افغانستان

ننګرهار: د وژل شوې کورنۍ ۸ جنازې د ساندو او ژړاګانو په بدرګه خاورو ته وسپارل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴ مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د اتو غړو جنازې د سیمې د خلکو او خواخوږو د ژړا او ساندو په بدرګه خاورو ته وسپارل شول.

د يوسف خان په نامه دغه کورنۍ چې له اره د پکتيا ولايت وه، له پنځو کالو راهيسې يې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ميرزا کلي کې ژوند کاوه، وړمه شپه درې تنه چې د يوسف خان مېلمانه وو، د ماښام له ډوډۍ خوړولو ورسته کله چې يوسف خان او بچيان يې ويده شول ميلمنو پرې ډزې کړي او ټول يې وژلي دي.

په دغو وژل شويو کې يوسف خان او د هغه د مور او ميرمن په ګډون د هغه څلور لوڼې او يو زوی شامل دي.
د وژل شويو قاتلين له پېښې وروسته له کوره وتلي او په تېښته بريالي شوي دي.

هغوی دروازه دبهر له لوري بنده کړې وه چې وروسته د سيمې اوسېدونکو پوليسو ته له پېښې څخه خبر ورکړ.

د ننګرهار امنيتي چارواکو هم پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې قاتلين په تېښته بريالي شوي دي خو د هغوی د نيولو په اړه يې د کوم جدي اقدام د پورته کېدو څه نه دي ويلي.

تر دا مهاله د کورنۍ د وژل شويو غړو علت نه دی معلوم خو ټول وژل شوي غړي د کور په يوه کوټه کې وژل شوي دي چې کوچني ماشومان په خپلو خوب ځايونو کې د خوب پر مهال پراته ښکاري.

په وژل شويو کې يو د څو مياشتو په سوزني کې تړلی ماشوم هم و چې سخت زړو قاتلينو هغه هم شهيد کړی دی.

که څه هم د يوسف خان کورنۍ په سيمه کې نور نږدې خپلوان نه لري خو د سيمې خلک په پېښه سخت خواشيني دي او دغه پېښه يو ستر ظلم ګڼې او د قاتلينو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کوې.

خو تر دا مهاله دولت د پېښې د عاملينو د نيولو او پلټنو په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

په افغانستان کې د خپل منځي شخړو او دښمنيو له امله زيات وخت د وژنې پېښې رامنځته کيږي، خو دغه پېښه په خپل ډول کې بې سارې ده چې قاتلين دې د ميلمه په توګه کور ته ورځې او د کورنيو دغړو په وژنه دې لاس پورې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x