شعـــــرونه

غزل: عبدالصبور ورفی

خوب می نشته په خـــــــپل یار پسی کړیږم
ګریوان لوند می شـو په اوښکو چی ژړیږم

یو لحظه چـــــــی به له مــــــــانه جدا نه وه
اوس په ورځـــو او په شپو تری نه خبریږم

یار ښایسته ده پری پوهیــږم ما به هیر کړی
زه یـی نه شــــــم هیـروی تری نه صبریږم

مـاته ســـپینی ســـــپینی و وایه جـــــــــانانه
چــــــی زه هـم درپسی نور هیـڅ نه ژړیږم

تا د غـیرو د غـــــماز په خـــــوله جدا کړم
خــــود به زه اوس لـــکه څـانګه نن ماتیږم

د ګلاب په شـــان ځوانـــــی می تا تباه کړه
ځکه زه نن رنځــور پروت یم نه  روغیږم

چی د شعر او د غـــزل عـنوان می ته وی
نور به ستا په شان په ښـکلو نه غــــولیږم

بیا به وکـــړی ډیـر ارمان صبور به نه یم
چـــــی لـــه دی فانــــی د نیا نه روانیــږم

کابل ـ یکه توت د شپی ۲ بجی ـ ۱۵ ـ ۱۱ ـ ۱۳۹۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x