نظــر

د كابل غله د دبۍ په كوڅو كي

تقريبا د  یوې لسيزې څخه ډیره موده كيږي چې زه د متحده عربي اماراتو په مختلفو قانوني ادارو كي د ژباړن په حيث په دنده بوخت یم ، د دندې په لومړنۍ كلونو كي  د افغانانو د جرم سلنه د صفر په حساب وه ؛ځکه چی دلته اكثره هغه افغانان اوسیدل چي د افغانستان له كليوالو سيمو څخه د خپل اولاد د حلالې روزې كټلو لپاره  راغلي ؤ ، او په  ډيره امانت دارۍ يي خپلي دندې پر مخ بيولې ، چې له دې امله  اماراتيانو او په اماراتو كي  د نورو هيوادونو اوسيدونكو ورته د احترام او قدر په سترګه کتل  ، او اكثره يي لا تر اوسه په ډير شاقه كارونو كي بوخت دي ، لكه د ترانسپورت او ساختمانۍ بخشونه كه څه هم اكثره يي نالوستي ؤ ،

مګر بيا هم دوئ د خپل لوړ افغاني همت په درلودلو سره وكولئ شول چې د اماراتو د خصوصي سكتور ځلانده ستوري شي ، چې له يوه پلوه يي خپلې كورنۍ د فقر او بدبختۍ څخه وژغورلې او له بل پلوه يي د خپلو سيمو په رغولو كي پوره ونډه واخيسته چې د خوست ښار يي ښه بيلګه ده.
    خو له هغه وروسته چې پر افغانستان باندي بین المللي یرغل  وشو ، ورسره جوخت د افغانستان څخه د پانګې اچونکو راتلل پیل شول چې دا خپله  اماراتیانو ته د تعجب وړ خبره وه ، او د ځینی اټکلونو له کبله د افغانانو پانګه په اماراتو کی دوه ملیارده ډالر ښودل شوې ده ، او اکثره یي هغه نوي سرمایه داران دي چې د امریکایي یرغل د راتلو سره یي سرمایه لاس ته راوړې ده.
    د اماراتو حکومت په خلیجي هیوادونو کی یوازینی هیواد دی چي په ډیره آسانۍ سره افغانانو ته د کار او سیاحت ویزې ورکوي ، او په خاصه توګه سیاحتي ویزې چی نن په کابل او نورو ښارونو کي له هر تورستي شرکت څخه یي هر څوک په ډیر کم قیمت تر لاسه کولی شي ، چې  په دي کي  د متحده عربي اماراتو  دولت د ستاینې وړ دی. ځکه چی د افغانستان په اوسنیو سختو شرائطو کي به زما په اند متحده عربی امارات یوازینی دولت وي چې افغانانو ته په دومره آسانۍ سره  د ورتلو اجازه ورکوي.
   خو په ډیر تاسف سره باید ووایم چې د دغو شرائطو څخه ځینو خود غرضو غلو کیسه بورانو او د مخدره موادو قاچاقبرانو ناوړه ګټه پورته کړې او لا لګیا دي نور هم د افغانانو هغه ښه نوم چی په وروستیو څلورو لسیزو کي یي دلته ګټلی دی غواړي چې له خاورو سره یی خاورې کړي ، او که دا سلسله  دوام ومومي بعیده نه ده چې د اماراتو حکومت افغانانو ته د ویزې د نه ورکولو پریکړه وکړي ، لکه څرنګه یي  چې د بنګلدیش د هیواد د اتباعو  په هکله وکړه.
دلته عموما افغاني غله په دوه برخو ویشلی شو .
   لومړۍ برخه د موټرو اونور ماشیني عراده جاتو غله دي چې د دې ډلې کار د موټرونو غلا کول دي  چې د دې لپاره یی خاص ورکشاپونه نیولي  هر کله چې موټر غلا کړي زر ترزره یي هلته ورسوي او بیا یی ټوټې ټوټې کړي او دپرزو په شکل یي بازار ته عرضه کوي خو په  دي کار کي یوازي افغانان نه دي ځینی د نورو هیوادونو کسان هم شته دي.
    دوهمه برخه یی بیا هغه کیسه بوران او غله دي چې مشران یي اکثره په کابل کي اوسي او له هغه ځایه نور کسان منظم کوي او همالته ورته ویزې او ټکټ اخلي او په ډلییزه توګه رالیږل کیږي چې هر ډله یي د دوو نه نیولې تر څلورو کسانو پوري وي ، د دې ډلو د غلې موخه هغه کسان وي چې د بانکونو او صرافیو نه نغدې پیسې راوباسي او کله چې په خپل ګادي کی کیني یو یي ورته راشي او شیشه ورته ودربوي او ورته ووایي : موټر د پنچر دی او یایي خپله مخکي له مخکي پنچر کړی وي ، او کله چی هغه کس له خپل موټر نه د موټر د مشکل د مالومولو لپاره را کوز شي بل کس راشي او کومي پیسې یي  چې د موټر په سیټ کي ایښودلې وي هغه له ځان سره یوسي.
   کوم کسان چې تر اوسه د پولیسو لاس ته ورغلي دي اکثره یی ځوانان او  په افغانستان کي د یوې سیمې اوسیدونکي مالومیږي او اکثریت یي په تورستې ویزو باندې راغلي وي ، او ځینې یی بیا د ایران له خوا په غیر قانوني توګه داخل شوي وي ، چې تر اوسه یي په لسهاوو لکه درهمه له خلکو څخه په دې طریقه غلا کړې دي ، او د ډیرو بیچارګانو بیړۍ یی د فقر په سیند کي لاهو کړې دي.
   اوس خبره داده که چیرته د داسي کړنو مخنیوی ونه شي نو د امکان نه ليرې نه ده چې په افغانانو باندې ویزې بندې شي او بیا به یي تاوان یوازې او یوازې افغانانو ته متوجه وي ، ځکه متحده عربي امارات او په خاصه توګه  دبۍ  د افغاني تجارانو لپاره یوازنی ملک دی چې په ډیره آسانه توګه ورته تګ  راتګ کولی شي او د اړتیا وړ توکي په اسانه رانیولی شی.
   او د دغو غلو د مخنیوي لپاره تر ټولو لومړی باید هغه سیاحتې شرکتونه چې  افغانانو ته د اماراتو د ویزو اسانتیاوې برابروي خپل مسؤلیت درک کړي او دخپلو آنې ګټو په خاطر خپلې دایمې ګټي په خطر کي وانه چوي .
    د افغانستان په داخل کي رسنۍ باید د خپلو هیواد والو د پوهاوي د لوړلو د پاره  خپله ملې فریضه  ادا کړي ، او په دې هکله باید خصوصي پروګرامونه جوړ کړي ځکه په دي جرمونو کي اکثره هغه غولول شوي ځوانان وي  چې په کابل کي ورته هر څه غلط ښودل شوي وي او اکثره یی د نابلدتیا له کبله ډیر زر نیول کیږي او بیا په کلونو کلونو د زندان د تورو تنبو تر شا خپله ځوانې خاورې کوي .
                                                   وما علینا الا البلاغ.
umerwatan@gmail.com

فایز وردګ

05/02 / 2013

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x