الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلور څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د بني قريظه غزا

په هماغه ورځ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيرته مدينې ته تشريف راوړ، ماسپښېن جبريل (عليه السلام) پداسې حال كې ورته راغى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ام سلمه (رضي الله عنها) په كور كې غسل كاوه، ورته ويې ويل: ايا تا خپله وسله ايښې ده؟ ملايكو خو تر اوسه وسلې ندي ايښې او زه همدا اوس د دوى (مشركانو) له تعقيب نه راوګرځيدم، لاړ شه له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د بني قريظه په لور لاړشه، زه له تا نه مخكې ور روان يم، كلا ګانې يې ورباندې لړزوم، په زړونو كې يې ويره اچوم . ورپسې جبريل (عليه السلام) له ملايكو سره روان شو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې ټولو ته دا اعلان وشي: څوك چې امر قبلونكى وي بايد د لمازديګر لمونځ بني قريظه ته ورسوي. عبدالله بن ام مكتوم يې د مدينې والي وټاكه، بيرغ يې علي (رضي الله عنه) ته وركړ، او د بني قريظه په لور يې واستاوه. علي (رضي الله عنه) لاړ او كله چې د بني قريظه كلا ګانو ته ورلنډ شو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله يې له يهودو نه نا مناسبې خبرې واوريدلې.

غزوة بني قریظه - نقشه

غزوة بني قریظه – نقشه

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د انصارو او مهاجرينو (رضي الله عنهم) له يوه ټولي سره روان شو، مخكې لاړ او د بني قريظه له (انا) نومې څاه سره تم شو. مسلمانانو ټولو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د امر تعميل وكړ، فوراً روان شول، دوى په لاره كې وو چې د لمازديګر د لمانځه وخت را ورسيد، ځينو وويل: امر راته شوى چې لمونځ بايد په بني قريظه كې وكړو، له همدې ډلې نه ځينو د لمازديګر لمونځ ان له ماسختن نه وروسته ادا كړ، نورو اصحابو (رضي الله عنهم) وويل چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هدف دا ؤ چې په بيړه لاړ شو نه دا چې لمونځ له هغه ځاى پرته بل ځاى ادا نكړو، نو هغوى همدلته د لارې په اوږدو كې لمونځ وكړ. وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوې ډلې ته هم عتاب ونكړ او ملامتي يې ورباندې ونه ويله (ځكه دواړو د خپل اجتهاد پيروي كړې وه). پدې ډول مسلمانان ډلې ډلې د بني قريظه په لور لاړل، ټول له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يو ځاى شول. د ټولو شميره درى زره وه، ورسره ديرش آسانونه هم وو. لاړل د بني قريظه له كلا ګانو نه راتاو شول او محاصره يې كړل، كله چې د محاصرې كړۍ تنګه شوه، كعب بن اسد چې د بني قريظه رئيس ؤ، خپل قوم ته درى وړانديزونه وړاندې كړل او ورته ويې ويل:

اې زما قومه! يا اسلام راوړئ او د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دين ومنئ تر څو مالونه، وينې، اولادونه او ښځې ټول مو په امن شي، او زياته يې كړه: قسم په الله چې ښه درته څرګنده او ثابته شويده چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى، او تاسې پخپل كتاب كې دده ذكر ليدلى دى.

دوهم وړانديز دا دى، كه ايمان نه راوړئ نو لومړى خپل اولادونه او ښځې ټول ووژنئ، بيا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مقابلې ته ووزئ او تر هغې ورسره وجنګيږئ تر څو يا ورباندې برلاسي شئ، او يا ټول له مينځه لاړ شئ.

او دريم دا چې د هفتې په ورځ ټول پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) يې حمله وكړى، دا ځكه چې د هفتې په ورځ به هغوى دا فكر كوي چې يهود خو نن بريد نه كوي، پدې ورځ جګړه نه راسره كوي، اغفال به شي. بنو قريظه د خپل مشر يوه خبره هم ونه منله، درى واړه يې رد كړې، نو كعب بن اسد په ډير قهر او غوسه ورته وويل: په تاسې كې د فيصلې او پريكنده خبرې سړى نشته، كله مو هم د عقل مندۍ كار ندى كړئ.

وروسته له هغې چې بنې قريظه د سعد درى واړه وړانديزونه ونه منل، نو مجبور وو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر ته يې غاړه ايښې وئ، خو دا يې غوره وګڼله چې لومړى بايد له هغو مسلمانانو نه چې د دوى ملګري دي پدې هكله پوښتنه وكړي، تر څو پوه شي كه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر ته غاړى كيږدي نو څه به ورسره كيږي؟ هماغه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې خبر وليږه چې ابو لبابه راته راوليږه تر څو مشوره ورسره وكړو! ابو لبابه له دوى سره تړون درلود، كورنۍ او مالونه يې د دوى په سيمه كې وو. كله چې ابو لبابه ورغى، ټول ورته راپاڅيدل، ښځو او ماشومانو ژړل، ددې حالت په ليدو سره د ابو لبابه زړه پرې وسوځيد. ټولو يهودانو ورته وويل: ابو لبابه! آيا دا مشوره را كوې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته تسليم شو؟ ده ورته وويل: هو: خو لاس يې په غاړه راكش كړ، مطلب يې دا ؤ كه تسليم شي نو مرۍ به مو پرې شي، حلال به كړى شئ. په همدې حالت كې متوجه او پوه شو چې پدې عمل سره د الله (جل جلاله) او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حق كې د خيانت مرتكب شويدى، فورا روان شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته هم ورنغى، سيخ نبوي جومات ته لاړ، ځان يې په يوې ستنې پورې وتاړه، او قسم يې ياد كړ تر څو چې  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل لاس نه وي خلاص كړئ، ځان به خوشى نكړي، همداسې به تړلى وي. او بله يې دا ژمنه وکړه چې بيا به تر ابده د بني قريظه سيمې ته نه ورځي. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبر شو، نو ويې فرمايل: ‏‏(‏أما إنه لو جاءني لاستغفرت له، أما إذ قد فعل ما فعل فما أنا بالذي أطلقه من مكانه حتى يتوب الله عليه‏)‏‏.‏كه ابو لبابه ماته راغلى واى، نو مغفرت به مې ورته غوښتى واى، خو اوس يې چې ځان تړلئ، نو تر هغې پورې يې نه خلاصوم تر څو يې چې الله تعالى توبه نه وي قبوله كړې. د ابو لبابه له دغه مشورې سره سره  بني قريظه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر ته تسليم او سلامي شول. يهودو د اوږدې محاصرې تاب او توان هم درلود ځكه ښه ډير خوراكي مواد، اوبه هر څه ورسره وو، كلا ګانې يې ښه مضبوطې وې، په مقابل كې مسلمانان په خالى ميدان كې وو، له لوږې او يخنۍ سره مخ وو، ستړيا خو يې دومره وه چې اندازه يې ګرانه ده. خو دا جګړه هم د اعصابو جګړه وه، الله تعالى د يهودو په زړونو كې ويره واچوله، حوصلې يې ټيټې شوې. په همدې وخت كې علي (رضي الله عنه) او زبير (رضي الله عنه) ورمخكې شول، علي (رضي الله عنه) چيغه وكړه: اې د ايمان لښكره! قسم په خداى چې يا به د حمزه (رضي الله عنه) په شان شهيد شم او يا به دا كلا فتحه كړم. د همدې آواز له اوريدو سره يهود د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې سلامي شول.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې نارينه يهودان دې بنديان شي، د همدې امر په اساس د محمد بن مسلمه انصاري (رضي الله عنه) تر مراقبت لاندې د هغوى په لاسونو كې زولنې واچول شوې، ښځې او ماشومان بيل ځاى ته يووړل شول. د اوس قبيلې خلك رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورغلل عرض يې وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! تا زمونږ د وروڼو خزرج له حليفانو (بني قينقاع) سره هسې ښه معامله وكړه، دا بني قريظه زمونږ حليفان او دوستان دي له دوى سره هم ښه وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل:‏(‏ألا ترضون ـن يحكم فيهم رجل منكم‏؟‏‏)‏ قالوا‏:‏ بلي‏.‏ قال‏:‏ ‏(‏فذاك إلى سعد بن معاذ‏)‏‏.‏‏ آيا تاسې پدې خوښ ياستئ چې ستاسې يو شخص د دوى په هكله فيصله وكړي؟ دوې وويل: هو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: دا فيصله دې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) وكړي. دوى وويل: بالكل سيي ده. ټول پرې راضي يو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينې ته خبر وليږه چې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) دې را حاضر شي. نوموړى د احزاب په غزاكې ټپي شوى او د مټ رګ يې پرې شوى ؤ، او له همدې امله په مدينه كې پاتې ؤ. كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبر وروسيد، نو په خره باندې سپور شو او پداسې حال كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لور روان شو چې د قوم خلك يې يوې او بلې خوا ته روان وو ورته ويل يې: سعده! له خپلو حليفانو سره ښه وكړه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ددې لپاره حكم ګرزولى يې چې د دوى په هكله نرمه او غوره فيصله وكړې! سعد (رضي الله عنه) د دوى خبرې اوريدلې، څه يې نه ويل، خو كله چې دوى ډير اصرار وكړ نو ده ورته وويل: اوس هغه وخت رارسيدلى دى چې سعد د الله (جل جلاله) پخاطر د هيچا پروا ونه ساتي. خلكو چې دا خبره واوريده يو شمير له همدې ځايه ورنه وګرځيدل، يو له بل سره يې غمشريكي وكړه او خفګان يې څرګند كړ.

كله چې سعد (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورلنډ شو، اصحابو ته يې امر وكړ چې: ‏(‏قوموا إلى سيدكم‏)‏. خپل مشر ته پاڅيږئ! خلك پاڅيدل او سعد (رضي الله عنه) يې له خره نه راكوز كړ او ورته ويې ويل: سعده! بني قريظه ستا حكم او فيصلې ته تسليم شوي. ده وويل: آيا زما فيصله پر دوى نافذه ده؟ دوى ورته وويل: هو. ده وويل: آيا مسلمانان به هم زما حكم مني؟ دوى ورته وويل: ولې نه. بيايې ويل: ايا زما فيصله هغه چاته هم د منلو وړ ده چې دلته تشريف لري؟ او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته يې د تكريم او تعظيم په دود اشاره وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏نعم، وعلي‏)‏‏.‏ هو. زه هم ستا فيصله منم. سعد وويل: نو زما فيصله دا ده چې  نارينه يې بايد ووژل شي، اولادونه او ښځې زوزاده يې دې اسيران كړى شي او مالونه يې دې وويشل شي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې فيصلې په اوريدو سره وفرمايل: ‏(‏لقد حكمت فيهم بحكم الله من فوق سبع سموات‏)‏‏. تا د دوى په هكله هغه فيصله وكړه كومه چې الله تعالى له اوو آسمانو پاس كړې وه.

د بني قريظه په هكله د سعد (رضي الله عنه) حكم ډير عادلانه او په انصاف ولاړ و، ځكه دوى نه يوازې له مسلمانانو سره غدر او خيانت كړى ؤ بلكه د مسلمانانو د له مينځه وړلو لپاره يې 1500 تورې، دوه زره نيزې، 300 زغرې او 500 ډالونه هم تياركړي وو او دا ټول شيان له فتحې وروسته مسلمانانو غنيمت كړل.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په امر سره د بني قريظه ټول افراد د بني النجار قبيلې د بنت الحارث نومې ښځې په كور كې بنديان شول هلته د مدينې په بازار كې ورته كندې وايستل شوې، وروسته دوى ډلې، ډلې ورته راوستل كيدل او هملته به يې سرونه پرې كيدل. په همدې حالت كې يوه يهودي خپل مشر كعب بن اسد ته وويل: څه فكر كوې له مونږ سره به څه معامله كيږي؟ ده ورته وويل: تاسې هيچرته هم له عقل نه كار نه اخلئ،نه ګورئ چې بلونكي نه دريږي؟ او څوك چې ځي بيرته نه راستنيږي، قسم په خداى چې زمونږ سرنوشت (برخليك) مرګ دى. پدې ترتيب سره د بني قريظه د شپږ يا اوه سوه كسانو سرونه قلم شول.

ددې فيصلې په تنفيذ سره د غدر او خيانت جرړې له بيخه ووتلې، او هغه خاينان پخپله سزا ورسيدل كوم چې تړون يې مات  كړى و، او په ډير سخت وخت كې يې د مسلمانانو د تباهۍ په نيت له مشركينو سره لاس يو كړى و، او پدې عمل او كړو سره د هغو جنګي مجرمينو په ډله ورګډ شوي وو كوم چې د محاكمې او اعدام وړ دي.

دلته له دوى سره د بني نضير قبيلې لوى شيطان او د احزاب جګړې لوى مجرم حيي بن اخطب هم ووژل شو نوموړى د ام المؤمنين صفيه (رضي الله عنها) پلار ؤ. هغه وخت چې قريش او غطفان د جګړې له ډګر نه په شا شول، نو حيي راغى او له بني قريظه سره يو ځاى پاتى شو، خپله هغه وعده يې پوره كړه چې د جګړې په دوران كې يې له كعب بن اسد سره كړې وه. ده هغه وخت كعب ديته اړ ايستلى ؤ چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خپل تړون مات كړي او له مشركينو سره يو ځاى د هغه په خلاف په جګړه كې برخه واخلي او په مقابل کې يې دا ورته ويلي و چې زه به تر آخره درسره وم. همداسې يې وكړل له بني قريظه سره يو ځاى اسير شو، او كله چې د وژلو لپاره راوستل شو، چپنه يې په غاړه وه خو سورۍ سورۍ  كړى يې وه تر څو څوك ورنه ګټه وانخلي، راوستل شو لاسونه يې له غاړې سره تړل شوي وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې وويل: ستا سره په دښمنۍ پښيمانه نه يم، خو برى او غلبه د خداى په لاس كې ده، بيا يې زياته كړه: اې خلكو! همدا به د الله امر ؤ، همدا به ليكل شوي او همدا مو تقدير و، الله تعالى بني اسرائيلو ته وژل مقرر كړي ؤ، ورپسې كيناست او همدلته يې سر پرې شو.

پدې پيښه كې له يهودو نه يوازې يوه ښځه ووژل شوه، هغه هم پدې دليل چې نوموړې پر خلاد بن سويد (رضي الله عنه) باندې د ميچنې تيږه ورغورځولې وه او هغه يې وژلى ؤ، نو ددې په بدل كې دغه ښځه هم ووژل شوه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر كړى ؤ چې يوازې هغه كسان دې ووژل شي چې ږيرې يې راغلې وي او د چا چې ږيره نه وي راغلى، نه دې وژل كيږي. پدې ډله كې عطيه القرظي هم ؤ چې هغه وخت يې ږيره نه وه راغلې، نو ژوندى پاتې شو اسلام يې ومانه او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صحبت شرف يې وګاټه.

ثابت بن قيس (رضي الله عنه) له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه سوال وكړ چې زبير بن باطا، مال او كورنۍ يې ده ته وروبښي! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه وروبښل. زبير له ثابت (رضي الله عنه) سره نيكي كړې وه، او د همدې نيكۍ په بدل كې يې هغه ته وويل: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ما ته راوبښلې، ستا مال او اولاد يې راوباښه، اوس دا ټول بيرته ستا. زبير چې د خپل قوم له مرګ نه خبر شو، نو ثابت (رضي الله عنه) ته يې وويل: زه د خپلې نيكۍ په نامه له تا نه ددې سوال كوم چې ما هم له خپلو دوستانو سره يو ځاى كړه، يعنې ما هم ووژنه،  نو بيايې دده سر هم پرې كړ او په نورو يهودانو پسې يې وروليږه. ثابت د زبير زوى عبدالرحمن ژوندى وساته، عبدالرحمن په اسلام مشرف شو او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) صحبت يې وګاټه.

همدا راز ام المنذر سلمى بنت قيس النجاريه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه هيله وكړه چې رفاعه بن سموال القرظي ورته وروبښي! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې غوښتنه ومنله، او هغه يې وروباښه. رفاعه ژوندى پاتې شو ايمان يې راوړ او د اصحابو (رضي الله عنهم) په ډله كې شامل شو.

د تسليمۍ په شپه هم يو شمير يهودانو ايمان راوړ، او په همدې اساس د هغوى ژوند او مال په امن پاتې شول. په همدې شپه عمرو چې له خپل قوم بني قريظه سره په غدر او خيانت كې شريك نه و، له خپل كور نه د باندې راووت، د نبوي لښكر د پاسدارانو مشر محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) وليد، خو څه يې ورته ونه ويل، لاره يې وركړه، او معلومه نه شوه چې هغه به چيرته تللى وي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د بني قريظه له مالونو نه خمس بيل كړ او نور مالونه يې په مسلمانانو باندې وويشل، سواره ته يې درې برخې، دوې برخې يې د آس او يوه د سواره، او د پياده (پلي) لپاره يې يوه برخه وټاكله. وينځې يې د سعد بن زيد الانصاري تر سرپرستۍ لاندې نجد ته واستولې، هلته يې وسله او آسونه ورباندې راونيول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د وينځو له ډلې نه ريحانه بنت عمرو بن خناقه د خپل ځان لپاره خوښه كړه، او د ژوند تر پايه ورسره وه، دا د ابن اسحاق روايت دى.(1) خو كلبي وايي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه (ريحانه) آزاده كړه او په شپږم هجري كال يې په نكاح سره واخيستله، چې له حجه الوداع نه له راستنيدو وروسته وفات شوه او په بقيع كې خاورو ته ورسپارل شوه.(2)

وروسته له هغې چې د بني قريظه مساله ختمه شوه، الله تعالى د خپل صالح بنده سعد بن معاذ (رضي الله عنه) هغه سوال قبول كړ چې مخكې يې يادونه شويده. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سعد (رضي الله عنه) لپاره په جومات كې خيمه درولې وه تر څو هملته يې عيادت وكولى شي. د بني قريظه له فتحې وروسته د سعد (رضي الله عنه) ټپ خلاص شو او په بد واوښت. عائشه (رضي الله عنها) وايي: د سعد (رضي الله عنه) له ټپ نه وينې روانې شوې، په جومات كې د بنو غفار څو خيمې هم وې ټولو د سعد (رضي الله عنه) وينې وليدلې ځكه ډيرې زياتې بهيدلې وې، د وينو په ليدو سره هغوى چيغه  كړه اې د خيمو خلكو! دا څه دي چې ستاسې له لوري زمونږ خوا ته را روان دي؟ ټولو وكتل چې د سعد (رضي الله عنه) له زخم نه وينې را روانې دي او په پاې كې له همدې كبله وفات شو.(3)

په بخاري او مسلم كې له جابر (رضي الله عنه) نه روايت دى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايلي: ‏(‏اهتز عرش الرحمن لموت سعد بن معاذ‏)‏‏.‏ د سعد بن معاذ (رضي الله عنه) په مرګ د الله تعالى عرش ولړزيد(4).

همدا راز ترمذي له انس (رضي الله عنه) نه په روايت سره وايي: قال‏:‏ لما حملت جنازۍ سعد بن معاذ قال المنافقون‏:‏ ما ډخف جنازته، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏إن الملائكة كانت تحمله‏)‏‏.‏كله چې د سعد بن معاذ (رضي الله عنه) جنازه  پورته شوه، منافقانو وويل: دا څومره سپكه جنازه وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: دا ځكه چې ملائكو وړله يعنې د هغه (سعد بن معاذ (رضي الله عنه) جنازه ملائكو وړله.(١)

د بني قريظه د محاصرې په دوران كې له مسلمانانو نه يو تن (خلاد بن سويد) په شهادت ورسيد، يوې يهودۍ ښځې د ميچنې تيږه ورباندې وروغورځوله او مړ شو.

همدا راز پدې ترڅ كې د عكاشه ورور ابو سنان بن محصن هم مړ شو.

ابو لبابه هملته مسجد كې شپږ ورځې تړلى ؤ د لمانځه په وخت كې به يې ښځه ورته راتلله خلاصاوه به يې او له لمانځه نه وروسته به بيرته په ستنې پورې تړل كيده، تر څو يوه ورځ سهار وختي يې الله تعالى توبه قبوله كړه او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې چې د ام سلمه (رضي الله عنها) په كور كې ؤ خبر وركړل شو. ابو لبابه (رضي الله عنه) وايي ام سلمه (رضي الله عنها) د خپلې حجرې په دروازه كې ودريده او راته ويې ويل: ابو لبابه! مبارك شه، الله تعالى دې توبه قبوله كړه! ددې خبرې په اوريدو سره په جومات كې ناست اصحاب (رضي الله عنهم) را پاڅيدل تر څو خلاص يې كړي، خو ابو لبابه وويل: نه، تر څو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله تشريف نه وي راوړئ او زه يې نه وم خلاص كړئ بل څوك به مې نه خلاصوي. او كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سهار لمانځه ته تشريف راوړ په ابو لبابه تيريده ورغى او خوشى يې كړ.

دا غزا (بني قريظه) د هجرت د پنځم كال د ذي القعدې په مياشت كې شوې وه، او د بني قريظه كلا بندۍ 25 ورځې دوام كړى ؤ.(٢)

الله تعالى د احزاب او بني قريظه غزا ګانو په اړه د احزاب سورت څو آيتونه نازل كړيدي. او په هغې كې يې د مؤمنانو او منافقانو د حال او احوال په هكله څرګندونې كړي، د مشركينو ماتې ته يې اشاره فرمايلې، او د اهل كتابو د غدر او خيانت نتايج او پايلې يې په ګوته كړيدي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د