fbpx
سلیمان قانوني
سلیمان قانوني د عثماني خلافت لسم واکمن

د سليمان قانوني د بدن د ځينو غړو د ښخېدو ځای پیدا سو

عبدالمالک همت

د ديارلسمي عيسوي پېړۍ په پاى کي د بېزنتيني پولو سره د اناطوليې په سيمه کي ترکانو د عثمان بن ارطغرل په مشرۍ د سلطان علاوالدين کيقباد سلجوقي په مرسته يو کوچنى حکومت جوړ کړ. بياچي سلطان علاوالدين مړ سو عثمان د پاچهۍ پر تخت کښېنوست او د عثماني پياوړي امپراتورۍ بنسټ يې کښېښود.

عثماني واکمنو اسلام او مدنيت ته ستر خدمتونه وکړل. د انسانانو د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ او د مسلمانانو د سوکالۍ او د هغو د سرلوړۍ او وياړونو د خوندي کولو او د هغو د دښمنانو د غلي کېدو لپاره يې نه هېرېدونکي هلي ځلي وکړې. هغو خپله اسلامي سترواکي د نړۍ بېلو بېلو خواوو ته پراخه کړه. دغه سلطنت په لوېديځ کي د ډينيوب (Danube) تر سينده، په ختيځ کي د فارس تر خليجه، په شمال کي د اوکراين د ازوف تر سمندرګي او په سهيل کي تر حبشې پوري وغځېدى.

په اروپا کي د عثمانيانو بري د اسلام د هغو لومړنيو فتحو تسلسل بلل کيږي چي د راشده خلفاوو په پېر او تر هغه وروسته پېر کي تر سره سوي وې. عثماني اسلامي پوځونو په سهيل ختيزه او منځنۍ اروپا کي تر ډېرو ليرو ليرو ځايونو مسيحي هيوادونه ونيول او په دغو هيوادونو کي يې اسلام په ستر شان او شوکت خپور کړ او وده يې ورکړه.

په استانبول کي سليمانيه مسجد

په استانبول کي سليمانيه مسجد چي د سليمان د تکړه معمار سنان په لاس طراحي او وران سوی دی.

امير المؤمنين غازي لومړی سلطان سليمان چي په قانوني زیات شهرت لري د عثماني واکمنانو د لړۍ لسم واکمن دی. نوموړی د ۹۰۰ هـ کال د برات(شعبان) د مياشتي پر لومړۍ نېټه، چي د ۱۴۹۵ع.کال د اپریل د ۲۷مي سره سمون خوري وزېږېد. د ۹۲۶ هـ کال د کوچني اختر (شوال) د مياشتي پر ۱۶مه چي د ۱۹۲۰ع.کال د اپریل د مياشتي د ۲۹مي سره سمون خوري د مسلمانانو د امير په توګه د واک پر ګدۍ کښېناست. ده د خپلي واکمنۍ په پېر کي د عثماني ټولواکمنۍ قضايي نظام ورغاوه او بېلابېل قوانين يې راوايستل، ځکه يې نو په قانوني نوم وايست. دغه ځواکمن پاچا د خپلي واکمنۍ په ۴۶ کلنه دوره کي د پوځي، اقتصادي، ټولنيزو او سياسي چارو پر پرمختګ سربېره جهادي لړۍ پرله پسې روانه وساتل او هيڅ يې ونه درول. ځکه يې نو د خلافت پولي په اروپا، آسيا او افريقا کي تر ډېرو سيمو ورسېدلې.

سلطان سلیمان قانوني سربېره پر دې چی په خپله ډېر ښه شاعر وو، د نورو شاعرانو او اديبانو او هنر او فرهنګ ملاتړی هم وو. هغه د عثماني ټولواکمنۍ د هنر، ادبیاتو او معمارۍ د طلايي پېر ملاتړ او پالنه شخصاً په خپله کول. په پنځو عثماني ترکي، چغتايي ترکي، عربي، فارسي او روسي يې خبري کولې. هغه د مخکنيو واکمنو د دود او دستور په تر پښو لاندي کولو سره د حرمسرای د يوې مينځي سره واده وکړ چي لومړی ارتودوکسه عيسوۍ وه او نوم يې الکساندرا وو ، وروسته مسلمانه سوه او د سلطان سليمان سره تر واده کولو وروسته په خرم سلطان ونومول سوه.

دغه د عثماني کورنۍ په واکمنانو کي تر ټولو د زیاتي مودي واک چلوونکی په ۱۵۶۶ع.کال پرمجارستان(هنګري) باندي د سلو زرو پوځیانو په مشري لښکر کښي وکړه، بیا د زيګټوار (Zigetvar) په نامه د يوې کلا د محاصرې په بهير کي د ۹۷۴هـ کال د صفري پر شلمه (د ۱۵۶۶ع.کال د ستمبر پر ۵مه د ۷۱ کالو په عمر وفات سو. دغه کلا د ده تر مړيني درې ورځي وروسته فتح سوه. تر درو ورځو پوري يې د ده د وفات خبر پټ وساتی، څو د پوځیانو روحيه ضعیفه نه سي.

بيا د دې لپاره چي د سلطان سلیمان د جسد د خرابېدو مخه ونیول سي د هغه د جسد دننني غړي يې راوايستل او هلته يې د زيګټوار کلاته نژدې په يوه هديره کی دفن کړل. خو جسد يې قسطنطنيې(استانبول) ته ولېږداوه او د سليمانیه جومات په غولي کي يې ښخ کړ.

په دې وروستيو کي نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چي په هنګري کي د سلطان سليمان قانوني د بدن دغړو د ښخېدو ځای چي دا ۱۲۰ کاله معلوم نه وو اوس پیدا سو.

د تيکا په نامه د ترکيې د پراختيا او همکارۍ د آژانس او د هنګري د دولت د پیل سوو فعالیتونو او کيندنو په پايله کي چي په ۲۰۱۲ کال پیل سوي وې، په ګوته سوه چي د سلطان سليمان قانوني د بدن داخلي اجزا په ”اوزوم تپه سي“ نومي ځای کی دفن سوي وه.

دوهم سليم چي ترپلار وروسته واکمن سو په هغه ځای کی چي د پلار د بدن اجزا يې ښخ سوي وه ودانۍ جوړه کړه. دغه ودانۍ ۱۵۰ کاله موجوده وه، خو بیا د  Hasburg سرتېرو له خوا د زيګټوار د کلا د اشغالولو په بهير کي ورانه سوه.

خو په دغه ځای کي د کيندنو د ډلي مشر ناربرټ باب وايي چي دوی په دغه ځای کي يو قبر پیدا کړی دی چي د انساني زړه پاتي شوني پکښي موندل سوي دي، چی اوس څېړني پر رواني دي او غالب ګومان دی چی له قبر څخه تر لاسه سوي انساني غړی د سلطان سليمان د بدن له پاتي شونو څخه وي.

دغه کيندني اوس د ژمي د موسم په رارسېدو سره درېدلي دي، په پسرلي کي به بېرته پیل سي.

د زيګټوار کلا د مجارستان د مرګز بوداپسټ په جنوب کي ۱۹۰ کيلومتره ليري پرته ده کوم چي اوس دغه ځای د مجارستان او کرواتيا(کروشیا) تر منځ پوله جوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د