افغانستانخبرونه

متوکل: د ټاپي بریا د طالبانو له همکارۍ پرته شونې نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې د طالبانو له همکارۍ پرته د ټاپي پروژې بریا شونې نه ده. ښاغلی متوکل چې ټاپي پروژه پر اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان د ثبات لپاره مهمه بولي زیاتوي، چې ټاپي له اقتصادي او امنیتي لحاظ څخه ډېر مثبت ګام دی.

خو له دې سره سره، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په افغانستان کې ناامني او د بهرنیو ځواکونو شتون د ټاپي په مخ کې خنډونه ګڼي. ښاغلی متوکل له نن ټکي اسیا سره په یوې ځانګړې مرکې کې وايي: «دا ترسره کېدل هغه وخت ممکن کېدای شي چې امنیت موجود وي».

د مولوي وکیل احمد متوکل په باور د ټاپي پروژې د بریا یو شرط هم د افغانستان د ټولو اړخونو توافق دی. ښاغلی متوکل د طالبانو رول په باب وايي: «که هغوی [طالبان] په دې برخه کې همکاري ونه کړي، شاید پلي کېدلو ته یې لاره هواره نه شي».

ښاغلی متوکل په دې ځانګړې مرکه کې د ټاپي پروژې د لومړنیو پړاوونه په باب هم خبرې کړي چې د دوی د حکومت پر مهال پرې کار پیل شوی و.

دغه مرکه به ژر په نن ټکي اسیا کې ولولئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته برای دوست محترم خود متوکل صاحب باید بگویم که اول این پروژه تاپی تا استقلال دوباره افغانستان حتمی باید متوقف گردد ؟. من منحیث یک انجینر محیط زیست که در بزرگترین کمپنی جهان منجیث آپریشن منجیر اول در میشیگان امریکا و بعد آیریشن منیجر در اروپا ایفای وظیفه نموده ام اول این این پروژه را باید ارزیابی مطالعه نمایم که منفعت و ضرز های اش برای محیط زیست وطن مردم ما چیست که جناب متوکل صاحب درین باره تخصص ندارند !؟ چرا اول گاز افغانستان استخراج نشود ؟ آیا ترکمنستان و روس ها… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x