mohammad bin salman
د سعودي دفاع وزیر: محمد بن سلمان، مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهال

سعودي د تروریزم پر ضد اسلامي ایتلاف جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي حکومت نن د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان کړی چې دوی د ۳۴ اسلامي هیوادونو په ګډون د تروریزم پر ضد اسلامي ایتلاف جوړ کړی، چې دنده به یې په اسلامي هیوادونو کې د تروریزم پر ضد جګړه کول وي.

د سعودي دفاع وزیر محمد بن سلمان د رسنیو سره په خبرو کې د نوي ایتلاف په اړه وویل چې د ایتلاف په هیوادونو کې به هر هغه تنظیم ددوی له خوا په نښه کیږي چې تروریستي اعمال تر سره کوي.

هر هیواد به د خپل وس او توان سره سم په دغه ایتلافي عملیاتو کې برخه اخلي.

نوموړي وویل چې ددوی نوی اسلامي ایتلاف به د نړیوالو مهمو هیوادونو او نړیوالو ارګانونو او تنظیمونو سره اړیکي ټینګه وي، او زیاته یې کړه چې د تروریزم پر ضد به په عسکري، فکري او رسنیز ډګر کې جګړه کوي.

نوموړي د یوه سوال په جواب کې وویل چې دغه اسلامي ایتلاف به یوازي د داعش پر ضد نه جنګیږي، بلکي هر تروریستي ګوند به ددوی هدف وي.

نوموړي وویل چې ددوی نوی اسلامي ایتلاف به د عراق، سوریا، لیبیا، مصر په شمول په افغانستان کې هم د تروریزم په خلاف جګړه کوي، او په دغه هیوادونو کې به د نړیوالي ټولني سره په ګډه خپل عملیات پر مخ بیايي.

د نوي ایتلاف مشري به د سعودي په غاړه وي، او د عملیاتو مرکزي قومانده به یې د دغه هیواد د پلازمیني ریاض څخه کیږي.

د اسلامي ایتلاف غړي هیوادونه په لاندي ډول دی:

اردن، مصر، ترکیا، امارات، پاکستان، قطر، بحرین، بنګلدیش، بنین، چاد، توغو، تونس، جیبوتي، سنګال، سوډان، سیرالیون، صومال، ګابون، غینیا، فلسطین، جزر القمر، ساحل العاج، کویټ، لبنان، لیبیا، مالدیف، مالي، مالیزیا، مغرب، موریتانیا، نیجر، نجیریا، او یمن.

د سعودي په خبرپاڼه کې راغلي چې لس نور هیوادونه هم دي چې دغه ایتلاف یې تایید کړی، خو په ایتلاف کې د ګډون تر مخه په خپل هیواد دننه کې د پارلمان او نورو سیاسي توافقاتو ته اړتیا لري چې یو د هغو څخه د انډونیزیا هیواد دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

اوس یی نو خوند وکړ اوس به دا……دمسلمان په ملک او منابعو مسلمانان او محاهدین وهی او دکفارو پروژو او ناوړه اهدافو ته به لاره برابروی تاسی باور وکړی چی کفار به اوس څومره خوښ یی او جشنونه به نیسی یا الله ته رحم وکړه یو کردی عالم یو کتاب لیکلی ده چی دری ته هم ژباړل شوی ده په نامه دی خوارج، وهابی، سلفی را بهتر بشنایسم ګرچی د کتاب له ډیرو مسایلو سره زما توافق نشته ولی یو شی چی په کتاب کی ماته جالب معلوم شوی او زه ورسره سل په سله موافق یم یو هم د… نور لوستل »

Jamil
میلمه
Jamil

### اداره: هیله ده په پښتو تورو لیکل وکړئ.