفه هره بانه اوهررقم دامارت دضعف خبری کوی نوالحمدالله هرموءمین اومجاهدته داسابطی ژی چی دغه کس عینادگرده لعنت دالله ج دی وی فه عینادگرو زنده ابادامیرالموءمنین الملااخترمحمدمنصورحفظه الله دامارت اسلامی افغانستان مخلص منیرکاکر
ستاسو له خبرو ماته دا جوته شوه چی نور د امارت زوال رارسیدلی مبارک مو شه.
ډیرو خلکو د امارت د ورکولو خوب لیدلی وو او وینی یی.
خو د الله په مرسته ډیرو دا خوب ځان سره ګور ته ویوړ او ډیر به یی ویسی.
امارت څه جمهوریت نده
یوازی په خولی یی ویل اسانه دی چی د امارت پایښت نژدی دا
ډیر ځوانان د امارت لپاره قربان سول او قربان به سی
د افغانستان غیور ملت امارت څه په سوال یا غلامی نده ساتلی بلکه د ککریو په وینو یی ساتلی وو او ساتی به یی
انشاالله
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم افسوس دمسلمانانو په اوسنی حالات عام مسلمانان خو یو واری نه ورباندی غږیږو دخاصو مسلمانانو او هغه چی زان ته مجاهدین او دالله درضا کسبولو دپاره وتلی خلک بولی او خپل مقصد هم اعلاء کلمة الله بولی یو سو کرښی به ورباندی ولیکو خپل منځی اختلافونه یی دی حد ته رسیدلی چی یو بل سره په هره خبره یوبل دوژلو فتووی ورکوی او یومسلمان مجاهد بل مسلمان مجاهد کافر ګنی مرتد ګنی مفسد ګنی خوارج ورته وایی او وینه تویول یی العیاذ بالله دالله درضا سبب ګنی او دا عادت مخکی… نور لوستل »
ههههه ښه سلاتی ، سردزګمه او ګمراه کوونکی خبری دی په نرمه ژبه او ډیر مهارت کړی دی او کومک دی هم په کی له بعضی اسلامی الفاظو اخیستی ده اما پوهه او آګاه کسان درباندی پوهیږی چی ته څوک یی او چا دداسی خبرو کولو لپاره استخدام کړی یی خو دا یاد ساته چی ددنیا او آخرت له ذلت نه بغیر به دی بل هیڅ څه شی هم په نصیب نشی یو امیر هغه هم په داسی شرایطو کی چی یو خو د اسلامی ممالکو ترمینځ په کی لسګونه موانع دی لکه دلارو د تګ اوراتګ موانع د یوی… نور لوستل »
ښه ښه دغه په تش نامه علماء ( علماء سوء) نو ولي داڅوارلس کاله وړاندي دافتوا نه ورکوله هغه مهال خو نو هم امیرالمؤمنین نه ؤ دا څوارلس کاله چې ویني توی شوي داټولي به نه وای توی شوي ، نه به دومره ښځي کونډي شوي وای نه به دومره کورونه وران شوی وای ، نه به دا دومره دربدرۍ پېښي شوي وای ، ستاسو دي نو په حیا لعنت شي چې دا حق خبره مو پټه کړي ده ، تاسو ولي هغه مهال نه ویل اوکه تاسو ته معلومیده چې دلوی ملاصاحب رحمه الله په شتون کې ستاسو خبرو… نور لوستل »
طالب تحریک په اصولو کی د قومیت پر بنیاد ولاړ دی. مونږه د امارت په وخت ولیده چی څنګه د جنوب غرب د حوزې فرهنګ په زوره د کابل او د نورو ولایتونو پر خلکو تطبیق کیږی خلکو باندی په زوره لونګی وهل کیدې او ږیره همداسی. لمانځه په زوره جومات کش کول خو یو عادی عادت وه د طالبانو چی پر خلکو یی تحمیل کړی وه.
توبه د نفس او شيطان له غولوني، عصبيت، حسد، نفاق، ضد، عناد، ناپوهۍ، نیم پیازه ملایۍ، بې اتفاقۍ، د مادیاتو تر اغېزي لاندي راتلو، په نه بصيرت سیاست ته د ورګډېدلو او د پاکستان د مقاماتو او نورو شیطانانو د غلامۍ له منلو. الهي زه دي ډېر کوچنی او ډېر ګنهکاره بنده یم . ما له ابتلا او ښويېدو وساته. زما سر او مال تر اسلام او دې اسلامي خاوري او مسلمان ولس قربان دی. زما هم توبه ده او هم مي ستا په لار کي د سر ايښوولو وعده. نو تاته هم یا الهي زما دا دعا ده چي… نور لوستل »
هغه خلګ هم تباه دي چي پر داسي شنه خره سبقونه وايي چي دپیغمبر حديثوته ناست وي اوخبري دقوميت اوعصبي کوي، اعوذبالله له داسي ذورو مورو نه…
تردې دا ورته ښه ده چې په کوم قومي عوځنګ کې داخل شي لکه پښتونخوا ملي عواني پارټۍ او کاکړستان فومي اتحاد…. په دې مزداره خوله اومردار فکر څنګه دالله درسول اقوال بيانوي، چې څوک بري درس وايي دهغوي پرحال مي افسوس دي….مثل الحمار یحمل اسفارها…..
اللّٰهم انصر الاسلام و المسلمین و المجاهدین فی کل مکان! کله چې د حل او د عقد ډله نه وي نو مسلمانانو ته خو دی یوه د حل لاره پیدا کړي؟ یو ډله منافقین چې اسلام باندی نه پوهیږي د ګیډي علوم یې لوستی وي هر څه د مادياتو اړ بولي هغوی وایې موږ د مادیاتو له مخي او د کدر روزنی لپاره کفارو ته اړ تر څو ځان ورسره سیال کړو. او دا هغه منافقین دي چې عقیدتا مسلمانان د کفارو اړ بولی یعنی مسلمانان نور په خپله نظام نه شی جوړولای او د جوړولو حق یې نلري، او… نور لوستل »
زما په بحث باندی محترم ورور خالد تبصره کری وو دکومی غلط فهمی دلری کولو دپاره داتبصره کوم السلام وعلیکم ورحمة الله وبرکاته البته امید لرو چی خالد صاحب مومن به وی او الله داخیره خاتمه فه اسلام او ایمان لره ولو که ستا د حسد او کینه دی دومره وه البته د تبلیغاتو له وجهی دومره وارخطا یی چی په توره تیاره کی فه ما باندی داسی خطا ګوذار وکړی چی هغه دیو خطا ګومان او بهتان نه دیره نده او اشارتا غوختی د دی چی مایوی دلی ته منسوب کړی چی فه حقیقت داسی نده او زه دتولو… نور لوستل »
محترمه دیو امیر ټاکل د اسلام د جمهورو علماو نظریه ده بعضی علما لکه ابن تیمیه، جوینی، ماورودی او قرطبی شرایطو ته په کتو د یو نه د زیات امیر د نصبولو اجازه ورکوی ته ددی علماو کتابونو ته مراجعه وکړه خپله به حقیقت درته څرګند شی استدلال هم دا کوی چی په قرآن کی صریحا دا ندی ویل شوی چی امیر به یو وی بلکه د جمع کلمه راغلی ده او بل دلیل دا نیسی چی کله په یوه وخت کی د زیات نبیانو رالیږل دالله له طرفه روا دی نو دعادی امامانو یا رهبرانو نصبول خو په اولی… نور لوستل »
خالد صاحبه زه تاسو نه بیژنم چی سوک یی خو دخبرو نه دی داسی خکاری چی شریعت حکمونه او یا په شریعت باندی غږیدل درته بابولالی خکاری العیاذ بالله داچی ته غواړی دخلافت نه چی زمونږ ددین داصولو نه یواصل ده منکریږی او منکر یی کافر نه بولی زمونږ درسول نه بعد په توله خلفای راشده کرخه ویستل غواړی او پدی ایة کریمة سترګی پتول غواړی (اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الاَرْضِ خَلِیْفَۃ)سورة البقره او مهربانی وکه چی راته ووایی په شریعت محمدی کی خلافت قایمول فرض عین ده که فرض کفایی او یاهم واجب او یاسنت او یاهم مستحب او یا… نور لوستل »
محترمه زه د الله(ج) له بنده ګانو نه یو بنده یم نور می ته څه کوی چی څوک یم او څوک نه یم او نه هم زه په شریعت بابولای وهم ماتاسو ته د پورتنی زبده اوبینظره علماو نومونه درکړی ددی موضوع (خلافت اوامامت) په باره کی یی کتابونه ولوله یا یی له پوهو او صحیحو علماو نه په باره کی تپوس وکړه که زما خبری ناسمی وی نو بیا چی ته هرڅه وایی هغه سمه ده او زه درته پړیم کنی نور ډیر بحث او جنجال ته ضرورت نشته اما دافغانستان جغرافیی او شرایطو ته په کتو دلته اوس… نور لوستل »
خالد صاحب ماته هم ولا که دونه دیر بحثونه خوند راکوی خوستاسو غلط تعبیر زما دتبصری نه زه دیته مجبور کړم چی ستاسو زوابونه او یو سو سوالونه دشریعت فه رنا کی در سخه وکړم بهر حال اصلی مطلب زمونږ باید دالله رضا وی نه زان زانی دمسلمانانو دشکشت سبب همدا زان زانی او دالله پر زای په مادیاتو توکل ده مونږ که وګورو دروسانو شکشت نه وروسته د مجاهدینو زان زانی یودبل نه منل او دکفارو خبری اوریدل او دهغوی نه حکم جوړول ددی سبب شو چی دیر مخلص مجاهدین په یو نوم اوبل نوم له منځه لارشی او… نور لوستل »
مولوی عبدالحق سدید صاحب زه تاسو او صافی صاحب ته د یو افغان او مسلمان په حیث دا تاسو ته ویلی شوم چه د تاسو دا لیکنه سیاسی مخ لری خو په دیر تاسف سره باید یاد آور شوم چه د تاسو دا تبصره د عقده نه ډګ دی او تاسو د شرعی فتوا ته د شریعت په رنا کی تحقیقی جواب نه دی ورکری البته دا یو سیاسی مقاله دی چه ده ادیبانو د قانون نه سرپیچی ده. که تاسو د دی شرعی فتوا کوم شرعی جواب لری نو دا به ډیر ښه وی او د تاسو لیکنه کی… نور لوستل »
الحمدالله تقریبا 2#### رادفیژانده ددویی فه تبصروکی که سه هم له نرمی کاراخستل شوی خوحقیقت کی یی تبصری دیری زهرجنی دی زه فقط دومره ورته وایم چی ای### اوس الحمدالله قصه خطمه شوه اسلامی امارت الحمدلله ترفخواهم اوس فه قوی مرال دی تول مجاهدین له بدخشانه ترکندزه له کندزه ترهراته له هراته ترگلستانه له گلستانه ترسنگینه له سنگینه ترقندهارهوایی دگره لهوایی دگره ترزابله له زابله ترغزنی جان ترمهبسه له غزنی جانه ترمیدان شاره له میدان شاره ترکابله ترشیرفوراوترتورخمه اوکنرونونهبیاترنورستانه لغمانه اوفروانه ترکافسا آن ترجوزجانه ترمزاره فوری الحمدلله ثم الحمدلله فه یوه ژغ دالله اکبرسره دکفارو اودهغویی دغلامانوجرری وزی فه اخرکی… نور لوستل »
هو الحمدالله همداسی ده چی اسلامی امارت د افغانستان په دیرو منطقو کی برلاسی شوی دی البته دا دیو انسان شاهکاری او قهرمانی نده بلکه دتولو مجاهدو مسلمانانو دا اخلاص او کوشش وو چی د اسلام د سر لوړی دپاره زانونه یی قربان کړی وو تر سو اسلامی نظام په افغانستان او بیا توله جهان کی راولی او که نن مونږه بیا هغه ناکامی تجربی تکرار کړو چی د یوی دلی سره یا خپل منځی جنګ په خاطر د یو کافر سره لاس یو کړو لکه نن سبا چی اورو چی داده روس غواړی له طالبانو سره کومک وکړی او… نور لوستل »
لمړی : د محمد ورور د تبصرو په اړه ، له تبصرو یی معلومیږی چه د اعشیانو پلوی دی د خالد صاحب سره چه د امارت پلوی دی مناقشه یا منازعه لری زما نظر د اسلامی لارښودونو په رڼا کی : امارت او خلافت دواړه اسلامی سپیڅلی اصطلاحات او د اسلام د سپیڅلی فرهنګ او ویاړنو برخه ده ، دا مهمه نه ده چه د کوم نوم لاندی جد او جهد کوو مهمه داده چه د هغه جد او جهد کیفیت او خلوصیت مو څومره او څومره نظم او پلویان لرو او پلویان څومره په خپلو کی یو په بل… نور لوستل »
محموده دی تاتراخیرنی تبصری مخکی زه فوهه شوم چی ته اوجانان سوک یاست خوفه الله قسم دی دی تاسوفه حال دیردیرافسوس زکه سی ته فه یقنی دول هغه سوک یی چی مایادکری وی خونن تکی اسیا هغه نه کونشرفه فایی یوواربیا زنده آ بادامیراموءمنین ملااختر محمد منصورحفظه الله
اسلام علیکم زه فقط دومره وایم چی زه د بیانزی صاحب فه رقم دخلقو دفشوخاوری یم اودادتاندورزفانی مینه وال محموداوداسی نورزه زه هرزایی فیژنم اوهدف یی دیرژرراته معلومیژی زنده ابادامیرالموءمنین الملااخترمحمدمنصورحفظه الله
محترم الحاج صاحب ګرچی ما ستاسو تبصری په دیرو موضوعاتو کی لوستی دی او په دیرو شیانو کی درسره موافق یم خو بیاهم دلته چونکه ستاسو مخاطب زه یم او ستاسو غلط فهمی باید لری کړم نو دا ویل غواړم چی زه داسلام او شریعت نه بغیر دهیس دلی وفاداری نکوم مطلب دا چی هره دله تر سو چی په ظاهره په شریعت ولاړه وی ورسره اختلاف نکوم او دخپل منځی جنګونو سخت مخالف یم زکه چی دا دمسلمانانو په ګته نده زمونږه مسلمانانو دذلت همدا سبب دی او پخپل منځی جنګونو کی باید دهیس یو طرف دفاع ونکړو الا… نور لوستل »
دمحمودخبری هاغه دتنظیم بازی خبری دی اوله دیروداسی کسانوسره مابحصونه کری دی ددویی عادت دادی چی فرسی نوبیا لکه محمووایی خدایی دی هغه سوک کامیاب کری سی فه حقه وی دادتنظمودوخت سوالونه دی چی خدای قبوکرل اودافغانستان غیوراومجاهداولس ته یی امارت اسلامی ورفه نصیب کراوس موژمحمودنشی تیرایستلی زکه امارت اسلامی له شکه فرته ان شاءالله فه حقه دی اودمسلمانانودیرونیکمرغیوسبب سواوفه خفلووعدوتینگ ولارده سی داشغال ترفایه مباریزه اودشرعی نظام قائمول دی فه اخرکی یوواربیازنده ابادامیرالموءمنین الملااخترمحمدمنصورحفظه الله
زه له محمد او منیر ورونو مننه کوم چه زمونږ د یو ګناهکار بی خبره یی ومنله ، د نظر اختلاف دوه دوله دی یو شیطانی اختلاف نظر وی ، شیطانی دامعنی چه شیطان ستا په ماغزو او زړه کی غرور زیږوی چه تر تا څو ک ښه نه پوهیږی ، یعنی ته تر ټولو بهتری او برتری لری همدغه تفوق سړی د هلاکت کندی ته غورځوی ، بل ملکوتی اختلاف نظر دی هغه جایز او د صحابه کرامو وخت کی او له هغه مخکی او وروسته هم وو او دی ، هغه دوه حالتونه لری یا ستا خبره سمه… نور لوستل »
اول باید دا ووایو چی مونږه دنن تکی اسیا منندوی یو چی زمونږ دا تبصری نشروی او دوهم دا ویل غواړو چی بعضی اوقات ځنی تبصری نه نشروی نو که تاسو مهربانی وکړی او دتولو مسلمانانو تبصری په ازاده نشر شی البته که پکی کنځلی نه وی نو دا تولو ته د نظرونو شریکولو یو ذریعه جوریږی او بیا رازو دمحترم استاد الحاج خبرو ته چی په پورتنی تبصره کی لیکلی زما په انډ دمحترم خبری دیریی صحیح او معقولی دی او په دیرو مواردو ورسره موافق یم خو غواړم چی دخبرو د لا اکمال دپاره یی یو سو نورو… نور لوستل »
محمد صاحب ګر چی زه نه غواړم له تاسو سره بحث وکړم ځکه نه تاسی په خبره پوهیږی او نه قناعت کوی اما ستا دی تبصری اړ کړم چی یو څه ولیکم خو هیله ده چی نور خبره ومنی او له بحث نه نور لاس واخلی یعنی محمد صاحب دا کوم خلافت چی دا ته یی یادوی دا په همدغه طریقه چی دا داعش او تاسو یی ادعا کوی راځی په زر کاله یی هم والله که راولی دا زما یوه قاصره انسانی پیشبینی حقیقت ته په کتو درسره یاد ساته ته پدی پوهیږی آشنا چی له داعش نه اوس… نور لوستل »
قناعت او حرص یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری ، الله ج د التین مبارک سورت کی فرمایی چه زه له مطمن ( قانع ) انسان راضی او هغه له مونږ راضی دی ، دا معنی هم لری چه له حریصو انسانانو کرکه لری ، دا چه تاسی وایاست د حضړت محمد ص یو نوم حریص دی ، باور نه شم کولای ، دا چه عالم نه یم پوره مخالفت هم نشم کولای کیدی شی وی لکه د الله ج یو نوم قهار هم دی مګر به دی اړه لری چه څه ډول قهار ، ځکه زمونږ… نور لوستل »
خالد جانه الله د راوله بحث کوه مشکل نشته خو په دلایلو هغه هم د شریعت څخه نه دخپلی ګیدی نه او په الله قسم که د شریعت دلیل راولی چی اوس خلافت نه قایمیږی یا خلافت محدودول پکار ده یا دا ستاسو دا طریقه درسول الله ص یا صحابه کرامو او وسلف صالحینو په دور کی هم دا طریقه چا استعمال کړی وی چی هره دله زان ته کار وکړی او خلافت قایمولو ته زمینه برابر کړی او بیا یو بل سره په جنګونو اخته وی نو زه درسره همدا طریقه منم خو بیا به هم اعلانوو چی مونږ… نور لوستل »
یعنی ته دا وایی چی داعش پر حقه ده او دا کوم کارونه چی کوی دا صحیح دی دا دومره لوی لوی علما او غټ غټ جهادی او فکری اسلامی ګوندونه یی چی د اعمالو غندنه کوی او سراسر یی د اسلام مخالف ګڼی دا ټول ناحقه ده یو ته صحیح یی او بل تا ویلی دی چی زه له ګیډی خبری کوم او له شریعت نه خبر نه یم او ته خبر یی چی پراګنده خبری کوی کله یو غر ولی کله بل غر ستا په اند ته چی وایی چی ډیروالی په اسلام کی شرط نه ده نو… نور لوستل »
ناحقه د داعش قتواوي په خلکو مه لګوي سرتمبه کیږي مه …………………………………………………………..
که میطق لري
وروره که لاره درباندی ورکه شوه نو منکریږه مه کله دخلافته منکریږی اوبیا بیرته ورته رازی او اوس دمهدی ع نه منکر شوی اوبیرته بیا ورته رازی او نږدی هم ده چی دقیامته منکر شی او اوس اخر وخت نه بولی چی دا وایی چی نخی یی نده خکاره شوی رازه وروره یو تپوس وکړم درنه ایا زمونږ رسول ص اخیرنی رسول نه ده؟ او یا هم دمحمدرسول االله ص راتګ خپله د اخیری زمانی دنږدی کیدو نخه نده ؟ او تول هغه (صغرا) نخی چی ویل شوی په احادیثو کی تینه منکر یی چی دسر په سترګو یی وینو… نور لوستل »
زه څوک نه مخاطب کوم ، یعنی زما تبصره ځانګړی نوم ته مخاطب نه ده ، یو متل دی وایی د ملا شیطان هم ملا وی په دی معنی چه څوک په اسلام ډیر پوهیږی تر هغه پوه شیطان ورته راځی او د هغه ملا صاحب له نه تقوی یا نه قناعت څخه په استفادی د هغه په سینه کی د وسوسو په اچولو هغه بی لیاری کړی نو بیا د حق د پټولو د پاره د حق پټولو د پاره هر ډول اسلام نما پیوندونه او څادری جوړوی. الله ج فرمایی چه تاسی د اسلام په شاوخوا راټول شی… نور لوستل »
وبخی زنی زوابونه رانه پاتیکیږی خو بیاهم خپل وسه پوری ورکوو او هغه دا چی تاسو ویلی روافض به زما په انډ برحقه وی زکه وړکی دله ده نه داسی نده دوی برحقه ندی او هغه زکه چی ددوی عقاید خراب دی او که دوی دیر هم ول بیا به هم ددوی د برحقی ثبوت نشو جوړیدای او نن چی دوی ته مونږ ګمراه وایو هغه هم ددی لپاره نه چی دوی کم خلک دی اوبله دمهدی خبره چی ماکړی زما مطلب ددی نه صرف دتعدد کموالی او زیاد والی وو نه دهغه وخت تاکل خو په احادیثو کی چی… نور لوستل »
ته زما په خبرو نه یی پوه شوی ما تاته د خلافت او مهدی په باره کی د علماو مختلف آرا ذکر کړی چی د علماو ترمینځ په کی اختلاف ده یعنی دا چی د خلافت موضوع ددین له قطعیاتو نه نده چی د یو چا د خلافت څوک منکر شی نو په هغه دی هغه کافر شی لکه سعد ابن عباده چی د ابوبکر له خلافت نه منکر شو او تر آخره یی ورسره بیعت ونه کړ نو هیچا دا ندی ویلی چی سعد العیاذبالله کافر و پدی ټول مسلمانان متفق دی او ما په پورته تبصره کی دهغه… نور لوستل »
رازو اصلی موضوع ته اوهغه دا چی زه دالله یو ناچیز بنده دشریعت اخوا دچا اندیوالی نشم کوی او نن سبا الله پاک هوښیاری دونه عام کړی چی حتی نا خوانده خلک په حقایقو پوهیږی البته په حق اقرار کوی یا نکوی هغه نو دهغه خپل ایمان او وجدان او بله خبره دا چی الله دونکړی هرهغه صف چی دالله په دین مستقیم ولاړ وی توته شی او که لږ مخکی ووایو نو تر سو چی یوه دله په حق ولاړ وی نو دتوته کیدو امکان یی نشته الا چی دحق نه انحراف وکړی او هغه زکه چی مونږ ته… نور لوستل »
داسی مقالو زه اول نه مخالف وم زکه سیاسی مقالی دی او هغه علما شرعی فتوای صادره کریده نو فتوا په فتوا ماتیژی نه په سیاسی مقالی نو اکر چه دا شیخان خو یو هم زه له نژدی نه پیژنم خو دوی سپکاوی په دغه مقاله که شویده خو هغه وخت زه نور هم خفه شوم چه دغه علماو بیعت اوزاه شوه چه بیا بعضی رد کره او وضاحت لیکونه هم په تولینز شبکو که نشر شو نو ما سره دا سوال پیدا شو چه دا بعضو ته حتی ده استخبارات کارمندان هم لقب ورکرل شوی وه نو بیا سنکه… نور لوستل »
خورا ښی خبری ولی یو سوال ماسره دادی چی دا اوس دغه روان جنګ په کومه فتوی باندی روا بولی او جهاد ورته وایی، کافرو سره مو سوله وکړه افغانانو سره مو جنګ شروع کړ دا په کومه فتوی؟ آیا دا طالبان چی اوس انتحار کوی او یا پدی جنګ کی مړه کیږی دوی ته د شهید ویل جایز ده؟
ستاسو پرضد څوک دسیسی نه کوی بلکی تاسو په خپله دکفر لاره نیولی ده
طوطی وروره سلام دوی خوځان ته شهیدان وای خو منی په چا هغه ملت چی نن ددوی په جګړوکی تباشول او دوی ورباندی انتهاریان کوی هغه هیڅ معنا نه لری اودوی څه کړی ددی ملت لپاره