د ټاپي پروژې د پرانیستني مراسم

ایا ګډ حکومت به د ټاپي پروژې د عملې کولو توان ولري؟!

نن ټکی اسیا- سرلیکنه (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د تیرې يكشنبې په ورځ د ماري په ښار کې د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان لومړي نمبر چارواکو لخوا د ټاپي پروژه افتتاح او په پام کې ده چې هغه به د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر میاشتې پورې بشپړه شي.

ياده پروژه د سیمې په کچه يوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې د نيږدې لس مليارده ډالرو په لګښت به تري څلور هیوادونه ګټه پورته کوي .

د دې پروژې لومړني مراحل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کال ۱۹۹۷ کې پیل شوي ول.

خو د تیرو نیږدي ۱۸ کلونو په بهیر کې په افغانستان کې د نا امني او نورو وجوهاتو له امله د هغې د بشپړیدو چارې ځنډیدلې وې.

د ټاپي پروژې د پلې کیدو په لاره کې مهم خنډ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون دی چې نه غواړي د دوي له مصلحت او ګټې پرته په افغانستان کې دغه ډول مهمې اقتصادي پروژې د پلي کیدو چانس پیدا کړي.

په کال ۲۰۰۸ کې چې MCC چینايي کمپنۍ د دوه ملیارده ډالرو په ابتدايي لګښت له افغانستان سره د عینک د مسو د استخراج قرارداد لاسلیک کړی هغه هم تر اوسه د امریکایانو د مزاحمت له وجې معطل پاتي دی او دوه ځلې امریکايي ځواکونو د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د مس عینک په شاواخوا پر امنیتي ساتونکو بمباري هم وکړه چې زیاته مرګه ژوبله يي لرله.

امریکايان لکه څرنګه چې د طالبانو د واکمني پر مهال د دې پروژې د ځنډولو لامل ول اوس به هم په هماغه اندازه کوښښ وکړي ترڅو افغانان د دې مهمې پروژې له ګټو څخه بي برخې کړي. ځکه د دې پروژې په پلي کیدو سره لسګونو زره افغانانو ته د کار پیدا کیدو ترڅنګ ، په کال کې ۵۰۰ ملیون ډالره عائد د دولت بودیجې ته ورځي او د نل لیکې د تیریدو ۷۰۰ کیلو میټره ساحه به د ګاز له انرژي څخه برخمنه کیږي چې دا ټول د افغانستان د لویدلې اقتصادي وضعیت لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي او امریکایان په هیڅ صورت نه غواړي چې د دوی له مداخلې او مصلحت بغیر دې افغانان داسې چانسونه تر لاسه کړي.

ګډ حکومت خپله چې د امریکایانو ترحمایت او وصایت لاندې جوړشوی د دې پروژې د پلې کیدو په لاره کې یو ستر عامل ګڼل کیږي.

ځکه افغانانو ولیدل چې په تیرو ۱۴ کلونو کې چې کومې پروژې د امریکایانو له مشارکت او مصلحت پرته په افغانستان کې ایجاد شوې یوه هم تر اوسه نه ده بشپړه شوې او نه يي حکومتي چارواکي د موجود فساد او ناتوانه امنیتي وضعیت له وجې د بشپړیدو صلاحیت لري.

که څه هم چې د یادې پروژې د پلې کیدو یوه زیاته برخه په هیواد کې له هغو ولايتونو څخه تیریږي چې ډیری سیمې یې د طالبانو ترواک لاندې دي .

خو داچې خپله دا پروژه د طالبانو دواکمني د وخت محصول ده فکر نه کیږي چې طالبان دې د عملې کیدو په لاره کې خنډونه ایجاد کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د