fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – درو څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د احزاب غزا

له يو كال نه اوږدو جګړو او نظامي عملياتو نه وروسته امن او آرامي شوه، په عربي جزيره كې امنيت قائم شو، خو يهودان چې د غدر، خيانت، توطئو او سازشونو په نتيجه كې ډير رسوا، سپك او ذليل شوي وو لا اوس هم له مستۍنه  نه وو لويدلي عقل يې سرته نه ؤ راغلى له غدر او خيانت څخه نه وو اوښتي. خيبر ته له شړلو وروسته د مسلمانانو او مشركانو تر مينځ د روانې جګړې نتيجې ته منتظر وو، خو كله چې حالات د مسلمانانو په ګټه وڅرخيدل او د وخت په تيريدو سره د اسلامي حكومت دائره نوره هم پراخه شوه په منطقه كې د اسلام حاكميت لاپسې ټينګ شو، نو د يهودانو په زړونو اور بل شو او د مسلمانانو په خلاف يې نوې توطئې جوړې كړې او د داسې يوه سازش پلان يې جوړ كړ چې د مسلمانانو وجود بالكل له مينځه يوسي. او لدې امله چې له مسلمانانو سره يې د مخامخ مقابلې توان او جرات نه درلود، نو د نفاق او توطئې لار يې خپله كړه.

د بنو نضير قبيلې شل مشران يهودان د مكې قريشو ته ورغلل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف يې يوې لويې حملې ته راوبلل له خپل طرف نه يې د پوره مرستې وعده وركړه. قريشو دا خبره ومنله جګړې ته تيار شول او څرنګه چې دوى د احد له غزا نه وروسته له مسلمانانو سره د بدر په ميدان كې د بلې مقابلې وعده كړې وه او بيا يې ددې وعدې مخالفت كړى ؤ، د مسلمانانو مقابلې ته نه وو راوتلي نو   دغه فرصت يې د ځان په ګټه وباله او غوښتل يې پدې جګړې سره له لاسه تللى حيثيت بيرته را ژوندى كړي او خپله وعده پوره كړي.

د يهودانو همدغه هيئت بيا بنو غطفان ته ورغى هغوى يې هم د قريشو په شان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف جګړې ته راوبلل دوى هم دا پيشنهاد ومانه، جنګ ته تيار شول. بيا همدغه يهودان نورو عربي قبيلو ته ورغلل او پدې جګړه كې د برخه اخيستو بلنه يې وركړه چې ډيرو جنګ ته خپله آمادګي څرګنده كړه. پدې ترتيب سره يهودي مشران پدې وتوانيدل چې د كفر لښكرې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو په خلاف راغونډې او د اسلام په خلاف يې يوې لوې حملې ته تيارې كړي.

پدې پسې له جوړ شوي پلان سره سم د جنوب له خوا قريش، كنانه او په تهامه كې له اوسيدونكو قبيلو نه د دوى نور ملګري او حليفان چې ټول څلور زره كسان وو د ابو سفيان په مشرۍ د مدينې په لور روان شول او مر الظهران ته له رسيدو وروسته بنو سليم هم ورسره ملګري شول. او د شرق له لوري د غطفان قبيلې لكه بنو فزاره د عيينه بن حصن په مشرۍ او بنومره د حارث بن عوف په مشرۍ او بنو اشجع د مسعر بن رخيله په مشرۍ او ورسره د بنو اسد او نورې قبيلې هم د مدينې په لور وخوځيدې.

د كفر دا لښكرې له پلان سره سم په ټاكلي وخت د مدينې  په لوري وخوځيدې او په څو ورځو كې د مدينې په شا و خوا كې له لس زره كسانو نه جوړ شوى لوى لښكر راغونډ شو چې دا شميره په مدينه كې د ټولو اوسيدونكو ځوانانو، بوډاګانو، ماشومانو او ښځو له شميرې نه زياته وه. كه چيرې دا لښكرې د ناخبرۍ په حالت او ناببره توګه د مدينې پولو ته رسيدلى واى نو بې شكه چې د مسلمانانو لپاره به يوه نه جبران كيدونكې خساره وه او دا هم ممكنه وه چې د مسلمانانو ريښې يې له بيخه ايستلې وى او د هستۍ له ميدان نه يې نابود كړي واى، خو د مدينې قيادت ويښ او د پيښو مقابلې ته تيار او له پيښو نه با خبر قيادت ؤ  حالا ت به يې كتل او د وضعې مطابق اقدام به يې كاوه.

د احزابو لښكرې لا خوځيدلى نه وې چې د مدينې استخباراتو خپل قيادت ته پدې اړه مكمل راپور وركړ. د همدې خبر له رسيدو سره سم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لوړه مشورتي غونډه راوغوښتله، او له مدينې نه د دفاع په مساله غور پيل شو. د قيادت او شورى د نورو غړو تر مينځ له خبرو او مناقشاتو وروسته د رايو په اتفاق سره د قدرمن صحابي حضرت سلمان الفارسي (رضي الله عنه) وړانديز ومنل شو، او په همغه فيصله وشوه. سلمان (رضي الله عنه) عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! مونږ به چې كله په فارس كې محاصره كيدلو، نو شا و خوا به مو خندقونه ايستل، راځئ دلته هم له مدينې  چارپيره خندق (كنده) وباسو. دا ډير عاقلانه وړانديز ؤ، عربان مخكې لدينه له دې ډول دفاعي سيستم نه خبر هم نه وو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شورى فيصله فورا د عمل په ډګر كې پلې كړه، هرو لسو كسانو ته يې وظيفه وركړه چې څلويښت ګزه كنده (خندق) وباسي. اصحابو (رضي الله عنهم) په ډيره مينه او رغبت سره د خندق په كيندلو پيل وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به نه يوازې تشويقول بلكه په عملي توګه يې هم د دوى مرسته كوله، او پخپل مبارك لاس به يې خندق كيندلو. بخاري (رح) له سهل بن سعد (رضي الله عنه) نه روايت كوي چې وايي: مونږ د خندق كيندلو په وخت كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره وو، مونږ كار كولو او خاورې به مو په خپلو اوږو سره وړلې، په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايل:

اللهم لا عيش الا عيش الاخرة            فاغفر للمهاجرين و الانصار   (1)

[اې خدايه! ژوند خو يوازې د آخرت ژوند دى، نو مهاجرينو او انصارو ته مغفرت وفرمايې.]

انس (رضي الله عنه) روايت كوي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پداسې حال كې خندق ته تشريف راوړ چې مهاجرينو او انصارو په ساړه سهار كې خندق كيندلو، هغوى مزدوران نه درلودل چې دا كار يې ورته كړى واى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې د دوى ستړيا او لوږه وليدله نو ويې فرمايل:

اللهم ان العيش عيش الاخرة              فاغفر للانصار و المهاجرة

[لويه خدايه! ژوند خو يوازې د آخرت ژوند دى، نو ته انصارو او مهاجرينو ته بښنه وكړه.]

اصحابو (رضي الله عنهم) د خپل محبوب رهبر په ځواب كې عرض وكړ او ويې ويل:

نحن الذين بايعوا محمدا                      على الجهاد ما بقينا ابدا(2)

[مونږ هغه كسان يوو چې د ژوند تر پايه مو له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د جهاد ژمنه او بيعت كړيدى.]

همدا راز بخاري له براء بن عازب نه په روايت سره وايي: ما رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد چې د خندق خاورې يې وړلې او دومره په دوړو كې پټ ؤ چې د مباركې خيټې پوستكى يې نه ښكاريده، او په مبارك بدن يې ډير ويښتان وو. ما ورنه اوريدل چې په همدې وخت كې چې خاورې يې وړلې د عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) دغه كلمات يې زمزمه كول:

اللهم لو لا انت ما اهتدينا                           ولا تصدقنا و لا صلينا

فانزلن ســكينة علينا                             و ثبت الاقدام ان لاقينا

ان الاولى رغـبوا علينا                                 و ان ارادوا فتنة ابينا

[اې الله! كه ته نه واى نو مونږ به د هدايت لاره نه واى موندلى، نه به مو خيرات وركړى وى او نه به مو لمونځ ادا كړى واى، نو اوس پر مونږ سكينت (استقامت) رانازل كړه، او كه مقابله پيښه شوه نو پښې  مو ټينګې كړه (ثبات مو په برخه كړه) هغوى زمونږ په خلاف خلك راپارولي دي او كه لويه فتنه يې وغوښتله نو مونږ به يې كله هم و نه منو.]

حضرت براء (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به ددې شعر وروستي لفظونه اوږدول. او په بل روايت كې ددې شعر وروستى فرد داسې راغلى دى:

ان الاولى قد بغوا علينا                    و ان ارادوا فتنة ابينا(١)

[هغوى زمونږ په خلاف ظالمانه بغاوت كړى او كه هغوى وغواړي مونږ په فتنه كې واچوي نو كله به يې هم ورسره قبوله نكړو.]

مسلمانانو له يوې خوا په پوره مينه او ولوله خندق كيندلو، خو له بلې خوا داسې لوږه ورباندې راغلې وه چې زړونه يې چول. انس (رضي الله عنه) وايي چې خندق ايستونكو ته به دوه لپې اوربشې راوړل شوې او په بوينو زړو غوړيو كې به ورته پخې شوې، بيا به د خوړلو لپاره ور وړاندې شوې، هغوى به دومره لوږې اخيستي وو چې همدا بد بوى لرونكي خواړه به يې چې له ستوني تيريدل يې هم ګران وو، خوړل.(٢)

ابو طلحه (رضي الله عنه) وايي: مونږ له خپلې لوږې نه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته شكايت وكړ، او ور ومو ښودل چې مونږ هر يوه پخپله خيټه يوه  يوه تيږه تړلې ده، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راوښودله چې پخپله مباركه خيټه پورې يې دوې تيږې تړلې دي.(٣)

په همدې وخت يعنې د خندق كيندلو په جريان كې د نبوت ډيرې نښانې ليدل شوې. جابر بن عبدالله (رضي الله عنه) وليدل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډير وږى شويدى، نو يوه بيزه (وزه) يې حلاله كړه او ميرمنې يې يوه صاع يا پيمانه (دوه نيم كيلو) اوربشې  اوړه كړې، بيا يې په پټه سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل چې له يو څو محدودو اصحابو (رضي الله عنهم) سره دده كورته تشريف وروړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبرو په اوريدو سره پاڅيد او د خندق ټول كار كوونكي يې چې زر كسه وو له ځان سره ملګري كړل، ټول لاړل او د جابر (رضي الله عنه) ډوډۍ يې وخوړه، ټول ماړه شول، د غوښې ديګ همداسې ډك پاتې ؤ، اوړه همداسې پخپل حالت وو هيڅ شى هم نه وو كم شوي.(١)

د نعمان بن بشير (رضي الله عنه) خور خندق ته راغله او يوه لپه خرما ورسره وه، غوښتل يې خپل پلار، او ماما ته يې وركړي. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسيده، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل خرما دلته راوړه! خرما يې ورنه واخيستله او په چادر يې واچوله، بيا يې د خندق كار كوونكي راوبلل، ټول راغلل او دا خرماوې يې خوړلې، خرماوې همداسې زياتيدلې، ټول ماړه شول، خو خرماوې دومره زياتې پاتې وې چې د څادر له څنډو نه وتلې.(٢)

په همدې ورځو كې له دې دوو پيښو نه يوه بله لويه پيښه هم واقع شويده. بخاري له جابر (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: مونږ په خندق كيندلو بوخت وو چې يوه سخته كلكه پرښه مخې ته راغله، اصحاب (رضي الله عنهم) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورغلل او ورته ويې ويل: په خندق كې سخته كلكه پرښه را پيدا شويده! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: پريږدئ زه پخپله وركوزيږم، بيا پداسې حال كې پاڅيد چې په خيټه يې تيږه تړلې وه، او دا داسې وخت ؤ چې مونږ درى ورځې په څه شي څك هم نه ؤ وهلى، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كلنګ واخيست او په پرښه يې وار وكړ، په همدې ګوزار سره هغه سخته پرښه لكه ريګ داسې دانې دانې شوه.(٣)

حضرت براء (رضي الله عنه) وايي: د خندق ايستلو په دوران كې يوه داسې پرښه مخې ته راغله چې كلنګونو هيڅ اثر نه پرې كاوه، ورغلو او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته مو شكايت وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راغى كلنګ يې واخيست او ويې فرمايل: بسم الله او ګوزار يې وكړ، بيايې وفرمايل: ‏‏(‏الله أكبر، أعطيت مفاتيح الشام، والله إني لأنظر قصورها الحمر الساعة‏). الله اكبر د شام د فتحې كليانى راكړې شوې، دا دى زه همدا اوس د هغه ځاى سرې ماڼۍ وينم. بيا يې دوهم ګوزار وكړ، پرښه يې ماته كړه او ويې فرمايل: ‏‏(‏الله أكبر، أعطيت فارس، والله إني لأبصر قصر المدائن الأبيض الآن‏)‏. الله اكبر د فارس واك هم راكړل شو، قسم په خداى چې اوس د مدائن سپين قصر وينم. بيايې په بسم الله سره دريم ګوزار ورباندې وكړ او پرښه ټوله ميده شوه، ويې فرمايل: ‏‏(‏الله أكبر، أعطيت مفاتيح اليمن، والله إني لأبصر أبواب صنعاء من مكاني‏)‏‏.‏الله اكبر د يمن د فتحې كليانې راكړل شوې، قسم په خداى چې له همدې ځاى نه د صنعاء دروازې ګورم.(١)

ابن اسحاق همدې ته ورته روايت له سلمان الفارسي (رضي الله عنه) نه رانقل كړيدى.(٢)

د مدينې موقعيت څه داسې و چې له شمالي لوري پرته نورو ټولو خواوو ته يې د خرماوو باغونه، غرونه او ريګستاني پوښتې وې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د يوه عسكري متخصص په حيث پدې ښه پوهيده چې د مشركينو دا لوى لښكر پر مدينه باندې يوازې له شمالي لوري نه حمله كولى شي، او له همدې خوا نه ورباندې راتلى شي، په همدې اساس يې خندق د مدينې په شمالي خوا كې وكينده.

مسلمانانو خندق كيندلو  ته ادامه وركړه، ټوله ورځ به يې كار كاوه ماښام به كورونو ته ستنيدل او مخكې لدينه چې د مشركينو لوى او بې شميره لښكر مدينې ته را لنډ شي دوى د خندق كار بشپړ كړى ؤ.(٣)

د احزاب یا خندق د غزا نقشه

د احزاب یا خندق د غزا نقشه

د قريشو څلور زره كسيز لښكر د مدينې پولو ته راورسيد، د رومه سيمې زعابه او جرف په مينځ كې يې په مجتمع الاسيال (د سيلابي اوبو د يو ځاى كيدو په محل) كې واړول. د غطفان، نجد او ملګرو يې شپږ زره پوځيان هم راغلل د احد په شرقي خوا كې يې په ذنب نقمي سيمه كې خيمې ودرولي. ((وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلاَّ إِيمَاناً وَتَسْلِيماً)) (الاحزاب:٢٢) [او كله چې وليدلې مؤمنانو لښكرې (د مشركينو) نو وويل (مؤمنانو) دا هغه دى چې وعده كړې ده له مونږ سره الله او رسول د دغه (الله د نصرت) او رښتيا ويلي و الله او رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددغه (الله په وعده كې) او زيات نكړ دغو (لښكرو) د مشركينو) مؤمنانو ته مګر ايمان او تسليم (احكامو د الله ته).]

خو د منافقانو او كمزوري ايمان د خاوندانو حالت بيا بل څه ؤ، هغوى ددې لښكرو په ليدو سره ويرې واخيستل، الله تعالى د دوى حالت ته اشاره كوي فرمايي:
((وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُوراً)) (الاحزاب: 22)

[او (ياد كړه هغه وخت) كله چې وويل: (ابن ابي، ابن قشر او نورو) منافقانو او (وويل) هغو كسانو چې په زړونو د دوى كې مرض (د نفاق) و چې نه ده وعده كړې له مونږ سره الله او رسول ددغه (الله په فتح د شام، يمن، پارس) مګر په غرور، تير ايستلو سره.]

له مشركينو سره د مقابلې پخاطر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له درى زره اصحابو (رضي الله عنهم) سره له مدينې نه راغى، شا يې د سلع غره ته وګرزوله او هملته يې سنګر ونيو خندق  د دوى او مشركينو تر منځ واقع ؤ شعار او شفر يې ((حم – لا ينصرون)) و.

ابن ام مكتوم يې په مدينه كې خليفه وټاكه، ښځې او ماشومان يې د مدينې په كلاګانو او برجونو كې سره ټول كړل. كله چې مشركينو پر مسلمانانو او مدينې باندې د يرغل تكل وكړ، ويې ليدل چې ډير ژور او سورور خندق يې مخې ته دى، بله چاره يې ونه ليده د مسلمانانو د محاصرې په فكر كې شول. دا پداسې حال كې چې له مكې نه د روانيدو په وخت كې ورسره د محاصرې فكر او پلان نه ؤ. دوى دې ډول يوه اقدام ته تياري نه درلوده، بلكه د دوى پخپله خبره دا خندق داسې يو چل او تاكتيك ؤ چې عربانو نه پيژانده او نه پرې پوهيدل، اصلاً يې د خندق فكر ذهن ته راغلى هم نه ؤ.

مشركان به په ډيره غوسه د خندق په غاړه تاويدل، او هلته به يې د كمزورۍ او ضعف د نقطو پلټنه كوله، تر څو له همغې نه په استفادې سره اخوا تير شي.

مسلمانانو حالات څارل مشركين يې تر كلكې څارنې لاندې نيولي وو، هغوى به يې په غشو ويشتل تر څو له خندق نه د تيريدو جرات ونكړي، نه به يې پريښودل خندق ته ورلنډ شي، ځانونه پكې واچوي او يا يې په خاورو سره د ډكولو هڅه وكړي او ځانته لاره پكې جوړه كړي.

د قريشو ځينو جنګياليو دا نه شواى زغملى چې د محاصرې نتيجې او پايلې ته انتظار وباسي، او بې فايد د خندق په څنډو ولاړ وي، دا د دوى لپاره د زغم نه وه.

همدا وه چې يوه ډله چې عمرو بن عبد ود، عكرمه بن ابي جهل، ضرار بن الخطاب او نور پكې وو راووتل، د خندق يوه تنګه نقطه يې انتخاب كړه او ورداخل شول، آسونه يې له خندق نه تير شول د خندق او سلع غره تر مينځ پدې ساحه كې يې وځغلول. حضرت علي (رضي الله عنه) له يو شمير مسلمانانو سره د دوى مقابلې ته را ووت او همغه ځاى يې ورته ونيو له كوم نه چې دوى راتير شوي وو.

پدې وخت كې عمرو غږ وكړ چې څوك مقابلې ته تيار دي؟ حضرت علي (رضي الله عنه) ور وړاندې شو او داسې يوه خبره يې ورته وكړه چې عمرو له ډيرې غوسې نه له آس نه وركوز شو، د آس پښې  يې پرې كړې او پر مخ يې هم ګوزارونه ورباندې وكړل. عمرو د قريشو له ډيرو مشهورو غيرتي جنګياليو څخه شميرل کيده، دواړه سره مخامخ شول، يو پر بل يې د ګوزارونو هڅې كولې. بالاخره علي (رضي الله عنه) وتوانيد چې خپل دښمن (عمرو) له پښو وغورځوي او په هلاكت يې ورسوي، نورو مشركينو د تيښتې لاره ونيوله او داسې ويرې اخيستي وو چې له عكرمه نه خپله نيزه هم پاتې شوې وه او له ميدان نه يې منډې وهلې.

څو ځله داسې هم شوي چې مشركينو له خندق نه د تيريدلو سخت كوششونه كړيدي، ډيرې هڅې به يې كولى چې ځانته پكې لاره ومومي، لكن مسلمانانو په ډيره ميړانه مقابله كوله په غشو به يې ويشتل او كلكه دفاع به يې كوله. د مسلمانانو د همت او شجاعت له بركته د مشركينو ټولې هڅې ناكامې گ او شنډې شوې. مسلمانان په داسې كلكه او مسلسله مقابله بوخت وو چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) نه څو لمونځونه هم قضا شول. په بخاري او مسلم كې له جابر (رضي الله عنه) نه روايت دى وايي: د خندق د غزا په ورځ عمر (رضي الله عنه) راغى او مشركينو ته يې بد رد ويل، بيا يې وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ! نن مې په ډير مشكل سره د لمازديګر لمونځ د لمر پريوتو په وخت كې ادا كړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: قسم په الله چې ما لا تر اوسه هم لمونځ ندى ادا كړى.

جابر (رضي الله عنه) زياتوي: بيا مونږ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره بطحان ته كوز شوو، هلته يې اودس وكړ مونږ هم اودسونه وكړل، بيا يې د لمازديګر لمونځ پداسې وخت كې راكړ چې لمر لويدلى ؤ، ورپسې يې د ماښام لمونځ ادا كړ(1) .

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د لمانځه د قضا كيدو له امله دومره خفه شو چې د مشركينو لپاره يې ښيرې وكړې. بخاري له علي (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خندق په ورځ وفرمايل:(‏ملأ الله عليهم بيوتهم وقبورهم ناراً، كما شغلونا عن الصلاة الوسطى حتى غابت الشمس‏)‏‏.الله تعالى دې د مشركينو كورونه او قبرونه له اور نه ډك كړي، هغه چې مونږ يې داسې مصروف وساتلو چې د لمازديګر لمونځ مو دومره ناوخته شو چې له لمر پريوتو نه وروسته مو ادا كړ.(2)

په مسند امام احمد او امام شافعي كې روايت دى چې مشركانو داسې سختې حملې كولې او مسلمانان يې دومره مصروف ساتلي وو چې د ماسپښېن، لمازديګر، ماښام او لماسختن ټول لمونځونه ورنه قضا شول، بيا وروسته يې ټول يو ځاى ادا كړل.  امام نووي وايي: ددې روايتونو تر مينځ جمع داسې كيدى شي چې خندق غزا خو څو ورځې وه، كيداى شي يوه ورځ يو لمونځ ورنه قضا شوى وي، او په بله ورځ ټول قضا شوي وي.(3)

لدينه دا خبره ثابتيږي چې مشركينو څو ورځې مسلسل هڅه كوله له خندق نه تير شي، او مسلمانان هم په مسلسله توګه په كلكه دفاع او مقابله بوخت وو. او څرنګه چې خندق د دواړو لوريو تر مينځ حايل و، نو مخامخ جګړه او خونړۍ نښته نده شوې، بلكه دواړو لوريو يو پر بل غشي ويشتل او له ليرې گ نه مقابله روانه وه.

د غشو ويشتلو په نتيجه كې له دواړو لښكرو نه څو كسه ووژل شول، پدې جمله كې شپږ مسلمانان شهيدان شول او لس مشركين په هلاكت ورسيدل. پداسې حال كې چې گ يوازې يو او يا دوه كسان په توره وژل شوي دي.

همدا راز پدې دوران كې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) هم په غشي ولګيد او د مټ لوى رګ يې پرې شو. نوموړى د قريشو د يوه تن چې حبان بن العرقه نوميده په غشي ولګيد. پدې وخت كې سعد (رضي الله عنه) دعا وكړه خدايه! ته ښه عالم يې، چې زه له ټولو نه زيات له هغو كسانو سره جګړه خوښوم كوم چې ستا د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تكذيب يې كړى او هغه يې له خپل كور نه په هجرت كولو مجبور كړى، اې الله! داسې ښكاري لكه چې زمونږ او دوى تر مينځ جګړه وروستي پړاو ته رسيدلى وي، كه چيرې له قريشو سره زمونږ د جګړې څه وخت پاته وي، نو خدايه، ما ورته ژوندى پريږده، تر څو زه ستا په لاره كې جهاد ورسره وكړم، او كه له دوى سره جګړه دې پاى ته رسولې وي، نو بيا دا زخم وشړوه او مرګ مې له همدې ټپ نه وګرزوه،(1). د دعا په پاى كې يې وويل:اې خدايه! تر هغې پورې مې مه وژنه تر څو مې په بنو قريظه زړه نه وي يخ شوى.(2)

پداسې حال كې چې مسلمانان د جګړې په ډګر كې له دا ډول ستونزو سره لاس او ګريوان وو، د فريب او غدر لښكر لكه د زهرجنو مارانو په شان اوړيدل را اوړيدل، او زيار يې يوست چې مسلمانانو ته زيان ورسوي.

د بنو نضير مشر او لوى مجرم روان شو، د بني قريظه مېنې ته ورغى، هلته يې له كعب بن اسد قرظي سره چې د بني قريظه مشر ؤ وليدل. بني قريظه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره دا عهد كړى ؤ چې كه جنګ پيښيږي نو دوى به د مسلمانانو څنګ ته دريږي او مرسته به يې كوي. حيي ورغى د كعب دروازه يې وټكوله، كعب دروازه نه ورته پرانيستله، خو هغه اصرار كاوه تر څو چې دروازه يې ورته خلاصه كړله. حيي ورته وويل: ما تا ته هميشنى عزت او بې شميره لښكرې راوستې دي، قريش، د هغوى مشران او مخور ټول مې درته راوستلي دي، هغوى اوس د رومه په مجمع الاسيال كې دي، ما غطفان او د هغوى مشران او رهبران ټول درته راوستلي دي، هغوى د احد په خوا په ذنب نقمي كې اړولي دي، دوې ټولو له مونږ سره دا عهد كړيدى چې تر هغې به په شا نه ځي تر څو يې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) له مينځه نه وي وړي.

كعب ورته وويل: قسم په خداى چې تا عزت نه، بلكه ذلت راته راوړى، او داسې يو لښكر دې راوستلئ چې هغه وريځې ته ورته دى چې هيڅ اوبه نه وي پكې پاتې.

هغه وريځ چې رعد او برق يې وي خو د باران درك يې نه وي، اې حيي! ستا په حال افسوس، ما پريږده، ما له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه له رښتيا او وفاء نه پرته بل څه ندي ليدلي.

خو حيي همداسې لګيا وو په يوه او بله لار يې د كعب د قانع كولو كوښښ كاوه، تر څو دا عهد يې وركړ ورته ويې ويل: د خداى په نامه دا عهد درسره كوم كه چيرې قريش او غطفان پدې ونه توانيدل چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مينځه يوسي، او بيرته مكې ته ستانه شول، نو پدې صورت كې به زه ستا سره يو ځاى ستاسې په كلا كې پاتې كيږم، او څه چې پر تا راځي هغه دې په ما هم راشي، پدې سره كعب بن اسد له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خپل تړون مات كړ، او له مسلمانانو نه يې د دوستۍ پيمان بيرته واخيست، او د هغوى په خلاف د مشركينو په خوا كې ودريدل.(١)

همدا وه چې د بني قريظه يهودو عملاً د مسلمانانو په خلاف جنګي عمليات پيل كړل. ابن اسحاق وايي: صفيه بنت عبدالمطلب (رضي الله عنها) د حسان بن ثابت (رضي الله عنه) په فارع نومي كلا كې وه، هلته له حسان سره د مدينې ماشومان او ښځې هم وې. صفيه (رضي الله عنها) وايي: يو يهودى زمونږ كوڅې ته راغى، تر كلا شاو خوا تاويده، دا هغه وخت ؤ چې بنو قريظه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خپل تړون مات كړى ؤ او د مسلمانانو په خلاف جګړې ته داخل شوي وو. له مونږ سره هيڅوك هم نه وو چې دفاع رانه وكړي، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانان له دښمنانو سره په مقابله بوخت وو، كه مونږ ته څه مشكل پيدا كيدلې، هغوى مو مرستې ته نه شواى راتللى. صفيه (رضي الله عنها) زياتوي: حسان ته مې وويل: حسانه! دا يهودى خو وينې چې له كلا نه د باندې ګرزي، قسم په  خداى زه فكر كوم چې غواړي زمونږ خبر نورو يهودانو ته يوسي، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) خو هلته مشغول دي، ته  ورشه او دا يهودى ووژنه. حسان وويل: ته خو ښه پوهيږې، چې زه ددې كار لپاره تيار او مناسب نه يم. صفيه  (رضي الله عنها) وايي: همدا وه چې ما خپله ملا وتړله او يو كوتك مې راسره واخيست، وركوزه شوم پر هغه كوتك يا ستنه چې راسره وه يو سخت ګوزار مې پرې وكړ او يهودى مې وواژه، بيرته كلاته راغلم. حسان ته مې وويل: اوس ورشه او له هغه نه يې وسله را واخله، ځكه ما لاس ورنه ووړ. حسان (رضي الله عنه) راته وويل: زه دده وسلې او سامان ته هيڅ اړتيا نلرم.(٢)

پدې ډول سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمه حضرت صفيې (رضي الله عنها) داسې يوه عظيمه كارنامه تر سره كړه چې د مسلمانانو د ميرمنو او اولادونو د ساتنې سبب شوه، يهودانو داسې ګمان  وكړ چې ګويا يو شمير مسلمانان لدې كلاګانو او برجونو  نه ساتنه كوي. پداسې حال كې چې اصلاً دا ټول خالي وو، هيڅوك هم دلته موجود نه وو. همدا يو جراتمندانه اقدام ددې سبب شو چې يهودانو بيا دې ډول اقدام ته زړه ښه نه شواى كړى. خو په عملي توګه يې له مشركانو سره مرسته کوله كومكي مواد يې ور استول، او له همدې كومكي موادو نه مسلمانانو يو ځل شل اوښان ونيول.

كله چې دا خبر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو ته ورسيد، نو د خبر د تحقيق او د بني قريظه د دريځ معلومولو پخاطر يې سعد بن معاذ، سعد بن عباده، عبدالله بن رواحه، او خوات بن جبير (رضي الله عنهم) هغوى ته واستول او ورته يې فرمايل: ‏‏(‏انطلقوا حتى تنظروا أحق ما بلغنا عن هؤلاء القوم أم لا ‏؟‏ فإن كان حقاً فالحنوا لي لحناً أعرفه، ولا تَفُتُّوا في أعضاد الناس، وإن كانوا على الوفاء فاجهروا به للناس‏)‏‏.‏ لاړ شئ او وګورئ چې دا خبر رښتيا دى او كه نه؟ كه فرضاً خبره رښتيا وه يعنې هغوى له مونږ سره خپل تړون مات كړى او له قريشو سره يې تړون كړى ؤ نو خبره په رموز کې وکړئ، داسې څه راته ووايئ چې يوازې زه پرې پوه شم، خبره ټولو خلكو ته مه اعلانوئ، او كه فرضا هغوى تر اوسه پورې له مونږ سره وفادار پاتې شوي وو، عهد يې نه و مات کړئ، نو بيا يې ټولو خلكو ته اعلان كړئ. پلاوى چې ورلنډ شو نو له يهودو نه يې دومره بده معامله وليده چې ګمان يې هم نه كيده. فوراً يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شان كې ګستاخي وكړه د هغه پلاوي ته يې بد رد وويل. په ډيره بې شرمۍ سره يې ورته وويل: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  څوك دى؟ زمونږ او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مينځ  هيڅ تړون نشته. ځئ بيرته لاړ شئ. هيئت همداسې ورنه روان شو او كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورسيدل، نو په شفر كې يې ورته وويل: (عضل و قاره) يعنې بنو قريظه هم داسې غدر كړيدى لكه څرنګه چې د عضل او قاره خلكو له اصحاب الرجيع سره كړى ؤ.

كه څه هم كوشش وشو چې خبره پټه وساتل شي، خو اصحاب (رضي الله عنهم) په حقيقت پوه شول او د لوى خطر احساس يې وكړ. دا د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخته شيبه وه، د دوى او بنو قريظه تر مينځ هيڅ حايل نه ؤ، هغوى هر وخت كولى شواى پر مسلمانانو د شا له خوا نه بريد وكړي. دا هم په داسې وخت كې چې مخې ته يې د مشركينو داسې يو لوى لښكر پروت ؤ چې يوه لحظه يې هم له سترګو نه شواى پناه كولى. د مسلمانانو پر ماشومانو او ميرمنو د يهودو د بريد د مخنيوي لپاره څوك نه وو، ټول مسلمانان ډير غمجن وو، د دوى دغه حالت قرانكريم داسې تر سيموي او فرمايي: ((وَإِذْ زَاغَتْ الأَبْصَارُ وَبَلَغَتْ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُوناَ (10) هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالاً شَدِيداً)) (الاحزاب: 10- 11)

[او كله چې كږې خړې شوې سترګې (له ډيرې ويرې) او ورسيدل زړونه بيخونو د مريو ته (له ډيره خوفه) او ګمانونه وكړل تاسو پر الله راز راز ګمانونه، پدې وخت كې وازمويل شول مؤمنان (له منافقانو څخه) او وخوځول شول په خوځولو سختو سره (له ډيرې ويرې).]

دلته يو ځل بيا د ځينو منافقينو نفاق څرګند شو او ويې ويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ ته د كسرې او قيصر د خزانو وعده راكوي، خو نن مونږ حتى نه شو كولى د قضاء حاجت لپاره د باندې ووزو! ځينې منافقين خو راغلل او دروغ بهانې يې جوړې كړې چې زمونږ په كورونو كې څوك نشته، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ ته اجازه راكړه چې خپلو كورونو ته لاړ شو! زمونږ كورونه له مدينې نه د باندې واقع دي، تر زيات خطر لاندې دي! په بنو سلمه كې هم بالكل ماتې ګډه شوه، د همدوى په هكله الله تعالى دا آيتونه نازل كړل: ((وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلاَّ غُرُوراً (12) وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَؤرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَؤرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلاَّ فِرَاراً)) (الاحزاب : 12- 13)
[او (ياد كړه هغه وخت) كله چې وويل (ابن ابي، ابن قيشر او نورو) منافقانو او (وويل) هغو كسانو چې په زړونو د دوى كې مرض (د نفاق) و چې نه ده وعده كړى له مونږ سره الله او رسول ددغه (الله په فتح د شام، يمن، پارس) مګر په غرور، تير ايستلو سره. او كله چې وويل يوې طايفې له دغو (منافقانو) چې اې اهل د يثربه (مدينې) نشته ځاى (د هستوګنې) تاسې ته پس بيرته وګرځئ او اذن (د بيرته تللو) غواړي يو فريق ډله له دوى له نبي نه وايي (بنو حارثه او بنو سلمه) چې بيشكه كورونه زمونږ تش پراته دي (له سړيو) حال دا چې ندي تش پراته كورونه د دوى نه لري اراده دوى (په دغه تګ سره) مګر د تيښتې ( له جنګه).]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته چې د بنو قريظه د غدر خبر راغى، نو خپل مبارك سر او مخ يې په چادر كې پټ كړ وغزيد، څه ځنډ يې وكړ. اصحابو (رضي الله عنهم) چې دا حالت وليد نور هم پريشانه شول. په همدې  وخت كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په زړه كې د هيلې او اميد نوې څپه راغله، را پاڅيد د الله اكبر ناره يې وكړه، ويې وفرمايل: (‏الله أكبر، أبشروا يا معشر المسلمين بفتح الله ونصره‏)‏.مسلمانانو! د الله تعالى له لوري د بري او فتحې مباركي دركوم. بيا يې پيل وكړ له حالاتو سره د مقابلې په فكر كې شو، په عملي اقداماتو يې لاس پورى كړ، يوه جامعه طرحه يې جوړه كړه. د همدې طرحې په اساس به يې يوه ډله وسله وال كسان مدينې ته وليږل تر څو په ماشومانو او كورونو بريد ونه شي. د وخت غوښتنه دا وه چې بايد يو داسې اقدام وشي چې د مشركانو ليكې دړې وړې كړي. د همدې غرض پخاطر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اراده وكړه د غطفان قبيلې له مشرانو عيينه بن حصن او حارث بن عوف سره مصالحه وكړي. هغوى ته يې وړانديز وكړ چې كه دوى بيرته ستانه شي او خپل قوم له ځان سره بوزي، نو په بدل كې به ورته د مدينې د ميوې دريمه برخه وركړل شي. دوى ته دا وړانديز وشو چې تاسو لاړ شئ، قريش يوازې پريږدئ تر څو مونږ حساب ورسره وكړو. پدې وړانديز څه خبرې وشوې، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له سعدينو (سعد بن معاذ او سعد بن عباده (رضي الله عنهما) ) سره  مشوره وكړه. هغوى دواړو ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كه چيرې الله تعالى دا امر درته كړى وي، نو په سترګو مو منلى، او كه دا ستا له خوا زمونږ د نجات لپاره يوه هڅه وي، نو بيا عرض دا دى چې د جاهليت او بت پرستۍ په زمانه كې هم هغوى په زور سره زمونږ ميوې ندي خوړلې، هغه وخت يې د مدينې يوازې هغه ميوې خوړلې دي چې يا يې اخيستې او يا چا په ميلمستيا كې وركړې دي، اوس چې الله په اسلام مشرف كړو، هدايت يې راته وكړ، او د ستاسو په وجود سره يې عزت راوبښلو، نو بيا ولې دا ميوې  وركړو؟ قسم په الله چې له تورې پرته به هيڅ ورنكړو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  هم د دوى رايه غوره وبلله او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏إنما هو شيء أصنعه لكم لما رأيت العرب قد رمتكم عن قوس واحدة‏)‏‏.‏دا زما طرحه وه ما ددې پخاطر وړاندې كړې وه چې له خطر نه مو وژغورم ځكه ما ليدل چې عرب ټول ستاسې په خلاف دريدلي دي. بيا الله تعالى د خپل رحمت له مخې داسې كار برابر كړ چې د دښمنانو د ماتې، رسوايۍ او بيلتون سبب شو، غرور يې مات او مستي يې له مينځه لاړه. او دا كار داسې وشو چې د غطفان قبيلې يو شخص چې نعيم بن مسعود بن عامر الاشجعى (رضي الله عنه) نوميده رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راغى عرض يې وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! زه  مسلمان شوى يم، خو قوم مې راباندې خبر ندى، امر راته كوه څه وكړم؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:((انما انت رجل واحد، فخذل عنا ما استطعت فان الحرب خدعة)). ته يو كس يې، دښمن چې په هرې طريقې سره له مونږ نه دفع كولى شي، هغه وكړه، ځكه جګړه چل دى. نعيم فوراً بني قريظه ته ورغى، له دوى سره يې له پخوا نه ښې اړيكې درلودې، ورغى او ورته ويې ويل: تاسو خو پدې پوهيږئ چې زه له تاسو سره څومره مينه لرم، زمونږ او ستاسې اړيكې ډيرې نژدې دي. دوى ورته وويل: پدې كې خو شك نشته. ده ورته وويل: ګورئ قريش خو ستاسې په شان ندي، دا وطن ستاسې دى، ستاسې مالونه ، ښځې، اولادونه او ټول شيان همدلته دي، دا خو امكان نلري چې دا ټول پريږدئ او بل ځاى ته كوچ وكړئ ، قريش او غطفان چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د جګړې په نيت راغلي، دا دى تاسې له هغوى سره مرسته كوئ، د هغوى اولادونه، مالونه او ښځې ټول پخپل وطن كې دي كه فرصت ورته برابر شو بريالي شول نو ښه، او كه نه نو ولاړ به شي، تاسې به محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يوازې پريږدي! دوى ورته وويل: نو څه كول په كار دي يا نعيم! ده ورته وويل: تر هغې پورې په جګړه كې مرسته مه ورسره كوئ تر څو مو ورنه څه كسان ګرو نه وي اخيستې. دوى دده رايه خو ښه كړه او ويې ويل: ښه مشوره دې راكړه.

بيا نعيم سيخ قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل: پدې خو پوه ياستئ چې زه ستاسې سره ډيره مينه او همدردي لرم. دوى وويل: بيشكه ته زمونږ دوست يې، ده وويل: د بني قريظه يهود له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره پخپل عهد او تړون ماتولو پښيمانه شوي، هغوى له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره بيا رابطه ټينګه كړې، او دا وعده يې ورسره كړيده چې دوى به له تاسې نه ځينې كسان ګرو اخلي او بيا به يې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  ته سپاري، او پدې سره به له هغه سره خپله دوستي ټينګوي، كه فرضاً يهودو له تاسو نه د څه كسانو د ګرو كولو غوښتنه وكړه، نو مه يې منئ او ګروګان مه وركوئ. بيا له دوى نه لاړ او غطفان ته ورغى، هغوى ته يې هم همداسې خبره وكړه. كله چې د پنځم هجري كال د شوال مياشتې د هفتې ورځ را ورسيدله، قريشو بني قريظه ته احوال وليږه، چې مونږ خو دلته مسافر يوو، پخپل وطن كې نه يوو، اوښان او آسونه مو مري، راځئ زمونږ مرسته وكړئ تر څو په محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بريد وكړو. يهودو ځواب ورواستاوه چې نن خو د هفتې ورځ ده، تاسې خو خبر يئ چې پدې ورځ زمونږ د شريعت له حكم نه سرغړوونكو ته كومه سزا وركړل شوې ده، په هر حال مونږ تر هغې پورې ستاسې په ګټه په جګړه كې برخه نه اخلو تر څو پورې مو مونږ ته څو كسان د يرغمال په توګه نه وي را كړي. د قريشو قاصد چې دا خبر راوړ، قريشو او غطفان يو بل ته وويل چې قسم په الله نعيم رښتيا ويلي وو. فوراً يې يهودو ته خبر وليږه چې قسم په خداى كه يو كس هم يرغمال دركړو، راځئ چې په ګډه پر محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حمله وكړو. قريظه ددې خبر په اوريدو سره وويل: نعيم رښتيا راته ويلي او په همدې طريقې سره د يهودو او مشركينو تر مينځ بې اتفاقي او نفاق را مينځته شو، ارادې يې سستې او حوصلې يې ټيټې شوې. مسلمانانو خپل رب ته زارۍ او سوالونه كول او ويل به يې: ‏‏(‏اللهم استر عوراتنا وآمن روعاتنا).اې الله!  ته زمونږ پرده وكړې، له خطراتو نه مو په امن وساتې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو په حق كې ښيرې كولې، او له الله (جل جلاله)  نه يې د هغوى د ماتې سوالونه كول فرمايل يې:‏‏(‏اللهم منزل الكتاب، سريع الحساب، اهزم الأحزاب، اللهم اهزمهم وزلزلهم‏)‏‏.‏اې د قرآنكريم نازلونكيه ربه! اې په چټكۍ سره حساب كونكيه! ته د مشركينو دا ټولى مات كړې، خدايه دوى ته شكست او ماتې وركړې او ويې لړزوې.(1)

الله تعالى د خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو سوالونه قبول كړل، وروسته له هغې چې د مشركينو، يهودو او مشركينو تر مينځ نفاق او درز پيدا شو، الله تعالى داسې باد ورباندې مسلط كړ چې خيمې يې ورته پورته كړې، ديګونه يې ورته چپه كړل، د خيمو تناوونه يې له بيخه راوايستل، هيڅ شى يې په امن نه وو. همدا راز الله تعالى د ملايكو لښكر هم ورواستاوه، مشركين يې ولړزول او په زړونو كې يې ويره او رعب ور واچاوه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په همدې سخته سړه شپه كې حذيفه بن اليمان د مشركينو ميځ ته ورواستاوه تر څو د هغوى په هكله معلومات راوړي. حذيفه (رضي الله عنه) ورغى او ويې ليدل چې د مشرکينو هر څه په بل مخ چپه دي ټولو د بيرته تلو تياري پيل كړې. همدا احوال يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته وړاندې كړ. او چې سهار شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليدل چې الله (جل جلاله) يې دښمنانو ته ماتې وركړې، او پداسې حال كې بيرته تللي چې د الله تعالى له قهر او غضب نه پرته يې هيڅ هم لاسته ندي راوړي. او په همدې سره الله تعالى خپله وعده ريښتونې كړه، خپل لښكر (مسلمانانو) ته يې عزت وركړ، د خپل بنده (محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ) مرسته يې وكړه، او ټولو مشركينو ته يې ماتې وركړه، په پاې كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بريالى مدينې ته ستون شو.

د خندق غزا په صحيح روايت سره د هجرت په پنځم كال د شوال په مياشت كې وه. مشركينو تقريباً يوه مياشت رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) محاصره كړي وو. له رواياتو داسې ښكاري چې د محاصرې پيل د شوال په مياشت او په ذي القعدې كې پاې ته رسيدلى ؤ. ابن سعد وايي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خندق نه د چارشنبې په ورځ چې د ذي القعدې يوازې اوه ورځې پاتې وې مدينې ته ستون شو.
د خندق غزا د تلفاتو جګړه نه وه، بلكه دا د اعصابو جنګ ؤ، كه څه هم پدې غزا كې سختې نښتې ندي شوې، خو بيا هم د اسلامي تاريخ له پريكنده جګړو څخه شميرل كيږي. پدې جګړه كې مشركينو ماتې وخوړه، حوصلې يې پريوتې. ددې غزا په ترڅ كې دا په اثبات ورسيدله چې د عربو هيڅ ځواك هم ددې توان نلري چې په مدينه كې  مخ په وده وړوكى قوت له مينځه يوسي. ځكه ټولو وليده چې عربان ټول په پوره شور او ځواك سره راغلي وو، خو هيڅ يې هم ونه شواى كړى، همدا وجه وه كله چې احزاب د الله تعالى په امر له مدينې نه ستانه شول، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: اوس به مونږ ورباندې حملې كوو، نور به دوى راباندې حملې نه كوي، مونږ به ورپسې ورځو.(1)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د