ټکی یا نقطه

عبدالله ابن مبارک احمدزی

د نړۍ د نورو ژبو په څېر پښتو ژبه کې هم له تورو نه وروسته په لیکني بهیر کې لیکنښې یو عمده جز جوړوي، دغه نښې ډېرې ارزښتاکې دي، ځکه چې سړی په لوستلو کې له تېروتنې څخه ژغوري  او په سمو لوستلو کې اسانتیا پیښوي . په لیکنه کې ددغو نښو په مرسته لوستونکي کولای شي چې په لوستنه کې په دې پوه شي چې په کوم ځای کې تم شي ، سا واخلي او یا کومه کلمه په بلې پورې وتړي . د تعجب ، ندا، پوښتنې، خطاب او نورو کیفیاتو څرګندونه په همدغو نښو او ټکو کیږي .

په هره اندازه چې یوه لیکنه د لیکنښو پر اصولو برابره وي ، په هماغه اندازه یې لیکنه چې هره محتوا ولري ښه لوستله کیږي او لوستونکی پوره استفاده ځنې کولای شي . لیکنښې تقریباً د نړۍ د ټولو ژبو په لیکنه کې استعمالیږي ، خو توپیر یې دادی چې په ځینو ژبو کې یې ممکن بڼې تغییر وکړي .

که څه هم په پښتو ژبه کې دغه د لیکنښو برخې ته چندانې پاملرنه ، نه ده شوې ، خو بیا هم په دغه لړکې ارواښاد الفت، پوهاند رښتین،  روهي یو لړ لیکنې او لارښونې کړي دي .

دادی دلته د همدې لارښودنو په ترڅ کې هغه نښې له بېلګو سره راوړو چې ډېرې اړینې دي او په عامه توګه د نړۍ په ټولو پرمختللو او علمي ژبو، په ځانګړې توګه یې په پښتو او دري ژبو کې استعمال او کارونه دود ده.

۱- ټکی یا نقطه «.»

دانښه ديوې بشپړې جملې په پاى كې ايښودل كيږي چې پوښتني،ندايي اوتعجبي نه وي، لكه:

جلال آباد د ننګرهار ولایت مرکز دی

احمد د کامې اوسیدونکی دی

“كه چېرې دكومې جملې په پاى كې دتوقف كومه ټاكلې نښه موجوده نه وي ،هغه بیا خپلواکه جمله نه ده اوحتى كله كله دجملې داصلي شكله څخه وځي او ښايي ديوې كلمې ياكوم  عبارت حيثيت پيداكړي.

په همدې توګه كه چيرې ديوې كلمې په پاى كې دتوقف یا درېدلو ټاكلې نښه راشي،بيانوهغه كلمه ديوې جملې حيثيت پيداكوي؛لكه :

–    راځه

–    راشه .

په لومړي مثال كې چې د”راځه” تركلمې وروسته ټكى نشته، فقط يوه صرفي كلمه ده، خوپه دوهم مثال كې چې د”راشه .” تركلمې وروسته ټكى راغلى دى، نو يې داسې جمله جوړه كړې ده چې مستقله معنال ري او د مفرد او امر حالت ښيي .

ټكى او د هغه دمخكينۍ كلمې ترمنځ واټن نشته او بايد ورسره جوخت كېښودل شي .

ټکی په کومو ځایونو کې باید مراعت شي؟

۱-    دجملې په پاى كې دپوره توقف، سا اخيستنې او دريدنې لپاره راځي او يو مطلب سرته رسوي، لكه :

–    د پاک دین پتنګان د خپل عزت او ناموس د ساتنې له پاره په ګرمو مورچو کې پراته دي.

–    قرآن یو آسماني کتاب دی. .

–    زه او محمود د شینوارو اوسیدونکي یو.

۲-د غیر مستقیمې پوښتنې په پای کې :

–    اجمل له مانه وپوښتل چې څه وخت به په کار شم .

–    طالب خپل ملګري ته وویل چې ډرون الوتکې نه ځان ساته .

۳-    د یوې هیلې یا امر په پای کې :

–    په یو مناسب وخت کې سنګر ته راشه چې په دې اړه بشپړ بحث وکړو .

–    د خدای په لار کې په ستونزو صبر اوحوصله له لاسه مه وركوه .

۴-    په جملو او مقالو یا لیکنو کې تر مخففاتو وروسته راځي چې  هرتورى دخپلې ځانګړې كلمې دمفهوم دافادې نمايندګي كوي،لكه :

–    د ۱۳۹۴ هــ.ل. کال

–    یا د م.م.م ومړ.

–    یعنې د ملګرو ملتونو سر منشي مړ شو.

یادونه:

ډېر وختونه داسې پېښيږي چې دنامه دتكراراويايې داوږدوالي په لحاظ نوم نه شي راتلاى . مثال (جلالتمأب محمد اشرف غني )په دغه وخت كې مخفف شكل ليكل كېږي چې تردغه هرلنډ شوي شكل وروسته د ټكي ايښوول لازمي كاردى؛لكه :
ج.م.اشرف غني

ټكى په زياترواروپايي اوامريكايي هيوادونوكې دحسابي رقمونوپه منځ كې داعشاريې په توګه استعماليږي . څرنګه چې داكارددوي په ژبوكې كومه ګډوډي نه راولي، مګر په پښتوكې ټكى او صفر يو شكل لري نو بهتره داده چې موږ خپل رقمونه په (،) سره بېل كړو؛لكه :

۲،۳۰  (دېرش افغانۍ اودوه پوله)

۵۰ ،۴۰ (څلويښت افغانۍ اوپنځوس پوله

څو یادونې:

–    ترسرليك،حاشیوي سرليكونو،په ستونونوكې دفقروترمنځ اوداسې ورته نورو ځايونوكې ټكى مه كاروئ .

–    دپوښتنې له نښې اوندايې وروسته ټكى مه ږدئ .

–    كه جمله په ليندكيوكې راتله،نو ټكى په ليندكيوكې دننه كښېږدئ . لكه : (دهغه وخت دودداسې و.)

۲۰۱۵/۱۲/۱۵

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د