افغانستان

د کندوز پخوانی والي: طالبان د کندوز پر مهماتو څلور ولایتونه سقوط کولی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز له سقوط وروسته د دې ولایت والي محمد عمر ساپي بهر ته پښې سپکې کړې او جګړه کې ښکېل کندوز يې پرېښود.

محمد عمر ساپي په تازه څرګندونو کې ويلي چې که څه هم دی اوس د دولت مامور نه دی، خو پر دې خبر دی چې طالبانو له کندوز څخه دومره وسلې او تجهیزات تر لاسه کړي، چې کولی شي څلورو ولایتونو ته سقوط ورکړي.

ساپی وايي چې طالبانو دغه مهمات خوندي کړي او امکان لري چې په را روان پسرلي کې شمالي څلورو ولایتونو ته هم مهاله سقوط ورکړي.

هغه وايي کره شمېر ورته نه دی معلوم، خو طالبانو په دې جګړه کړې ګڼ زري ټانګونه، رينجرې او وسلې تر لاسه کړې دي، چې د خوندي ساتلو لپاره يې نورو ولایتونو ته هم لېږلي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وي چې د کندوز په جګړه کې نیول شوي مهمات د هېواد ګوټ ـ ګوټ ته طالبانو رسولي او خپلو جنګياليو ته سپارلي دي.

د کندوز د امنیتي مسوولینو اړوند موټرې په هلمند او کندهار کې له طالب جنګياليو سره ليدل شوې دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد شمشاد تلویزون ته ويلي چې دوی دغه وسلې پخپلو جنګياليو وېشلې او په اسانۍ ترې کار اخلي.

ياده دې وي طالبانو د کندوز ښار د تلې په شپږمه د څو ساعته جګړې په ترڅ کې ونیولو او د نېږدې دوه اونیو وروسته یې ښار بېرته پرېښودل، چې ګڼ پوځي مهمات يې پکې ترلاسه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x