mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځه څلویښتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له بني قريظه غزا نه وروسته پوځي عمليات

١- د سلام بن ابي الحقيق وژل

سلام بن ابي الحقيق چې كنيه نوم يې ابو رافع ؤ، هغه لوى يهودي مجرم ؤ چې د مسلمانانو په خلاف يې د مشركينو ډيرې لښكرې راوپارولې او زياته اندازه مال او پيسې يې وركړې، بې حسابه مرستې يې ورسره وكړې.(1)

دې مجرم به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته هم زيات اذيت او ضرر رساوه، كله چې مسلمانانو د بني قريظه مشكل حل كړ، خزرج قبيلې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د ابو رافع  د وژلو اجازه وغوښتله، ځكه لدينه مخكې اوس قبيلې كعب بن اشرف وژلى ؤ. اوس خزرج غوښتل چې دوى هم هغوى ته ورته يو وياړ وګټي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى غوښتنه ومنله او اجازه يې وركړه چې ابو رافع ووژني، خو پدې امر يې تاكيد وكړ چې بايد ښځې او ماشومان ونه وژل شي او هغوى ته خطر متوجه نه شي. خزرج ددې وظيفې د انجام لپاره پنځه كسيز ګروپ جوړ كړ، د ګروپ ټول غړي له بنو سلمه كورنۍ څخه وو او مشر يې عبدالله بن عتيك نوميده. دغه ګروپ د خيبر په لور روان شو، چيرته چې د ابو رافع كلا وه، ماښام ورورسيدل، خلك ټول خپلو كورونو ته راغلي وو. عبدالله بن عتيك خپلو ملګرو ته وويل تاسې ټول همدلته كينئ، زه ځم او له دروازه وان سره خبرې كوم، غواړم د هغه زړه په لاس راوړم، كيداى شي له همدې لارې نه كلا ته ورد ننه شم. لاړ او دروازې ته لنډ يو ځاى داسې كيناست چې خپل چادر يې په سر واچاوه او داسې يې ښودله چې ګويا د قضاء حاجت لپاره ناست دى. خلك ننوتل، دروازه وان غږ پرې وكړ اې د خداى بنده! كه غواړې چې ننوزې،نو زر داخل شه زه دروازه بندوم.

عبدالله بن عتيك كيسه كوي وايي: په همدې خبرې سره لاړم ، كلا ته د ننه شوم، او د ننه پټ شوم كله چې خلك ټول داخل شول، دروازه وتړل شوه، پيره دار كليانې ټولې له دروازې سره خوا كې په څنګ درۍ وځړولې. زياتوي وروسته زه ورغلم او دا كليانې مې راواخستلې، راتلونكي دروازه مې خلاصه كړه، ابو رافع په بالاخانه كې ؤ هملته يې مجلس ښه ګرم ؤ ما څاره، كله چې د مجلس او كيسو خلك ورنه لاړل، زه وروختلم،  هره دروازه به مې چې پرانيستله، نو بيرته به مې له ننه خوا نه تړله، او له ځان سره مې ويل كه چيرې خلك درباندې خبر شي نو مخكې لدينه چې هغوى ما ته راورسيږي زه به ابو رافع ووژنم. ابو رافع ته ورورسيدم، كوټه يې تياره وه او له خپلې كورنۍ سره ؤ نه پوهيدم چې ځاى يې چيرته دى؟ غږ مې وكړ ابو رافع! ده وويل: څوك يې؟ په غږ پسې لاړم او پداسې حال كې مې د تورې ګوزار پرې وكړ چې ويرې اخيستى وم، پدې ګوزار هيڅ هم ونه شول هغه چيغې كړې. زه يې له كور نه راووتلم او لږ انتظار مې وكړ، بيا بيرته ورغلم، ورته ومې ويل: دا څه غږ دى اې ابو رافع! ده وويل: مور دې بوره شه، همدا اوس يوه سړي د تورې ګوزار راباندې وكړ. ابو رافع زياتوي: همدلته مې يو قوي ګوزار پرې وكړ، سخت ټپي شو، خو مړ نه شو، بيا مې د تورې څوكه د هغه په خيټه كيښوده او زور مې وركړ تر څو له شا يې ووتله او پوه شوم چې مړ شو، نور د باندې راووتلم دروازې مې يو په بل پسې خلاصولې، په يوه زينه كې راكوزيدم فكر مې كاوه چې پښه مې ځمكې ته رسيدلې خو داسې نه وه د لاندې ولويدم، سپوږمۍ ښه رڼا كوله، پښه مې ماته شوه  خپل پټكى (پګړۍ) مې را خلاص كړ او پښه مې ورباندې وتړله، روان شوم او له دروازې سره كيناستم. له ځان سره مې فيصله وكړه چې تر هغې پورې به نه ځم تر څو يې له مرګ نه ښه مطمئن شوى نه وم، چرګ غږ چرګانو آذانونه وكړل، او د كلا په چار ديوالۍ هم غږ وشو د حجاز د تاجر د مرګ خبر اعلانوم. دا مې چې  واوريدل راغلم او خپلو ملګرو ته مې وويل: چې ځئ، الله تعالى ابو رافع وواژه. راغلو او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته حاضر شوو، خبر مې ورته تير كړ. ده راته وفرمايل: پښه دې وغزوه، پښه مې اوږده كړه هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل مبارك لاس ورباندې راتير كړ او داسې جوړه شوه لكه چې بالكل ماته شوې نه وي.(1)

دا د بخاري شريف روايت دى.  ابن  اسحاق وايي چې د هغه ګروپ ټول غړي كلا ته ورد ننه شوي وو او ټولو په ګډه ابو رافع وژلى و، او هغه څوك چې توره يې د ابو رافع په خيټه كې د ننه كړې وه د تورې وار يې پرې كړى و د هغه نوم عبدالله بن انيس (رضي الله عنه) ؤ. په دې روايت كې دا هم راځي كله چې دوى هغه وواژه، او د شپې د عبدالله بن  عتيك پښه ماته شوه، ملګرو يې هغه پورته كړ او ټول له كلا سره خوا كې د يهودو په يوه چينه كې پټ شول، يهودانو اورونه  بل كړل، يوې خوا بلې خوا يې پلټنې پيل كړې، بالاخره مايوس او نامراده د خپل مشر سر ته ورغلل، په همدې وخت كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحاب (رضي الله عنهم) روان شول او مدينې ته لاړل.(١)

دغه سريه د پنځم هجري كال د ذي القعدې او يا ذي الحجې په مياشت كې وه.(٢)

پدې وخت كې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو،کفارو او يهودو، او نورو جنګي مجرمينو له مشکل  نه فارغ شو، د هغوى حساب يې تصفيه كړ، نو د نورو مشركو قبايلو او اعرابو (كوچيانو) په خلاف يې د يو لړ تاديبي بريدونو امر وركړ، ځكه دا هغه كفار وو چې بې له زوره يې له خپلو شرارتونو او اذيتونو لاس نه اخيست، امنيت يې خراباوه، نو د دوى د شر او بې امنۍ له مينځه وړل يو ضرورت ؤ چې بايد تر سره شوى واى.

٢- د محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) سريه

له احزاب او قريظه غزا نه وروسته لومړنۍ سريه د محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) ده. پدې سريه كې (30) سواره وو، دغه ډله اصحاب (رضي الله عنهم) د نجد د بكرات سيمې د ضريه څنډې قرطاء ته لاړل، د ضريه او مدينې تر مينځ د اوو ورځو لار وه. دوى د شپږم هجري كال د محرم مياشتې په شلمه د بنې بكر بن كلاب مېنې ته ور روان شول، كله يې چې حمله ورباندې وكړه، خلك يې ټول وښتيتدل، مسلمانانو يې ټول څاروي (ميږې او پسونه)  ونيول، او ورپسې پداسې حال كې چې د محرم د مياشتې يوه ورځ پاتې وه بيرته مدينې ته ورسيدل.

له مشرکينو سره ثمامه بن اثال الحنفي د بني حنيفه قبيلې مشر هم ؤ، نوموړى په پټه سره د مسيلمه الكذاب په امر د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ترور لپاره وتلى ؤ،(٣) چې مسلمانانو ونيو رايې ووست جومات ته يې بوته او هلته يې په يوه ستنې پورې وتاړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف ورووړ او ويې فرمايل: ثمامه څه دي درسره؟ ده وويل: له ما سره خير دى يا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كه مې ووژنې نو يو وينه لرونكى به دې وژلى وي او كه احسان راباندې وكړې، نو په يوه قدر دان او احسان منونكي به دې احسان كړى وي، او كه چيرته مال او پيسې غواړې، نو څومره چې غواړې همدومره به دركړم!

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هيڅ ورته ونه ويل همداسې ورنه لاړ، بيا ورته راغى او هماغه خبره يې ورته تكرار كړه. د ثمامه ځواب هم هماغه ؤ. دريم ځل يې بيا تشريف راوړ او د همغې خبرې له تكرار نه وروسته يې وفرمايل: ثمامه خوشى كړئ، اصحابو (رضي الله عنهم) خوشى كړ. هغه لاړ او له جومات سره نژدې د خرما يوه باغ ته ورغى، غسل يې وكړ او بيرته راغى په اسلام مشرف شو او ويې ويل:

يا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! قسم په الله د ځمكې پر مخ مې له تا نه زياته دښمني له بل چا سره نه درلوده، خو اوس له ټولو نه زياته مينه درسره لرم، قسم په خداى له ټولو نه مې ستا له دين نه ډير نفرت درلود، خو اوس له ټولو  اديانو نه ستا دين راته ګران دى، ستا اصحابو هغه وخت ونيولم چې ما د عمرې نيت كړى ؤ، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زيرى وركړ او ورته ويې فرمايل: لاړ شه عمره وكړه.

ثمامه چې كله مكې ته ورسيد  نو قريشو ورته وويل: بې دينه او ګمراه شوې يا ثمامه! ده وويل: نه قسم په الله زه نه يم بې لارې شوى، بلكه زه د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دين مشرف شوم، اې قريشو دا هم واورئ چې لدينه وروسته به تر هغې پورې له يمامه نه يوه دانه غنم هم درته رانشي تر څو يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اجازه نه وي كړى. يمامه هغه وخت د مكې لپاره د ځمكې او پټي حيثيت درلود. ثمامه عمره  ادا كړه او خپل كورته ستون شو.

مكې ته يې غله استول بند كړل، قريش ډير په تكليف شول، او مجبور شول رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خط وليكي او د خپلې خپلوۍ په روى يې ورنه وغوښتل چې ثمامه ته امر وكړي غله او غنم مكې ته خوشي كړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى غوښتنه ومنله او ثمامه ته يې وليكل چې مكې  ته خوراكي مواد ليږل بيرته پيل كړي.(1)

٣- د بني لحيان غزا

بنو لحيان هغه قبيله ده چې د رجيع په سيمه كې يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اصحابو (رضي الله عنهم) سره غدر او خيانت كړى ؤ، لس تنه يې په شهادت رسولي وو، او دوه نور يې د مكې په مشركينو پلورلي وو. د بنو لحيان مېنه د مكې له پولو سره او په حجاز كې د ننه وه. هغه وخت د مسلمانانو او قريشو او نورو اعرابو تر مينځ سخت كشمكش روان و، نو پداسې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مناسبه نه ګڼله چې د لوى دښمن سره خوا كې په كوم جنګي اقدام لاس پورې كړي، خو كله چې د احزاب په غزا كې مشركينو ماتې وخوړه، ارادې يې  كمزورې او حوصلې يې تر ډيره حده پريوتې، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اراده وكړه چې له بني لحيان نه د رجيع په پيښه كې د شهيد شويو اصحابو (رضي الله عنهم) غچ واخلي.

همدا وه چې د شپږم هجري كال د ربيع الاول او يا جمادي الاولى په مياشت كې په بنو لحيان د حملې په نيت ووت، عبدالله بن ام مكتوم يې په مدينه كې خليفه وټاكه، خلكو ته يې داسې وښوله چې ګويا د شام په لور روان دى. مخكې لاړ د امج  او عسفان تر مينځ د غران نومې وادۍ مينځ ته ورسيد. دا هغه ځاى ؤ چيرته چې درسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحاب (رضي الله عنهم) په شهادت رسيدلي وو، د هغوى لپاره يې دعا وكړه. بنو لحيان چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د راتګ خبر واوريد، ټول وتښتيدل، د غرونو سرونو ته لاړل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوې ورځې همدلته پاتې شو، خو يو كس هم په لاس ورنغى، يوې خوا بلې خوا ته يې جنګي ګروپونه وليږل خو بنو لحيان ترې تښتيدلي وو. وروسته د عسفان په لور ورغى لس سواره يې كراع الغميم ته وليږل تر څو قريش هم دده په راتګ خبر شي، بالاخره له 14 شپو وروسته بيرته مدينې ته ستون شو.

د سراياوو او جنګي ګروپونو استول

لدينه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مختلفې سريې او جنګي ګروپونه واستول، چې ددې پيښو لنډيز دا دى:

1- د عكاشه بن محصن (رضي الله عنه) سريه: دا د 6 هجري كال د ربيع الاول يا ربيع الاخر په مياشت كې وه. عكاشه د 40 كسيز ګروپ په مشرۍ د غمر سيمې ته روان شو. الغمر د بني اسد قبيلې يوه چينه وه مخكې لدينه چې عكاشه وروسيږي د هغه ځاى مشركين وتښتيدل، مسلمانان ورغلل، دوه سوه اوښان يې ونيول او مدينې ته يې راوستل.

2- د محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) سريه: دا هم د شپږم هجري كال د ربيع الاول يا ربيع الاخر په مياشت كې وه. محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) له لسو كسانو سره د بني ثعلبه په سيمه كې د ذي القصه په لور روان شو، هلته د دښمن سلو كسانو كمين ورته نيولى ؤ، كله چې مسلمانان ويده شول هغوى حمله ورباندې وكړه او له محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) نه پرته ټول يې شهيدان كړ، يوازې محمد په ټپي حالت كې ورنه خلاص شو.

3- د ابو عبيده بن الجراح (رضي الله عنه) سريه: دا هم د 6 هجري كال د ربيع الاخر په مياشت كې د ذي القصه په لور وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د محمد بن مسلمه (رضي الله عنه) د ملګرو له شهادت نه وروسته ابو عبيده (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې د بني ثعلبه مقابلې ته لاړ شي. هغه له 40 كسانو سره د اصحابو (رضي الله عنهم) د شهادت ځاى ته ورغى، د شپې يې پياده سفر وكړ او سهار وختي يې پر بني ثعلبه بريد وكړ، خو هغوى بيا هم ورنه وتښتيدل، يوازې يو كس په لاس ورغى هغه هم اسلام راوړ. مسلمانانو يو شمير څاروي او پسونه په غنيمت ونيول.

4- د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) سريه: د 6 هجري كال د ربيع الاخر په مياشت كې وه. دا د مرالظهران په سيمه كې د بني سليم په يوه چينه كې چې  جموم نوميده پيښه شويده. زيد (رضي الله عنه) لاړ او هلته يې د مزينه قبيلې يوه ښځه چې حليمه نوميده ونيوله، دې ښځې د بني سليم يوه محله وروښوده چيرته چې مسلمانانو ډير پسونه، څاروي او بنديان ونيول. كله چې زيد (رضي الله عنه) بيرته راستون شو او غنيمتونه يې له ځان سره راوړل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نوموړې ښځې ته ددې خپل ځان او ميړه دواړه وروبښل يعنې دواړه يې آزاد كړل.

5- عيص ته د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) سريه: دا د 6 هجري كال په جمادي الاولى كې وه. زيد له 170 سوارو سره د عيص په لور وخوځيد، هلته يې د قريشو هغه قافله په لاس كې پريوته چې مشر يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زوم ابو العاص ؤ. ابو العاص پخپله نجات وموند، لاړ، سيده مدينې ته راغى او له زينب (رضي الله عنها) نه يې پناه وغوښتله، او ورته ويې ويل چې له خپل مهربان پلار (حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)) نه سوال وكړي چې ددې قافلې مالونه بيرته ده ته وركړي. زينب (رضي الله عنها) همداسې وكړل، له خپل پلار (صلى الله عليه وسلم) نه يې همدا سوال وكړ! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خلكو ته وويل، كه مو خوښه وي نو دا مالونه بيرته وركړئ! اصحابو (رضي الله عنهم) ټولو په خپله خوښه هر څه بيرته وركړل. ابو العاص له خپلو مالونو سره مكې ته ستون شو، ټول شيان يې خپلو خاوندانو ته وسپارل بيا يې ايمان راوړ او مدينې ته يې هجرت وكړ، او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله لور زينب (رضي الله عنها) چې تقريباً درې نيم كال مخكې يې هجرت كړى ؤ بيرته په هماغه لومړنۍ نكاح سره  ابو العاص ته وركړه او دا خبره په صحيح حديث سره ثابته ده١. او په اولنۍ نكاح يې ځكه بيرته وركړه چې هغه وخت له مشركينو سره د مسلمانو ښځو د نكاح د تحريم آيت شريف نه و نازل شوى. او هغه حديث  او روايت صحيح ندى چې وايي رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زينب په نوې نكاح سره ابو العاص ته وركړه او يا يې شپږ كاله وروسته وركړه. دا د معنى او سند دواړو له لارې سيي ندى.(٢)

تعجب دى هغو كسانو ته چې پدې ضعيف حديث استناد كوي او وايي: ابو العاص د مكې له فتحې نه مخكې د اتم هجري كال په وروستيو كې ايمان راوړى، بيا د همدې خبرې مخالفه خبره كوي او وايي: زينب (رضي الله عنها) د اتم هجري كال په لومړيو كې وفات شويده. پدې هكله مو پر بلوغ المرام باندې پخپل تعليق كې مفصلې خبرې كړې، موسې بن عقبه عقيده لري چې دغه پيښه د ابي بصير او ملګرو له خوا يې په اووم هجري كال كې پيښه شويده، خو دا خبره نه له صحيح او نه هم له ضعيف حديث سره تطابق لري.

6- د زيد (رضي الله عنه) سريه: دا هم د 6 هجري كال په جمادي الاخره مياشت كې وه. زيد (رضي الله عنه) له 15 كسانو سره  د بني ثعلبه په لور ووت، طرف يا طرق نومې سيمې ته  ورغى، اعراب ورنه وتښتيدل او فكر يې كاوه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله پر دوى باندې د بريد په نيت راوتلى دى. زيد او ملګرو يې له مشركينو نه شل اوښان په غنيمت ونيول، اوڅلور ورځې له مدينې نه غايب ؤ.

7- بيا هم وادي القرى ته د زيد (رضي الله عنه) سريه: زيد د 6 هجري كال د رجب په مياشت كې له 12 كسانو سره د قرى په وادي كې د دښمن د تحركاتو د معلومولو پخاطر ووت. هلته د قرى اوسيدونكو حمله ورباندې وكړه، 9 كسان يې ورنه شهيدان كړل او د زيد په شمول درى نور ژوندي پاتې شول.(1)

8- د خبط سريه: دا د آتم هجري كال په رجب مياشت كې وه، خو د پيښې له بهير نه داسې ښكاري چې دا بايد له صلح حديبيه نه مخكې واقع شوې وي. جابر (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ درى كسانو ته چې مشر مو ابو عبيده بن الجراح ؤ امر وكړ چې لاړ شو او د قريشو د كاروان څارنه وكړو، په لاره كې سخت وږي شوو له ډيرې لوږې مو خبط (يو ډول بوټى دى) وخوړل، او له همدې وجې دغه لښكر ته د خبط لښكر نوم وركړل شو.
وروسته يوه سړي درى اوښان راته حلال كړل، بيايې درى نور راته حلال كړل، دريم ځل يې بيا درې اوښان راته حلال كړل، بيا ابو عبيده (رضي الله عنه) هغه لدې كار نه منع كړ. پدې وخت كې له بحر نه يو ماهي چې عنبر ورته ويل كيده راته را واچول شو او هغه مو پوره نيمه مياشت خواړه، غوړي مو يې هم استعمالول، تر څو بيرته په پښو ودريدو او خپل اولني حالته ورسيدو. ابو عبيده ددې ماهي د پوښتيو يو هډوكى واخيست، بيا يې په لښكر كې تر ټولو دنګ سړي ته وويل چې په تر ټولو لوړ اوښ باندې سپور شي، بيا همدا دواړه تر دې هډوكي لاندې تير شول. مطلب دا چې د ماهي د پوښتۍ هډوكى ډير اوږد ؤ. جابر (رضي الله عنه) زياتوي مونږ ددې ماهي له غوښې نه يوه اندازه د توښې په دود راسره واخيستله او كله چې مدينې ته ورسيدو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته مو دا كيسه تيره كړه، هغه وفرمايل: ‏(‏هو رزق أخرجه الله لكم، فهل معكم من لحمة شيء تطعمونا‏؟‏‏)‏.دا د الله تعالى له لوري د ستاسې رزق او روزي وه، ايا له هغې غوښې نه څه اندازه درسره شته چې مونږ ته يې را كړئ؟ نو  مونږ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته له هغې غوښې نه يوه  اندازه وروليږله.(1)

مونږ مخكې وويل چې د كيسې سياق پدې دلالت كوي چې دا سريه بايد له صلح حديبيه نه مخكې واقع شوې وي، ځكه چې له حديبيې نه وروسته خو مسلمانان د قريشو د كاروانو مخې ته نه ورتلل، او پر هغوى يې حمله نه كوله.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د