tapi

ټاپي او د سوله ییز افغانستان هیلې

ذاکر جلالي

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل‌لیکه یا ټاپي پروژه پرون (ډسمبر ۱۳مه) د اړوندو هېوادونو مشرانو رسماً پرانیسته. افغانستان په شلمه پېړۍ کې د اسلامي نړۍ نامتو شاعر او فیلسوف، علامه اقبال “د اسیا زړه” ګڼلی و. افغانستان واقعاً په سیمه کې ځانګړی جیوستراتیژیک او جیواکانومیک موقعیت لري. خو دغه موقعیت د ګټې پر ځای افغانستان د سترو ځواکونو لوبغالی ګرځولی. په نولسمه پېړۍ کې افغانستان د تزاري روسیې او برتانوي هند د رقابت ډګر و. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د سړې جګړې پر مهال په لومړیو کې افغانستان هڅه کوله چې په نړیواله کچه د ځواک له انډوله ګټه پورته کړي؛ خو پای د افغانستان په قربانۍ واوښت. شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا د شوروي یرغل پر ضد د افغانانو د جهاد ملاتړ وکړ. په ټوله کې، افغانستان نه یوازې دا چې له خپل ځانګړي موقعیت څخه ګټه پورته نه شوای کړای، بلکې د خپل موقعیت له کبله د سترو ځواکونو د رقابت ډګر شو چې افغانانو ته یې یوازې جګړې راوړې.

اوس چې د ټاپي پروژې د کار رسمي پرانیسته وشوه، افغانانو يې په کم ساري یووالي هرکلی وکړ. افغانانو په لومړي ځل د خپل هېواد د ځانګړي موقعیت په باب یو ښه هم خبر واورېد!

ټاپي او افغانستان

د ټاپي پروژې لومړنۍ طرحه په نویمو کلونو کې مطرح شوه. هغه مهال د برېډاس ارجنټایني او یونیکال امریکايي شرکتونو ترمنځ له ترکمنستانه د افغانستان له لارې د انرژۍ د نل‌لیکې پر تېرولو رقابت و. مخکې روسیې اجازه نه ورکوله چې تر خپلې ولکې د لاندې سیمو انرژي دې له روسیې پرته نورو هېوادونو ته ولېږدول شي. د افغانستان لار د ګازو د لېږد لپاره تر ټولو لنډه وه؛ خو په افغانستان کې کورنۍ جګړه د دې اقتصادي پروژې په مخ کې ستر خنډ و.

امریکایانو د ګازو د انتقال په موخه په افغانستان د طالبانو له حکومت سره هم ځینې تماسونه ونیول. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر، شيخ مرادوف سره په ۱۹۹۸ کې د ټاپي تفاهم لیک هم لاسلیک کړ؛ خو د همدې کال په اګست کې په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا په سفارتونو د القاعدې له خوا چاودنې باعث شوې چې امریکا له طالبانو سره په دې باب خبرې بندې کړي. یونیکال په افغانستان او پاکستان کې خپل دفترونه وتړل.

په ۲۰۱۰ کې د ترکمنستان په عشق اباد کې د ټاپي هوکړه لیک د حامد کرزي له خوا لاسلیک شو. د لاسلیک پر مهال د اړوندو هېوادونو چارواکو هیله څرګنده کړه چې طرحه به په ۲۰۱۴ کې پلې او ۲۰۱۷ کې به بشپړه شي؛ خو یو کال وروسته، د ۲۰۱۵ په پای کې يې کار رسماً پرانیستل شو. اوس ویل کېږي چې د پروژې کار به د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې بشپړ شي.

د ټاپي اقتصادي ګټې

د ټاپي پروژې پیل ته د عامو افغانانو ډېر خوشبیني د اقتصادي ګټې وټې له امله ده؛ خو که د پروژې اصلي پراختیا ته پام وکړو له هغې زیاته حیاتي ده چې په رسنیو کې بحث او لیکنې پرې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان جیواکانومیک موقعیت په داسې ډول کارول کېږي، چې د افغانستان ګټې په کې خوندي کېږي. په اقتصادي برخه کې د ټاپې په اړه ویل کېږي، چې په افغانستان کې دوولس زرو تنو ته د کار زمینه برابرېږي. د افغانستان حکومت به هر کال د نل‌لیکې د مالیې په توګه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي. د هرات، فراه، هلمند او کندهار یا په ټوله کې د هغو سیمو خلک د نل‌لیکې له ګازو ګټه پورته کولای شي چې دا پروژه یې په سیمه کې تېرېږي.

د ټاپي د اقتصادي ګټو په باب تر اوسه علمي څېړنه نه شته چې باور دې پرې وشي. تر اوسه دا ټول د رسنیو رپوټونه دي. ځینو رسنیو د پروژې لومړنۍ موافقې ته اشاره کړې چې ۶۰ زرو افغانانو ته یې د کار زمینې برابرولو شرط و. بله دا چې افغانستان به وکولای شي چې د ټاپي له تخنیکي اسانتیاوو په ګټه اخیستو خپل ګاز صادر کړي. همداراز به هر کال ۳۵۰ میلیونه ډالر افغان حکومت ته د مالیې په توګه ورکول کېږي.

په هر صورت، دلته تر اقتصادي ګټې هم ډېرې نورې ګټې شته چې یادونه یې لازمي ده.

ټاپي کې افغانستان ته څه ډېر مهم دي؟

د ټاپي پروژې تر اقتصادي ګټو هم دا ډېره مهمه ده چې افغانستان عملاً د سیمې د پيوستون پر محور بدل شي. افغانستان له کلونو راهیسې په سیمه کې د پيوستون پرې شوې برخه یا (Missing Link) دی. بهرنیو پوځي مداخلو او بیا سیاسي لاسوهنې په افغانستان کې د جګړې د دوام عمده عامل و چې فرصت یې نه دی ورکړی چې افغانستان دې له خپل موقعیت څخه ګټه پورته کړي. له دې لارې د سیمه ییزو ځواکونو ګټې د افغانستان په سوله او ثبات پورې تړل کېږي. کله چې د افغانستان امنیت او ثبات باوري شي، افغانستان به د سیمې د انرژۍ او اقتصادي تولیداتو د مسیر مهمه برخه وګرځي او سیمه ییز ستر قدرتونه به پانګونې ته زړه ښه کړي. په دې صورت کې په امنیتي لحاظ افغانستان د ټیکاو څښتن کېږي، په اقتصادي لحاظ له یوې خوا مالیې اخلي او له بلې خوا یې خلکو ته د کار بلا فرصتونه برابرېږي. د ټاپي د پروژې په رسمي پیل کې ماته تر اقتصادي ګټو دا اړخ ډېر مهم ښکاري؛ ځکه د لومړي ځل لپاره په عملي ډول وینو چې د افغانستان له موقعیت څخه د رامنځته شوو فرصتونو څخه ایله د یوه کار پیل شو. د ټاپي پیل ځکه ډېر مهم دی، چې په سیمه کې له سیاسي ټکرونو سره سره د اقتصادي پیوستون شین څراغ هم له ځان سره لري.

هند او پاکستان دوه داسې هېوادونه دي، چې کله د دوی تاوده رقابتونه هم د افغانستان د بربادۍ لامل وګڼل شي. د سویلي اسیا د همکارې ټولنه یا سارک د ناکامۍ یا نه پرمختګ عمده لامل د هند او پاکستان رقابتونه دي. جالبه دا ده چې د ټاپي نل‌لیکې په راکښلو کې هند او پاکستان یوه خوله دي. که چېرته هند او پاکستان اقتصادي فرصتونه له خپلو سیاسي تربګنیو راجلا کړي، افغانستان ته یې ډېره ګټه رسېږي. د اپټا تړون د نه بریا یو عمده دلیل هم د همدې هېوادونو رقابت دی. پاکستان اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګریز ټرکونه هند ته ولاړشي او یا د هند هغه د پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شي. کله چې په تېر اپرېل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، خرم دستګیر کابل ته سفر وکړ، په څرګندو ټکو یې وویل چې تر هغې به د اپټا له لارې افغانستان له هند سره وصل نه شي چې «هند له پاکستان سره اړیکې ښې نه کړي». له دې خبرې داسې ښکارېده چې دا کار ناشونی دی. د خرم له څرګندونو وروسته، ولسمشر غني هم یو ځل وویل چې ښايي له پاکستان سره «بالمثل تعامل» وشي. د غني اشاره هم د اپټا تړون کې د پاکستان تتې همکارۍ ته وه. که همداسې سیاسي اختلافونه پر اقتصادي فرصتونو برلاسي وي، د سیمې شته اقتصادي ظرفیتونه به یوازې د کاغذونو پر مخ پاتې طرحې وي.

… او یو ګواښ

د ټاپي پروژې په اړه خوشبینۍ داسې مهال راټوکېدلي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه تر بل هر وخت توده شوې ده. د ټاپي په تړاو د خوشبینۍ یو لامل دا هم دی، چې د پروژې د پیل لومړني پړاوونه د طالبانو د حکومت پر مهال شوې دي. لومړنی تفاهم‌لیک یې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل لاسلیک کړی. طالبانو هم په دې برخه کې دلچسپي لرلې ده.

اوس ستونزه دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ده او ټاپي نل‌لیکه په داسې سیمو کې تېرېږي چې تر ډېره د طالبانو د واک سیمې دي. که څه هم تر دې دمه طالبانو داسې کوم غبرګون نه دی ښودلی چې اندېښنې دې راوپاروي؛ خو د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په رد کې د اشرف غني څرګندونې ښيي چې له طالبانو سره تعامل ته چمتو نه دی. د پاکستان دفاع وزیر ویلي و چې د نل‌لیکې د ساتنې په برخه کې به له طالبانو سره هم خبرې وشي. ځینې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې طالبانو د «مشروطې همکارۍ» ژمنه کړې ده.

په هر صورت، دا لا نه ده معلومه چې د افغان حکومت او طالبانو اختلاف به د ټاپي پروژې د خنډ او ځنډ لامل شي کنه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

د دي فاسد حکومت په موجودیت کی د تاپي گته د محدود و جنايتکارانو جيبونو ته زي، د فساد ریشی به دومره ژوری او قوی سي چی بیخ ايستل به يي د افغانانو له و سه نه وي، په داسي نامناسب وخت کی چی جگرمار د دوو لکيو لرونکي بی سره حکومت توله توجه جگری او د سولي د خفه کولو ته معطوفه کری ده، د تاپي د پروژي اعلان ماته د خوشبینی پر زاي داسي وهم او انديشنو کی لاهو کوی چی خدانخواسته دا خبر د واحد افغانستان د توته کولو او تجزيي لپاره زمونژ د قسم خورلو دشمنانو… نور لوستل »