کندهار: په هند کې د افغان سفیر ورور وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): په هند کې د افغانستان د سفیر ورور او قومي مشر سردارمحمد خان د کندهار ښار اړوند په درېیمه امنیتي حوزه کې وژل شوی او برید کوونکي یې په تېښته بریالي شوي دي.

سردارمحمدخان چې په هند کې د افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ورور دی نن تر غرمې وروسته د کندهار ښار د درېیمي امنیتي حوزې په کارته نو سیمه کې د نامعلومه وسلوالو په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

د کندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک پېښه تایید کړي او زیاتوي چې سردارمحمد خان نن د کندهار ښار د درېیمي امنیتي حوزې په کارته نو سیمه کې وژل شوی، خپلواک وویل چې نوموړۍ په سیمه کې یو مخور قومي مشر وو.

مخکني ولسمشر حامدکرزي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره پېښه غندلي او د سردارمحمد خان وژنه یې یوه ضایعه بللي، نوموړي د هغه کورنۍ ته د خواشینۍ او ډاډګیرني مراتب وړاندي کړي دي.

د پېښي په اړه پلټني رواني دي او تراوسه یې کوم چا پړه پر غاړه نه ده اخیستي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د