اقتصاد

د سویډن اقتصاد او سیاست

لیکوال: عبدالحمید امین زی
لیکوال: عبدالحمید امین زی

لیکنه : عبدالحمید امین زی ـ سویډن

سياست په سويډن كې په سويډن كې د حكومت مشر پاچا شپاړسم كارل دى خو ډېره موده كيږي چې په دغه هيواد كې د سلطنتي كورنۍ واكونه محدود شوي دي او دغه كورنۍ يواځې تشريفاتي شتون لري . د هغه ډلبنديو په اساس چې اكونوميست په ۲۰۰۶ كال كې ترسره كړې سويډن د نړۍ په ۱۶۷ هيوادونو  كې د دموكراسۍ په لومړۍ ليكه كې راغى . د سويډن د مډرن حكومت اصلي بنسټ ددغه هيواد پارلمان جوړوي چې په سويډي ژبه ورته ريكسداګ وايي . د سويډن پارلمان ۳۴۹ غړي لري چې ددغه هيواد لومړى وزير هم ټاكلى شي . د دغه هيواد د پارلمان ټولټاكنې په هرو څلورو كلونو كې د سپتمبر د مياشتې په دريمه يكشنبه ترسره كيږي . د سويډن ټولنيز ډموكراټيك ګوند كابو ۷۰ كاله كيږي چې په دغه هيواد كې واكمن ګوند دى .

اقتصاد :

په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې ددغه هيواد كورنۍ ناخالص توليد ۲۹۰.۱ ميليارډ ډالره وو او د تېر كال په نسبت يې  ۴.۵ فيصدي زياتوالى ښودلو . ددغه هيواد كاري ځواك ۴.۵۸۶ ميليونه كسان جوړوي چې دوه سلنه يې په كروندګرۍ ، ۲۴ فيصده د صنعت او ۷۴ فيصده د خدماتو په برخه كې بوخت دي . په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۵.۶ سلنه ده . په دغه هيواد كې د فقر تر كرښې د لاندې نفوس شمېرې په لاس كې نشته خو داسې ښكاري چې دغه شمېر به څومره لوړ نه وي . په دغه هيواد كې تورم هم ۱.۴ فيصده دى .  ددغه هيواد ۳۵ سلنه محصولات ماشين آلات جوړوي او پاتې نور موټري نقليه وسايط ، كاغذ ، لرګي اوسپنيز فولادي او كيمياوي محصولات جوړوي چې د جرمني (  ۹.۸سلنه ) امريكا (  ۹.۳ سلنه ) انګلستان ۷.۱ ډنمارك ۶.۹ سلنه  فنلنډ شپږ سلنه ، فرانسې ، هالنډ او بلجيم هيوادونو ته يې صادروي . ددغه هيواد وارداتي محصولات بيا ، ماشين آلات ، تېل ، كيمياوي مواد ، د ليږد راليږد وسايل ، اوسپنه ، فولاد ، خوراكي توكي او داسې نور دي . د سويډن مهم وارداتي شريكان جرمني ، ډنمارك ، ناروى ، انګلستان ، هالنډ ، فنلنډ ، فرانسه او بلجيم دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x