نادري ناولدهټکنالوژي

په فیسبوک کې د «خوښونې» له امله ۳۲ کاله بند

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۴ل): په تایلینډ کې د پاچا بدل شوی تصویر «خوښولو» له امله د دغې هیواد اوسیدوونکی په ۳۲ کاله قید محکومیدی شي.

د یاهو نیوز د راپور پر بنسټ ۲۷ کلن تاناکورن سري پیبون تورن شوی چې نوموړی په فیسبوک کې د پاچا بمیبول ادیادیو هغه تصویر کوم کې چې پر پاچا ملنډې وهل شوې شوی خوښ کړی.

پولیسو دغه کس چې مستري دی د ساموت پراکن له ولایت څخه نیولی. پر نوموړی پر پاچا د ملنډو او کمپیوټر اړوندو جرمونو تور پورې شوی چې له امله يي په ۳۲ کاله قید محکوم کیدلی شي.

د تورن کس میرمن خبریالانو ته ویلي چې هغې ته معلومه نه ده چې خاوند يي چیرته انتقال شوی چې له دې څخه دا ویره پیدا کیږي چې کیدی شي نوموړی د امنیتي ځواکونو په پټه بندیخانه کې بندي شوی وي.

د اسکای نیوز د راپورونو پر بنسټ د تایلینډ پوځي بندیخانو کې یوازې تیرو دوو میاشتو کې دوو کسانو د شکنجې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په تایلینډ کې په ۸۸ کلن پاچا هر ملنډې وهوونکی په ۱۵ کاله بند محکومیدی شي. دغه نیول شوی کس د نورو جرمونو سره په ۳۲ کاله بند محکوم کیدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x