شعـــــرونه

واوره – صبور رؤوفي

بیـــــګاه نیمه شپه کــــــــی واوره وریدله
ما هــــــم سترګی پټی نکـــــــړی ما لیدله

زه رنځور وم خوب می نه وه په لیمه کی
واوره هـــــم راته په  ورو ورو ژړیـــدله

مـــــا د مینی یــو کیسه ورته شـروع کړه
واوره هــــم شـوه په ټوپکـــــو ګـــــډیدله

سپینه سپینه چـــــی زمــا په سـر پرته وه
شیبی روسته یی ژړل چــــی ښــکاریدله

ما تری وپوښـــتل چـی ولی داسی ژاړی
دی ویل ته چی رانه ځـی اوس تر ترتله

صبور پورته کـــړل لاسونه لوی الله ته
واوره  مـــه کـموه زمــــــونږه له کابله

کابل یکه توت د شپی ۲ بجی ۱۵ـ۱۱ـ۱۳۹۱

——————

صبور رؤوفي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x