fbpx
ټاپي پروژه - متوکل او ترکمنستان وزیر
۱۹۹۷ ميلادي؛ د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزیر مولوي وکيل احمد متوکل او د ترکمنستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير بوريس شيخ مرادوف، د ټاپي د تفاهم ليک تر لاسليک وروسته.

د ټاپي پروژه: له مولوي وکیل احمد متوکل سره د نن ټکي اسیا ځانګړې مرکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): تېره یکشنبه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو د ټاپې ګازو نل‌ لیکه په رسمي ډول پرانیسته. د دغې پروژې کار د طالبانو د حکومت پر مهال په ۱۹۹۷ کې پیل شوی و. مولوي وکیل احمد متوکل هغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر و چې د ټاپي اړوند ځینو مذاکراتو کې يې ګډون هم کړی و. پر همدې موضوع ښاغلي متوکل د نن ټکي اسیا پوښتنې ځواب کړې دي:

نن ټکی اسیا: د ټاپي پروژه رسماً پرانیستل شوه، ستاسې نظر په دې اړه څه دی؟

متوکل: بسم الله الرحمن الرحیم. د ټاپي پروژه یوازې د افغانستان د اقتصاد لپاره نه بلکې د افغانستان د ثبات لپاره هم ډیره مهمه ده. په دې چې د افغانستان له لارې دغه نل لیکه هغو هیوادونو ته ځي چې یو له بل سره ډیرې ګڼې اړیکي لري او دا اړیکي د ثبات په صورت کې لا هم غښتلې کیدای شي او په دوامدار مشترک المنافع حالت باندې منجر کیدی شي.

کیدی شي چې ډیرو خلکو ته کار پیدا کړي، ډیرو هغو سیمو ته چې ضرورت وي په اسانه او ارزانه او مصئونه توګه باندې د ضرورت وړ مواد ورسیږي او یا هم د خپلو اړوندو سیمو څخه خپل ګاز او یا مواد انتقال او ورولیږدوي.

نو زما په خیال په اقتصادي لحاظ، د کاروبار، امنیت او اړیکو په لحاظ بیخي یو مثبت کار دی چې باید ترسره شي. خو دا ترسره کیدل هغه وخت مینځ ته راتلی شي چې امنیت موجود وي، په سوله کې دغسې یو کار شونی کیدلی شي، چې بهرني ځواکونه نه وي، سوله راغلې وي. دا کار د سولې د تل پاتې کیدلو لپاره هم د میخ حیثیت لري.

نن ټکی اسیا: په ۱۹۹۸ کې چې تاسو د بهرنیو چارو وزیر وئ او د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره مو د ټاپي تفاهم لیک لاسلیک کړ، د دې پروژې لومړنۍ خبرې ستاسې د حکومت پر مهال ترسره شوې، که یې لږ د جزیاتو په اړه معلومات ورکړئ.

متوکل: بلې، دغه نل لیکه نه یوازې د ګازو لیکه بلکې د ریل او موټرونو لپاره د ترانسپورټ کرښه هم وه. هغه وخت چې د افغانستان اسلامي امارت مینځ ته راغی د افغانستان په زیاتره او خصوصا هغو سیمو باندې چې ټاکل شوې وه د غرب څخه دغه نل لیکه پرې تیره شي په هغو سیمو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ ټینګیدلو باندې دا پروژه په پام کې وه چې باید ابتدايي کارونه یې شروع شي.

مونږ په هغه وختونو کې کافي کار وکړ او د دې لپاره چې سالم رقابت موجود وي د دوو غټو کمپنیو سره مو خبرې وکړې، چې یوه د امریکا یونیکال او بل د ارجنټاین بریډاس کمپنۍ وه چې هره یوه خپل تشریحات او ترجیحات وړاندې کړي ترڅو د افغانستان په نفعه باندې او د ګاونډي صادروونکي هیواد ترکمنستان په همکارۍ او توافق باندې له دواړو څخه یوه انتخاب شي چې په سیمه کې د لا اغیزمنتیا وړ وي.

هغه مهال د افغانستان له اړخه په اسلام اباد کې هم درې اړخیزې ناستې او غونډې ترسره شوې او په عشق اباد کې هم ډیرې خبرې وشوې او د ترکمنستان او پاکستان چارواکي هم افغانستان ته راغلل او کافي ډیرې خبرې وشوې. امادګي او لیوالتیا همدا وه چې دا خبرې ډیرې چټکې پرمخ ولاړې شي، له کمپینو سره هم خبرې روانې وې، او په اسلام اباد کې د افغانستان مقیم سفارت له خوا د افغانستان له اړخه دغسې یو تفاهملیک لاسلیک هم شو.

بناء هغه لیوالتیا، هڅې او تلاشونه چې هغه وخت شروع شوي وه دا چې اوس په دې مرحله کې د تړون په اجراء باندې منجر کیږي نو شاید هغه د رسمیت لاره خو به یې اوس یو پړاو ته رسیدلي وي خو د پلي کیدلو په اړه یې بیا هم د افغانستان د ټولو اړخونو توافق ډیر اړین دی تر څو چې د سولې باعث شي او د دوامدار امنیت ضمانت ورکړي، چې منظور مې د طالبانو اړخ دی چې هغه هم که په دې برخه کې همکاري ونه کړي شاید پلي کیدلو ته یې لاره هواره نه شي.

نن ټکی اسیا: د ټاپي پروژې په اړه د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر لېوالتیا او دلچسپي څه وه؟

متوکل: د دغې پروژې په اړه باندې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد لیوالتیا همدا وه چې په افغانستان کې د سون توکو ضرورت په قانوني، اسانه، ارزانه او مصئون شکل باندې پوره شي. همدارنګه د افغانستان په شمال کې د سپړلو یا نورو ناسپړلو زیرمو د لېږد لپاره یوه ښه لاره هواره شي او د ترانزیټ له درکه به هم کافي ډیر عوائد افغانستان ته راشي. همدا راز د کار او امنیت په برخه کې به د افغانستان ډیر خلک په کار ولویږي، او لکه چې مخکې مې وویل د ملا صاحب محمد عمر هم دلچسپي او لیوالتیا همدا وه چې دا به د دغو هیوادونو ترمینځ د دوامدر او مطمئن ګاونډیتوب لپاره ښه زمینه برابره کړي.

نن ټکی اسیا: ولې د طالبانو د حکومت پر مهال ټاپي پروژه رسماً پیل نه شوه؟

متوکل: د اسلامي امارت په وخت کې د اړوندو چارواکو هیئت کوشش دا وه چې دا پروژه پلي او رسماً اغاز شي، خو دغې نل لیکې یوازې د افغانستان پورې تړاو نه درلودی، د صادروونکي هیواد ترکمنستان او پیرودونکو هیوادونو افغانستان، پاکستان او هند له ځمکو څخه تیریدی. په هغو وختونو کې د هند سره رسمي روابط نه وه، مګر هغه کمپنۍ (بریډاس او یونیکال) چې مخکې مو یادې کړې د ټولو هیوادونو سره په تماس کې وې او خبرې یې کولې او د هغو هیوادونو هم لیوالتیا وه.

دلته هغه رقابت چې خپله د کمپنیو ترمینځ وه او یا هغه ممکن تاثیر او رسوخ یا نفوذ چې د روسیې هیواد د ترکمنستان په دغه انتخاب باندې درلودی شاید د امریکايي کمپنۍ سره یې ډیره لیوالتیا نه وه چې دوی دغه یې کار کړی وای، دغه ټکي هم د یادونې وړ وه.

مونږ ډیر کوشش وکړ چې دغه چاره ترسره شي، ولې متاسفانه بالاخره د یونیکال کسانو ورو ورو دلچسپي کمیدله، شاید ځینې سیاسي دلایل به یې هم درلودل او ایران هم شاید ځینې فشارونه داسې درلودل او یا یې لري هم چې یا په ممکنه توګه ایران یو بدیل د دې لپاره جوړ شي چې دا لیږد ترسره شي.

نو د اغاز تر حده پورې کوششونه موفق وو. د دې لپاره چې د کمپنیو هغه وړتیا او تجربه او د هغوی تاسیسات د نږدې وګوري او د هغوی سره خبرې وکړي ارجنټاین او امریکا ته هیئتونه ولاړل، او کوشش دا وه چې د ممکنه ګټونکې کمپنۍ سره تفاهم لاسلیک شي او همدا راز د ترکمنستان سره دغسې یو تړون لاسلیک شي چې له ښه مرغه یو تړون لاسلیک هم شو. نو دا اغاز چې سوی وه او اوس لاسلیک شو، بله اصلي مرحله د پلي کیدلو مرحله ده، پلي کیدلو ته یې لا هم په افغانستان کې د ټیکاو او سولې ضرورت دی کوم چې اوس د بهرنیو ځواکونو د موجودیت سره ډیر تړاو لري.

نن ټکی اسیا: د ایران پر ځای د افغانستان له لارې د ټاپي نل لیکې غځیدل څومره اهمیت لري؟

متوکل: ایران داسې نښې نښانې هر وخت ښودلې دي چې بدیل خپله د ایران خاوره کیدلی شي او یا هم ایران کولی شي چې دغو هیوادونو ته یوه اندازه مواد تهیه کړي. ولې په ایران باندې د بندیزونو د لګیدلو جنجال ته په کتو باندې چې کیدای شي بیا هم دغسې یو صورت حال راشي چې د دوی صادرات تر پوښتنې لاندې وي زه فکر نه کوم چې د سیمې هیوادونه دې د ترکمنستان غوندې تجارت څخه چشم پوشي وکړي او یا دې مخ واړوي. نو دې کې شک نه شته چې سالم رقابتونه به هیوادونو کې وي چې هر څوک په خپلو ګټو باندې خپله خاوره وکاروي، مګر د افغانانو غربت ته په کتو لنډه، ښه او مستحقه لاره به د افغانستان لار وي.

په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی. دا د ثبات یو عامل کیدلی شي. بې له هغه هم افغانستان او ایران ګاونډیان دي، کافي ډیر تجارت سره لري، همدا ایران د افغانستان لپاره بهرنۍ نړۍ ته یوه ټرانزیټي دوهمه لاره هم ده. همدا راز د ګاونډیو هیوادونو څنګ په څنګ پروژې، یو په بل باندې اعتماد، یو په بل کې ثبات راوستل د سیمې په ګټه دي.

نن ټکی اسیا: که په مشخص ډول ووایئ، فکر کوئ چې ټاپي به د طالبانو له مرستې پرته ممکنه وي؟ که چېرته د طالبانو له مرستې پرته ممکن نه وي، له طالبانو سره به د پروژې د کامیابېدو لپاره څه ډول تعامل وشي؟ طالبانو او ګډ حکومت په جګړه اخته دي، د دواړو ترمنځ به د همکارۍ څه ډول میکانیزم وي؟

متوکل: فکر کوم چې که ممکن وي دغه تفاهم په یوه مشخصه برخه کې کیدای شي د سولې د تجربې لپاره یوه پیلامه او باعث هم واوسیږي. خو د جګړې په حالت کې دغسې یو ګډ تفاهم چې د افغانستان د اسلامي امارت یا طالبانو له اړخه او د ګډ حکومت یا په اصطلاح ملي وحدت حکومت ترمینځ کیږي د دې میکانیزم چې څرنګه به وي دا ما وویل چې په دا قسمي خبرې وشي. دا هم د تفاهم لار ده چې د دغه څو زره کسیز ځواک حدود، واکونه او څرنګوالی مشخص شي، دا که په ادنی حد کې وي او که په اوسط حد کې وي، او فکر کوم په هغه صورت کې چې تفاهم وي، اعلی حد ته به ضرورت نه وي.

نن ټکی اسیا: افغان حکومت وايي چې د نل ‌لیکې د امنیت لپاره ۷۰۰۰ ځانګړي ځواکونه چمتو کوي، څه فکر کوئ دغسې یوه طرحه به د امنیت په ټینګښت کې بریالۍ وي؟

متوکل: بیا هم وایم چې ښه، مصئونه او مطمئنه لار يې دا ده چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه او داسې بین الافغاني کوشش وشي چې د خارجي اړخونو قناعت هم په کې حاصل شوی وي، د خارجی اړخونو څخه هم په کې د افغانانو ډاډ ترلاسه شوی وي، په خارجي مسائلو کې د خارجیانو سره او په داخلي مسائلو کې د داخلیانو سره خبرې ترسره شوي وي او سوله راغلې وي، په هغه صورت کې نو دا ډاډمن امنیت منلی شو.

ولې یوازې د جنجال په صورت کې چې نه سوله شوې وي او نه تفاهم شوی وي، یوازې د څو زره کسیز ځواک په ایجاد سره فکر نه کوم چې دغسې یوه چاره دې ممکنه شي یا دې دا امنیت ډاډمن او ټینګ شي. ځکه زه فکر کوم چې دا یوه زمینه غواړي چې مخکې له مخکې تفاهم، ذهن سازي، اطمینان او تفاهم موجود وي، بیا کیدلی شي چې یا په کم یا په نسبتا میانه حد کې مطمئن، د تفاهم او ډاډ وړ امنیتي ځواک چې د دغې کرښې مشخص امنیت یې په نظر کې وي دغسې یو ځواک جوړ شي دا یې یوه لار ده. او که یوازې محض په بې تفاهم او بې له سولې او د زور په کارولو باندې دغسې یو ځواک چمتو کیږي فکر نه کوم چې دا دې نه په امنیت کې مرسته وکړي او نه دې کرښه مصئونه کړي او نه به هم په دې باندې د باور حد داسې وي چې په اطمینان باندې هم کمپنۍ، هم که کوم کنفرنسیون یا اتحاد جوړیږي د هغې غړي هیوادونه دغسې یو تجارت ته زړه ښه کړي. فکر کوم چې ښه لار یې یا سوله، یا تفاهم او مسئولانه مناسب ځواک دی چې واکونه او د کار حدود یې معلوم وي، نو بیا به د ډاډ وړ وي.

نن ټکی اسیا: ټاپي د افغانستان لپاره څومره مهمه پروژه ګڼئ؟

متوکل: د دې پوښتنې په تړاو باندې مخکې جوابونو کې هم څه ناڅه رڼا واچول شوه، زه په دې باور یم چې په بېلابېلو اړخونو کې د دغې پروژې اهمیت ډیر د پام وړ دی. په افغانستان کې د بې کارۍ او بیوزلۍ د ختمولو، صادراتو، وارداتو، عوائدو او د کاریابۍ لپاره ډیر اهمیت لري او فکر نه کوم چې دغسې یوه چاره او پروژه دې دغسې یو مهم اړخ چې د افغانستان اسلامي امارت یا د طالبانو اسلامي تحرک دی د هغو د عملي توافق او همکارۍ پرته پلي او ممکنه شي. په کار دا ده چې په افغانستان کې یا خو هر څه عاجل سوله راشي، یو مسئولانه او واحد حکومت د افغانستان له اړخه د دې چارې پلي کیدل ممکن کړي او یا هم د سولې په درشل کې دا هم کیدلی شي چې هغو اړخونو سره خبرې وشي او د دغسې یوې ملي پروژې سره توافق ترلاسه شي ځکه د خلکو منافعو ته چې ګورو په دې کې ځنډ نه دی په کار.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د