افغانستان

خواله رسنۍ: په ننګرهار کې د بهسودو پېښه د وحشت اوج دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ ـ دوشنبه ـ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د میرزا کلا په کلي کې د یوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

په وژل شویو کې مېرمنې او ان تي خوره ماشومان هم شته، چې دې وحشت د ولس کرکه راپارولې ده.

په خواله رسنیو کې د دې پېښې په اړه فعالانو خپل نظرونه شريک کړي او دا پېښه يې د وحشت اوج بللې ده.

د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دوی د پلټونو له مخې د کور خاوند یوسف نومېده، چې ورسره شوی وحشت دريو تنو د مېلمنو په نامه کړی دی.

د نجیب هاند په نوم یو تن فیسبوکي فعال ليکي: «همدې وژونکو ځناورو ته به د کور خاوند څومره هلې ځلې کړې وي چې تر ټولو ښه خواړه ورته راوړم چې رانه خفه نشي.پدې یخ ژمي کې به یې څومره د خپلو قاتلینو د تودو ساتلو لپاره لرګي مات کړي وي بخارۍ به یې ورته لګولې وي او ښې بسترې ورته هوارې کړي وي چې یخ یې ونشي. مېرمنې به یې څومره په مینه ورته خواړه پاخه کړي وي،څومره به یې د دسترخوان د ښایسته کولو لپاره په ځان ستړیا ګاللې وي.»

د رڼا دراني غورځڼګ په نوم يوه مېرمن د بهسودو د پېښې په اړه ليکي: «انسان سپوږمی ته وخت، د سمندر تل ته كوز شو، خو افسوس! انسان، انسانیت ته ونه رسید.»

عبدالبصير عتیقزی ليکي: «وحشت مو په وینه او غوښه کې اخږل شوی، وحشت مو د ټولنیز سلوک او رفتار لویه برخه ګرځېدلې او هغه څوک چې وحشي او چنګېزي نه وي هغه موږ ته نارمل انسان نه ښکاري، ځکه زموږ د ټولنې اخلاقي اصول په بربریت اوښتي. »

په خواله رسنیو کې پر دولت غږ شوی، چې د دې پېښې بشپړه پلټنه دې وکړي او قاتلين دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د خواله رسنیو فعال یحی یعقوبي ليکي: «د قصر په څو کیلومترۍ کې پوره د یوې کورنۍ وژنه وړه خبره نه ده. دا کار که هر چا او هر څنګه یی کړی وي، له والي نه نیولې تر امنۍ قومندان او همدې تش په نامه وکیلانو او ملکانو پورې هر یو په کې ګرم دی او باید همدوی یی ځواب ووايي.»

د کفيل نيازي په نوم بل تن هم ورته نظر لري، هغه لیکي چې تر څو عاملين پيدا او محاکمه نه شي د داسې نورو جرمونو وېره هم شته: «تر څو چی د پیښو عاملینو او قانون ماتونکو ته سزا ورنکړل شی هر مجرم به سری سترګی او خلاص ګرځی محکمه به تش یو نوم وی او هر څوک به خپله محکمه او خپل قاضي لري. چې ښه مثال یې د بهسودو پیښه ده هر چا چې دا کار کړی په د پوهیده چې د ښار کې زموږ د نیولو څوک نشته.»

حامد افغان بیا پر ټولو خواخوږو غږ کوي: «رسنۍ او هر د ضمیر خاوند هیوادوال باید د بهسودو پېښې ته پوره توجه ولري، د قاتلانو د غندنې او نیونې په اړه عام ولس او اړوند ادارې خپل مسؤلیت ته ځېر کړي، او کنه دومره ستر وحشت ته پاملرنه نه کول په ټولنیز وحشت او ټولنیز مړه وجدان تعبیریدلی شي.»

تر اوسه د ننګرهار چارواکو د دې پېښې د عاملينو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړې، خو تېره ورځ د ننګرهار د والي وياند عطا‌ءالله خوږياڼي ژمنه وکړه چې د دې پېښې په عاملينو پسې پلټڼې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x