ورزش

برینډن میککلم د شپږیزو نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۴ل): برینډن میککلم په نړۍ کې د خپلې چټکې توپ وهنې له امله ځانګړی شهرت لري او نوموړی وتوانید د سریلانکا په خلاف لومړۍ ټیسټ لوبې کې د شپږیزو نوی ریکاډ په خپل نوم ثبت کړي.

د کرکټ په تاریخ کې برینډن میککلم دوهم لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې يي د شپږیو په سلیزې وهلو بریالی شوی. له دې وړاندې د استرالیا ویکټ ساتوونکی ایډم ګلکرسټ یوازینی لوبغاړی و چې دغه ریکاډ يي په خپل نوم ثبت کړی و.

میککلم چې اوسمهال ۳۴ کلن دی توانیدلی په ۹۸ ټیسټ لوبو کې ۱۰۰ شپږیزې ووهي خو ایډم ګلکرسټ بیا دغه ریکاډ یوازې په ۹۶ لوبو کې جوړ کړی و.

میککلم په یوې لوبې کې دوه ځلي ۱۱ شپږیزې وهلي او یوې بلې لوبې کې بیا تر ټولو زیاتې شپږیزې وهوونکی دوهم غوره لوبغاړی مقام يي خپل کړی.

په یوې لوبې کې د تر ټولو زیاتو شپږیزو ریکاډ د پاکستان د وسیم اکرم په نوم ثبت دی. نوموړی د زیمبابووي په خلاف په ۱۹۹۶ یوې لوبې کې د ۱۲ شپږیزو په مرسته ۲۵۶ منډې جوړې کړې وې.

له وسیم اکرم وروسته ناتن اسټل، میتیو هیډن او میککلم په یوې لوبې کې ۱۱ شپږیزو وهلو سره دوهم مقام خپل کړي.

په ټیسټ لوبو کې ګلکرست او میککلم د سلو شپږیزو سره لومړی، د ویسټ انډیز کرس ګېل ۹۸ شپږیزو سره دوهم، د سویلي افریقا ال راونډر جاک کیلس ۹۷ شپږیو سره درییم، د هندوستان وریندر سهواګ ۹۱ شپږیزو سره څلورم او د ویسټ انډیز پخوانی پیاوړی توپ وهوونکی براین لارا ۸۸ شپږیزو سره پنځم مقام خپل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x